1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په افغانستان کې رواني ناروغان ولې په ځنځیرونو تړل کیږي؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۰ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

ډاکټران وایي، هغه رواني ناروغان چې په وخت یې تداوي ونشي عصبي توازن له لاسه ورکوي او د کورنیو لپاره یې د کنټرول یوزاینۍ لاره د ناروغ په ځینځیرونو تړل دي. خو کارپوهان د یو چا تړل که په هر نوم وي انساني کرامت ته سپکاوی ګڼي.

https://p.dw.com/p/46M6A
Bildergalerie Psychisch Kranke in Afghanistan
آرشیف انځورانځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

په افغانستان کې رواني نارغي یوه عامه ناروغي بلل کیږي، چې ډېر شمېر افغانان ترې کړیږي. خو کله چې د یو کس رواني ناروغي سخته شي، نو کورنۍ یې هغه ناروغ په یوه کوټه کې بندي کوي او په ځینځیرونو یې تړي. د خوست اوسیدونکی محمد امین همداسې یو څوک دی، چې کورنۍ یې د تېرو څو کلونو راهیسې په ځینځرونو تړلی دی. میرمن یې لامل رواني ناروغي بولي.

د خوست یو اوسیدونکی مرید نیکمل، چې له دې کورنۍ سره وخت په وخت مرستې کوي دویچه ویله ته وویل چې دغه ځوان چې خلاص وي، نو میرمن او ماشومان وهي او خلک ترې وېره لري چې زیان ورته ونه رسوي.

نوموړی وایي، کورنۍ یې د دې ځوان د رواني ناروغۍ د تداوۍ توان نه لري او که درملنه یې وشي، نو ښه کیدلی شي: «هغه یوه میرمن او پنځه ماشومان لري. میرمنې یې راته وویل، پنځلس کال کیږي چې د یوه کوچني زوی له مړینې وروسته رواني ناروغ شوی. نږدې خپلوانو یې هم ښه چلند ورسره نه دی کړی. اوس په ځینځرونو تړل شوی. که څوک یې روغتیایي مسؤلیت پرغاړه واخلي نو بیرته رغیدلی شي.«

نیکمل وایي، د دې ناروغ میرمن د ښار په سړکونو کې سوال کوي او د خیرات په پیسو د خپلو ماشومانو پالنه کوي.

دا یوازې خوست نه دی، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې داسې کسان شته چې رواني ناروغیو تر لېونتوب رسولي او وروسته یې کورنیو د نا توانۍ له امله د درملنې پر ځای په کورونو کې بندیان کړي او په ځيځینرونو تړلي تړلي دي.

یو هم ۲۸ کلن شعیب دی، چې د کابل د کمپنۍ سیمې سره نیږدې د سیاه بنګي اوسیدونکی دی او کورنۍ یې کلونه کیږي چې هغه په یوه ځانګړي کوټه کې بندي ساتلی.

د پیریانو سیوری که رواني ستونزې

د شعیب نږدې خپلوان ناصرخان دویچه ویله ته وویل، هغه پخوا رواني ناروغي لرله، خو په وخت یې د نه درملني له امله هغه اوس لېونی شوی او کورنۍ یې له دې امله په کور کې بندي کړی، چې چا ته زیانه ونه رسوي. نوموړی وایي، کورنۍ یې د شعیب د تداوۍ توان نه درلود او دولتي روغتونو کې هم پام ورته ونه شو.

هغه وایي: «هغه تقریبا ۲۸ کلن دی، اولو کې لږ رواني ناروغ وو، کوڅو کې خلکو پرې ملنډې وهلې او ورته ویل به یې چې لېونی دی، اخر پسې لېونی شو او اوس یې کورنۍ په یوه کوټه کې ساتي.«

په نورو ولایتونو سربېره د هېواد په لویدیځ کې هم ډېر کسان چې رواني ناروغان دي، د درملني لپاره روغتونونو ته ورځي او د دغه راز ناروغانو شمیر ورځ تر بلې د ډیریدو په حال کې دی.

د هرات حوزوي روغتون د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالقدیم محمد، دویچه ویله ته وویل، هره ورځ په لوړه کچه رواني ناروغان ولایتي روغتون او د دوی شخصي کلینیک ته مراجعه کوي، چې رواني ناروغان دي او ځینې یې شدید وي، چې بستر کیدو ته یې اړتیا وي.

نوموړی وایي، د ولایتي روغتون د عصبي ناروغیو په څانګه کې هره ورځ تر یو نیم سل ناروغان ګوري، چې شل یې خطرناک وي او په روغتون کې یې بستر کوي.

د هرات حوزوي روغتون د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالقدیم محمد وویل: « رواني ناروغي ډېره ده. په دې ورځو کې نه پوهیږم، دا ناروغي ډېره شوې ده او یا خلک خبر شوي او روغتون ته یې مراجعه ډېره شوې ده. هره ورځ د روغتون په عصبي ناروغیو څانګه کې یو نیم سل رواني ناروغان معاینه کوو، تر شلو یې شدید ناروغان وي او د دې اړتیا لیدل کیږي چې بستر شي.«

نوموړی ډاکټر د یوه ناروغ کیسه کوي، چې کورنۍ یې تړلی او دوی یې اوس درملنه پیل کړي. هغه وايي چې »یو ناروغه میرمن کورنۍ په دې تړلې ده، چې د کوره د باندې تښتیده، شدیده رواني ناروغي یې لرله. هغه ناروغان چې په وخت یې تداوي ونشي او یا د لارو بندیدو له کبله وځنډیږي، نو دا پخوانی معمول دی، چې ناروغ وتړي ځکه بله لاره یې نشته، زما ډېر ناروغان داسې شته، چې اوس په کورونو کې تړل شوې دي.«

په ځنځیرونو د انسان تړل او بشري حقونه

د خوست شیخ زاید پوهنتون د حقوق پوهنځي استاد پوهنوال محمدالله مندوزي، دویچه ویله ته په خبرو کې وویل چې د یوه ناروغ تړل د هغه توهین او انساني کرامت ته سپکاوی دی. نوموړی وایي، دولت او روغتیایي بنسټونه مکلف دي چې رواني او عصبي  ناروغان روغتون کې تر درملني لاندې ونیسي او ځانګړو ځایونو کې یې وساتي ترڅو درملنه او پالنه یې وشي.

مندوزی وایي: «د افغانستان اساسي قانون د دویم فصل کې راغلي، هر انسان که هغه په هر عمر کې وي د هغه انساني کرامت خوندي دی. هغه کسان چې په رواني ناروغۍ اخته دي، کورنۍ او ټولنه مکلفیت لري، چې هغه اړوندو ډ‌اکټرانو ته وښیي او تداوي یې وکړي. دولت هم باید د دې ناروغیو لپاره تدابیر ولري، ځانګړي روغتونونه ولري. د کورنۍ له لوري داسې ناروغیو سره بې حرمتي د افغانستان نافذه قوانینو سرغړونه ده او هغې سره دې انساني چلند وشي.«

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسؤلین بیا وایي چې رواني ناروغانو ته یې په وخت رسیدګي کړې ده او روغتیایي یې خدمتونه یې ورته وړاندې کړې دي. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید خژیر، دویچه ویله ته وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې د ټول هېواد په کچه روغتیایي مرکزونو ته تر یو میلیون او څه باندې اوه سوه زره کسانو د رواني ناروغیو له امله مراجعه کړي.

نوموړی وایي، د هېواد په ټولو روغتونونو کې د عصبي او رواني ناروغیو د ځانګړي څانګې ترڅنګ په کابل او ولایتونو کې شپږ ځانګړي روغتونونه هم فعال دي، چې د رواني ناروغانو درملنه پکې کیږي. هغه وايي: »په کابل، هرات، بلخ، کندهار، کندز او ننګرهار کې د رواني او عصبي ناروغیو ځانګړي روغتونونه فعال دي.«

ښاغلی خژیر زیاتوي، تېر کال په مرکزي روغتونونو او د رواني ناروغیو ځانګړو روغتونونو ته نهه زره او څه باندې دوه سوه رواني ناروغانو مراجعه کړې ده، چې له دې جملې یې څلور نیم زره یې بستر شوي او ۳۸ کسانو د رواني ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې زیاته کړه: «په ۲۰۲۱ کال کې د ټول هېواد د کلینیکونو په کچه یو میلیون اوه سوه اوه ویشت زره او درې کسانو د رواني ناروغیو څخه شکایت کړی دی او د روغتونونو په کچه نهه زره، دوه سوه او دوه نفرو مراجعه کړې ده، چې څلور زره، پنځه سوه او پنځلس واقعې یې شدیدې وې. په ۲۰۲۱ کال کې د رواني ناروغیو نه یو سلو اته دیرش کسان مړه شوې دي.«

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، د هېواد په کچه سلګونه مشاورین او محلي کارکوونکي هم ګمارلي چې خلکو ته رواني ناروغیو په اړه لارښوونې او مشورې ورکړي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، په کابل او هرات ولایت کې دوه مرستونونه لري او هغه رواني نارغان چې شدید وي او درملنه یې سخته وي نو مرستون ته یې لیږي.