1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

له نورو سره مرسته ولې د انسان پر روغتيا ښه اغیز کوي؟

۱۳۹۹ بهمن ۱۷, جمعه

د رپوټونو پر اساس هغه خلک چې په رضاکارانه کارونو کې برخه اخلي له رواني او جسمي روغتيا برخمن وي او د خپل ژوند څخه ډېر راضي وي. انګیزه او تشويق پر دې اغیز کوي څنګه له نورو سره مرسته انسان ته د خوښۍ احساس ور په برخه کړي.

https://p.dw.com/p/3ox9m
Indonesien | Freiwillige von Komunitas Taufan spielen mit Kindern in Krankenhaus

​​​ آدريانه په اوونۍ کې درې ورځې د اندونیزيا د «کومنيتاس تاوفن» په نوم خيريه ټولنې سره کار کوي. دا د رضاکارانو يوه ډله ده چې په سرطان او نورو خطرناکو ناروغيو د اخته ماشومانو له کورنيو سره مرسته کوي. دا خيريه ټولنه هڅه کوي د هغو ماشومانو شپې او ورځې په خندا، لوبو او سندرو يو څه ښايسته کړي چې په روغتونو کې بستر دي او له هغو مېندو او پلرونو سره مرسته وکړي چې هره ورځ ويني چې اولاد یې څرنګه د خپل ژوند له مبارزه کوي.

 آدريانه دويچه ویله ته وويل: «ځيني وخت يوه مور په اصل کې ډير ځواک او تشويق ته اړتيا لري ځکه د ماشومانو خوشاله کول آسانه دي خو والدين..... اړتيا لري چې يو څوک خبرې ورسره وکړي.»

له ناروغو ماشومانو او د هغوی د مور او پلار سره تر وخت تیرولو وروسته هغه په لوی زړه کور ته ستنيږي او د خپل ژوند ستونزو ته کتنه کوي.

 آدريانه وايي: «همدا احساس تکراريږي او سړی ورسره یو ډول عادت کوي. خو مختلف ماشومان، بېلا بېلې کيسې او مختلف خلک، دا هر څه سړی د احساساتو د يوه سېلاب سره مخ کوي.»

هغه زياتوي: «موږ فکر کوو چې د هغوی [مريضانو] په ژوند کې يو څه تغير راولو خو داسې په اصل کې هغوی زموږ ژوند ته تغيرورکوي.»

د ۲۰۱۹م کال د نړۍ د خوښۍ د رپوټ په حواله څېړنو موندلې چې له نورو سره د مرستې او په خپل ژوند کې د زيات اطمنان، مثبتو احساساتو او د ژور خفګان د کموالي ترمنځ ډيره قوي اړيکه موجوده ده.

د ۳۷ څېړنو بيا کتنه چې له ۱۵ او ۲۰۰۰ ترمنځ کسانو پکې ګډوالو کړی وو، ښيي چې لويان رضاران د هغو په مقابل کې په دې ډول کارونو کې برخه نه اخلي، ښه او خوښ ژوند درولود. په رپوټ کې زياته شوې چې خلک هغه وخت د نورو سره د مرستې ډېر خوند اخيستلی شي کله هغوی دا آزادي ولري چې کله او څرنګه له نورو سره مرسته وکړي، له هغو سره چې مرسته کوي،اړيکه ولري او وليدلی شي چې د هغوی مرسته څومره تغير راولي.

 ښه کار ته دوام ورکړئ

د آسترليا د فلندرز پوهنتون څيړونکو موندلې ده چې په خیريه کارونو کې د ښکيلو کسانو روغتيا ښه وي خو که دا خلک دې کار ته دوام ور نه کړي نو پر روغتيا یې دا مثبتې اغیزې لنډمهاله وي. څېړنې ښوولې چې انسانان په خیريه کارونو کې تر ښکيل کيدو وروسته ډېر ژر ښه والې تجربه کوي خو که دوام ور نه کړي د دې کار يو کال وروسته بيرته مخکني حالت ته ستنيږي.

 د زمبيا په جنوبي ښارګوټي مازوبوکا کې ديانا ليمانده له کابو ۱۴ کالونو راهيسې په خیريه کارونو بوخته ده. هغه د « FASTER » د کاتوليکي خيريه پروژې سره کار کوي چې د «اچ آيي وي» په ويروس د ککړو کسانو سره مرسته کوي.

ليمانده دويچه ويله ته وويل: «ځينيی وخت هغوی [د خپلې ناروغې خبره] د خپلو والدينو او خپلو مړونو څخه هم پټوي.» هغه زياتوي: «زه په رښتيا غواړم له نورو انسانانو سره د ښه ژوند په ترسره کولو کې مرسته وکړم. ښايي هغوی له دې مشکله ووځي او له خپل ځان سره له تبعيضي چلنه لاس واخلي.»

Rise Foundation Pressebilder
مرستندويه ساندره د خلکو سره د مرستې په حال کېانځور: Rise Foundation

د انسان انګيزه پر دې اغیز کولی شي چې د يو څه د ترسره کولو وروسته د خوښۍ څومره احساس لري. د ۲۰۱۷م کال يوې څېړنې ښوولې چې هغه انسانان چې ورڅخه غوښتنه شوې وه چې خپل يو هغه د مهربانۍ عمل ور په ياد کړي، چې نورو ته د ګټې رسولو له پاره یې کړی وو، د هغو خلکو په مقابل کې یې ډېر ښه احساس لاره چې ورڅخه هيله شوې چې د مهربانۍ داسې يو کار ور په ياد کړي چې د خپلې ګټې په انګیزه یې تر سره کړی وو.

  د ساندره په نامه د سوفت وير يوه انجینيره چې لس کاله یې په هند کې خیريه کارونه کړي، وايي چې له اړمنو انسانانو سره له نزدې او يا مخامخ مرسته انسان ته ډېر اطمنان او خوښي ور بخښي. هغه زياتوي: «له داسې يوه کس چې د ورځې سل وارې له پامه غورځول شوی وي، پنځه دقيقې وخت تیرول به چې يو کوچنی کار دی، د هغه انسان ژوند ور بدلولي او مرسته کوونکي ته اطمنان ور بخښي.»

د يوه رپوټ په حواله هغه خلک چې د يونيسف په څير سترو مرستندويه ادارو ته بسپنه ورکوي، عاطفي ګټې نه تجربه کوي. رپوټ زياتوي چې د مهربانۍ د خپل عمل د اغیزو ليدل د انسان پر رواني او جسمي روغتيا ښه اغیز کوي.

ب. ص/ ا. و. ا (Louisa wright)