1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ولې د تېر حکومت کارکوونکي په رواني ناروغیو اخته شوي دي؟

۱۴۰۰ دی ۲۹, چهارشنبه

اروا پوهان: د پخواني حکومت ملکي او امنیتي کارکوونکي له امنیتي او اقتصادي ستونزو سربېره په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

https://p.dw.com/p/45kQE
Afghanistan Winter & Schnee in Kabul | Fahrrad & Gepäck
انځور: Reuters/O. Sobhani

طالبان، هغه ډله چې نیږدې دوې لسیزې یې د افغانستان له پخواني حکومت سره جګړه کوله، پنځه میاشتې کېږي چې اوس په خپله واک ته رسېدلې دي. د دوی په راتګ سره په افغانستان کې نږدې درې ملیونه خلک چې په پخواني حکومت کې یې دندې لرلې، بې کاره شوي چې د اقتصادي ستونزو له کبله اوس ګڼ شمیر یې په رواني ناروغیو اخته شوي او ژوند ورته سخت شوی دی.

حکيمه چې د غزني ولایت اوسېدونکې ده او د پخواني حکومت کارکوونکې وه وایي، دا خپله او خاوند یې د بیکارۍ له کبله له ستونزو او رواني ناروغو سره مخ دي. حکیمه وایي: «زما په څېر ټول هېواد کې کورنۍ تاوتریخوالی زیات شوی، په کورونو کې جنګ، جګړې او خشونت ډېر شوی دی ځکه نارینه او ښځینه بیکاره دي. کاروبار نشته، اقتصادي وضعیت په آخره اندازه ده، د ژمې سخت ساړه دي.»

د میدان وردک ولایت اوسېدونکی وزیر احمد چې له خپل دریو وروڼو سره د پخواني دولت په ملکي او نظامي ادارو کې یې کار کوو، له نهو میاشتو را په دېخوا یې معاشونه نه دي اخیستي. دی وایي: «همغه معاش چې به مو اخیستل د کور مصارف به مو پر هغه پوره کول. اوس درې وروڼه مې او زه خپله په کور کې بیکار ناست یم. تقریباْ د پخواني دولت د دوو یا دریو میاشتو معاشونه پاتې دي او دا حکومت کې هم له پنځو میاشتو را په دې خوا له دندې لري شوي یو چې له سختو اقتصادي ستونزو سره زموږ کورنۍ مخامخ ده.»

د روغتیا څانګې کارپوهان او ارواه پوهان بیا د رواني ناروغیو اصلي لامل خراب اقتصادي وضعیت او د آزاد ژوند پر وړاندې خنډونه بولي چې ان ځیني ځان وژنې ته هم مجبوره کوي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

په کابل کې اروا پوه، ډاکټر شرف الدین عظیمي، له دویچه وله سره په خبرو کې وویل چې د پخواني حکومت ډیری کارکوونکي د اقتصادي او امنيتي ستونزو له کبله په خپګان او ډول ډول رواني نارغیو اخته شوي دي. عظیمي وایي: «دوی متأسفانه له ځینو رواني ناروغیو کړېږي، نا امیده دي، له وطن څخه په تیښته دي، په دولت اعتماد نه کوي، ډاریږي او له اقتصادي اړخه یې هم ستونزې پیدا کړي دي. کورنیو سره په جنجال کې دي او له ورته نورو ستونزو کړیږي چې ژور خپګان، اضطراب، فوبیا یا ډار هغه څه دي چې دوی ورسره مخ دي.»

اقتصادي کارپوهان بیا په دې باور دي چې ترڅو هېواد کې له خپلو زېرمو او کانونو کار وا نه خیستل شي نو د بهرنیو هېوادونو په مرسته به د ټولو اوسېدونکو اقتصادي ستونزي حل نه شي. اقتصادي کارپوه نجم الدین سیاس په دې اړه وایي: «زه د دې پلوي نه یم چې زموږ هېواد دې په بهرنیو مرستو ولاړ وي. باید افغانستان له دې حالت څخه ووځي یو سخت حالت شته چې سوله راشي او بهرنیو ته د پانګونې زمینه برابره شي.»

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ د پخواني حکومت ځينې کارکوونکي او پوځیان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې چې د خوست په اسماعیل خېل او مندوزيو ولسوالۍ کې هم یو پخواني پوځي د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې او اووه یتمان یې بي سرپرسته پاتې دي.

محمد میرویس اسلمي/ خ. ح