1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي دوه تنه نور بهرني سرتيري وژل سوي دي

۱۳۸۹ خرداد ۴, سه‌شنبه

د وروستيو ارقامو د مخه سږ کال په افغانستان کي د وژل سوو بهرنيو سرتيرو شمېر 217 تنو ته رسيږي، چي تر نيمايي ډير يې امريکايان دي...

https://p.dw.com/p/NW59
په افغانستان کي د وژل سوي عسکر د وير مراسیم
په افغانستان کي د وژل سوي عسکر د وير مراسیمانځور: AP

د ناټو په خبره د سې شنبې په ورځ په افغانستان کي نور دوه تتنه بهرني سرتيري ووژل سول.

يو سرتيری، چي هويت يې افشا سوی نه دی، د دوشنبې په ورځ دافغانستان په ختيځ کې په يو بريدکي وژل سوی، او يو بل يې ددې تر مخه د هيواد په جنوب کي د يو ښخ سوي ماين ښکار سوئ.

په جنوب کي وژل سوی کس دکاناډا سي بي سي ټلويزيوني چينل يو26 کلن کاناډايي بللی دی.

افغانستان ته د کاناډايي ځواکونو د ورننوتلو څخه تر اوسه پوري دا ددوئ 146 سرتيری دی، چي وژل کيږي.

د وروستيو ارقامو د مخه سږ کال په افغانستان کې د وژل سوو بهرنيو سرتېرو شمېر 217 تنو ته رسيږي.

دغه شمېر د icasualties.org د ويبپاڼي له خوا په ډاګه سوی دی. د آي کيژلتيس په خبره د سږ کال د وژل سوو سرتيرو په جمله کي 137 تنه امريکايان دي.

په 2009 م کال کي، چي تر ټولو خونړی کال بلل سوئ و، د بهرنيو ځواکونو د تلفاتو شمېر 520 تنه و.

په افغانستان کي اوسمهال تقريباً 130000 بهرني ځواکونه ځای پر ځای دي. د امریکا د دفاع وزارت په خبره په دې شمېر کي 94000 تنه امريکايان دي.

په راتلونکو مياشتو کي به په افغانستان کي د بهرنيو سرتيرو شمېر 150000 ته لوړ سي.

د امريکا متحده ايالات په دې باور دي، چي د ځواکونو ډيرول پر طالبانو بري ته لاره هواريي.

دهغوئ په خبره ددې د پاره چي په راتلونکي کال کي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر شاکولو ته لاره هواره سي، بايد څو کليدي مرکزونه ونيول سي.

په افغانستان کي خلک بهرني عسکر نه خوښوي او لګښتونه يې هم ډېر لوړ دي.

په افغانستان کي اوس په اول وار حتی د عراق په پرتله ډير امريکايي ځواکونه ځای پر ځای سوي دي.

اوباما په ټاکنو کي د نوماند په توګه تل ويل چي د عراق جګړې تر اغيزو لاندي د متحده ايالاتوهڅي په افغانستان کي کمزوري کيږي.

په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو شمېر د اوباما په دوره کي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو شمېر کابو درې برابره ډير سوی دی.

ددغو ځواکونه ډيری چي دډسمبر په مياشت کي د اوباما په امر افغانستان ته ولاړل،د هغه هيواد په جنوب کي ځای پر ځای سوي دي.

ناټو اوس غواړي چي طالبان د کندهار د ښار او ولسواليو څخه وشړي.

AFPE/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل