1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر رفح باندې د اسرائيل په برید کې «په لسونو کسان وژل شوي»

۱۴۰۳ خرداد ۷, دوشنبه

د يکشنبې په ماښام د رفح په شمال لویدیځ کې د کډوالو یو کمپ د اسرائيل د هوايی بریدونو هدف گرځیدلی دی. د اسرائيلي پوځ په حواله حماس له دغې ودانۍ څخه گټه اخیستله او د دغې ترهگري ډلې دوه لوړپوړي غړي په دغه برید کی وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4gJm8
Gazastreifen | Feuer in Rafah
انځور: REUTERS

د فلسطیني چارواکو په حواله پررفحباندې د يکشنبې په ماښام (۲۰۲۴م کال د می ۲۶) د اسرائیلو په هوایی برید کې په لسونو کسان وژل سوي دي. د فلسطین د خودمختارې ادارې مشر، محمود عباس، پر اسرائیلو تور لگولې چې په «پخواني غچ» سره یې رفح ته نیژدې د کډوالو یو کمپ تر برید لاندې راوستی او هغه یې یوه «وحشتناکه عام وژنه» بللې ده. 

د دغې خبرې په غبرگون اسرائیلويلي چې په دغه برید کې یې یوه داسې ودانۍ بمباري کړې چې د حماس ترهگري ډلې ورڅخه گټه اخیستله.

د فلسطیني چارواکو په وینا، «اسرائیلو په دغه برید کې د هغو بې ځایه سوو پر کمپ برید کړی چې د آنروا يا د فلسطيني مهاجرو له پاره د ملگرو ملتو د مرستې دفتر له خوا اداره کیده او د رفح په شمال لویدیځ کی پروت وو.»

د غزې په تراډه کې د روغتیا ادارې چې د حماس له خوا اداره کیږي، ويلي دي چې په دغه برید کې ۳۵ تنه وژل سوي او په لسونو نور ټپیان سوي دي.

د اسرائیلپوځ اعلان کړی چې په دغه هوایی برید کې په رفح کې په حماس پورې مربوطه ودانۍ تر هدف لاندې راغلې ده. د دغه رپوټ له مخې دغه برید په «دقیقو مهماتو» او د «نامشروع اهدافو» پر ضد ترسره سوی دی. د اسرائیلو پوځ همدارنگه ويلي دي «د امنیتي خدماتو دقیقو اطلاعاتو» له دغې محوطې څخه د حماس له لوري د استفادې خبر ورکړی وو.

د اسرائیلو د پوځ په حواله د دغه برید په نتیجه کې د حماس دوه تنه هغه لوړپوړي غړي وژل سوي چې په لویدیځه غاړه کې یې په پلان سوي برید کې لاس درلود. پوځ همدارنگه ويلي چی ، هغه رپوټونه به وڅیړي چې ويلي یې دي په « دغه برید کی څو تنه ملکي کسان زخمیان سوي دي.»

حماس خلک مظاهرو ته رابللي

د حماس ډلې چې د اسرائيل سربیره د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې له خوا د يوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده، د مظاهرو او د «اسرائیلو د وژنو» پر وړاندې د اعتراض غوښتنه کړې او په یوې وینا کې یې ویلي: «موږ د اُردن د رود په لویدیځه غاړه، بیت المقدس، په اشغال سوو سیمو او بهر کې له خپلو خلکو غواړو چې راپورته سي او په غوسې سره لاریونونه ترسره کړي.»

پر تل ابیب باندې د اسرائیل برید د غزې له تراډې څخه تر راکټي برید وروسته وسو. د اسرائیلي چارواکو په حواله پر دغه لوی ښار باندې د یکشنبې د ورځې د برید په ترڅ کې د اسرائیل پر لور له رفح څخه حداقل اته توغندي فیر سوي دي.

د اسرائیلو هوايي ځواک اعلان کړی چې ځینې دغه توغندي چې د اسرائیلو داخلي برخه یې ترهدف لاندې راوستې وه، دفعه کړای سول. د اسرائیلو له مرکز څخه حد اقل د درویو چاودنو ږغ هم واوریدل سو.

تل ابیب د وروستي ځل له پاره د جنورۍ پر ۲۹ مه د غزې له تراډې څخه د توغندیزو بریدونو هدف گرځیدلی وو.

د حماس د پوځي څانګې، د عزالدین قسام کنډک پر تل ابیب باندې د یکشنبې د ورځې د بریدونو مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتانیاهو، د کابینې تر جلسې مخکې د یکشنبې په ماښام ټینگار وکړ چې هغه د جگړې د پای ته رسیدو او د غزې له تراډې د اسرائیلي پوځ د وتلو مخالف دی. د اسرائیلو د لومړي وزير د دفتر په وینا کې راغلی:«د حماس د غوښتونو د پوره کولو نتیجه به دا وي چې فلسطیني بڼسټونه په داسې یو موقعیت کې راسي چې وکولای سي د اکتوبر د ۷مې جنایتونه بیا سره تکرار کړي.»

د اسرائیل پوځ په عين حال کې اعلان کړی چې د لبنان په جنوب کې د یو لړ هوايي بریدونو په نتیجه کې یې «د حزب الله ۷ تنه ترهگر» وژلي دي. حزب الله بیا د خپلو پنځو تنو غړو د وژل کیدو پخلی کړی دی.

GP/BS/AG