1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

اسرائيل وایي د حماس کابو ۲۰۰ جنګيالي یې وژلي دي

۱۴۰۳ خرداد ۴, جمعه

د اسرائيل پوځ ويلي دي چې په رفح ښار کې یې تر اوسه د حماس تر ۱۸۰ ډېر جنګيالي وژلي دي. په دې منځ کې د حماس له لوري د يرغمل شويو درې نورو کسانو مړي هم موندل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4gFdK
په رفح کې د اسرائيل عسکر
په رفح کې د اسرائيل عسکرانځور: IDF/Xinhua/picture alliance

د اسرائيل د پوځ د خپلو معلوماتو په حواله د غزې تراډې په جنوب کې د مصر سره پر پوله پراته ښار رفح کې تر اوسه د حماس تر ۱۸۰ ډېر جنګيالي وژل شوي دي.

د پوځ وياند دانيل هګاري، د پنجشنبې په ماښام دا شميرې په ډاګه کړي. زیاته شوې چې پوځ پر دې سربیره د دغه وسله والې ډلې راکټ لانچرونه ويجاړ کړي او څو تر ځمکې لاندې تونلونه یې موندلي دي.

هګاري وویل: «حماس زموږ يرغمل په رفح کې ساتلي له همدې کبله زموږ ځواکونه هلته عمليات کوي.» نوموړي زياته کړه چې د نورو دريو هغو کسانو مړي هم چې په اکتوبر مياشت کې تښتول شوي ول، موندل شوي دي. هغه زياته کړه چې د اسرائيل ځمکني عسکر د خپل پرمختګ په ترڅ کې شابورا سيمې ته رسيدل، هغه ځای چې د حماس ترهګرو به ترې حملې کولې.

«په پيچلي چاپيريال کې ستونزمې نښتې»

هګاري وويل دا عمليات په «پيچلي چاپيريال کې ستونزمنې نښتې دي.» د تخلیې له لارښوونو راهېسې تقريباً يو میليون ملکيان له رفح څخه وتلي دي. د غزې تراډې له نورو سيمو څخه په سونو زرو داخلي کډوالو رفح ته د اسرائيلي ځواکونو تر داخليدو مخکې دې ښار ته پناه وړې وه.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

اسرائيل په تکراري ډول دې ته اشاره کړې وه چې د حماس وسله واله ډله چې پر اسرائيل سربیره د يو شمير هېوادونو له خوا د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده، په قصدي توګه پوځي تاسيسات او پټنځایونه په روغتونو، ښوونځيو او وړکتونو کې جوړوي او په دې توګه په لوی لاس د ملکیانو ژوند په خطر کې اچوي.

روښانه هدف: د حماس د بيا تنظيميدو مخنيوی

د غزې په شمال کې په جباليا ښار کې هم د اسرائيل پوځ خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. جباليا ته څېرمه پروت ښار بيت حانون، هم اغیزمن شوی. اسرائيل دغه سيمه لا څو میاشتې تر مخه نيولې وه او د خپلو معلوماتو له مخې اوس یې هلته بيا بريدونو کړي څو د حماس د بيا تنظيميدو مخه ونيسي.

د اسرائيل د پوځ په حواله د حماس د بيت حانون د کنډک مشر حسين فايد، هم په جباليا ښار کې وژل شوی دی.

په عين حال کې اسرائيل بايد له باندې څخه د نویو بريدونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي. په شمال په پراته ښار صفد، کې د يوه ويشتل شوي ډرون د ټوټو له کبله اور لګيدلی وو. د پوځ په حواله په دې پېښه کې څوک ټپيان شوي نه دي.

د پوځ د معلوماتو په حواله د اسرائيل جنګي الوتکو د ختیځ له لوري توغول شوي توغندي شنډ کړي دي.

په دنهاک کې پريکړه

نن، جمعه په دنهاک کې د عدالت نړيواله محکمه (International Court of Justice) د جنوبي افريقا د هغه غوښتنې په تړاو چې وايي د اسرائيل عسکر باید سمدستي له رفح او همدا راز له ټولې غزې تراړې څخه ووځي، پريکړه کوي.

جنوبي افريقا په دې کابو دوې اونۍ تر مخه وړاندې کړل شوې عریضه کې ادعا کوي چې د اسرائيل مشرتابه د فلسطينيانو د ټول وژنې اراده لري.

اسرائيل دا تورونه ردوي او حکومت یې وایي چې جنوبي افريقا د نسل وژنې له کنواسيون څخه په «بې شرمۍ» ناوړه ګټه پورته کوي او د حماس له ترهګرې ډلې څخه ملاتړ کوي چې په وينا یې هدف «د يهودي اسرائيليانو نسل وژنه» ده.

دا چې د انصاف نړيواله محکمه به د تير کال په پای کې د دایرې شوې ټولې اقامې دعوې په اړه کله پريکړه کوي، لا روښانه ده. د کارپوهانو په حواله په دې تړاو به ارزونې کيدای شي څو لسیزې دوام وکړي. 

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtr, kna)