1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضامنځنی ختیځ

د عدالت نړیوالې محکمې په رفح کې د عملیاتو د دریدو امر کړی

۱۴۰۳ خرداد ۴, جمعه

د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیل ته حکم کړی دی چې په رفح کې خپل پوځي عملیات ودروي.

https://p.dw.com/p/4gFq4
په رفح کې بشري وضعیت
په رفح کې بشري وضعیتانځور: Hatem Khaled/REUTERS

د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیل ته امر کړی دی چې «سمدستي» په رفح ښار کې خپل پوځي برید ودروي. دغه ښار د غزې تراډې په سویل کې پروت دی. دې محکمې دغه بشري وضعیت «ناورین» بللی دی.

د عدالت نړیوالې محکمې همداراز ویلي دي چې اسرائیل «باید داسې تدابیر ونیسي چې په پایله کې یې پلټونکي ته د غزې تراډې ته نامحدود لاسرسي تضمین شي».

اسرائیل تر هغه وروسته پر غزې تراډې باندې پوځي برید وکړ چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د حماس ډلې پر اسرائیل یوه برید کې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان ووژل او تر ۲۴۰ زيات يې له ځانه سره د غزې تراډي ته يرغمل وښتول. په غزه کې د حماس د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخي په دغه جګړه کې تر اوسه پوري تر ۳۵۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. خو دغه شمېرې د خپلواکو سرچينو له خوا تائيد شوي نه دي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

اوس بحث په رفح کې چیرې چې د غزې ډیر شمیر ملکي وګړي ځای پر ځای شوي دي د اسرائیل پر عملیاتو دی.

د بنیامین نتانیاهو حکومت وایي چې په دې سیمه کې یې عملیات د حماس ډلې د له منځه وړلو له پاره اړین دي، خو د امریکا متحده ایالاتو په ګډون آن د اسرائیل متحدین ویره لري چې په دې سیمه کې عملیات به ډیر شمیر ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوي.

آژانسونه