1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستانی فعال تر تښتول کیدو وروسته بیرته خوشې شوی دی

۱۴۰۲ خرداد ۱۳, شنبه

مشهور وکیل او فعال جبران ناصر چې د دغه هیواد په سیاست کې یې د پوځ پر مداخلې نیوکې کولې تر تښتول کیدو وروسته بیرته خوشې شوی دی. نوموړی د پنجشنبې په شپه ناوخته د پاکستان په بندري ښار کراچۍ کې تښتول شوی و.

https://p.dw.com/p/4S9MV
Pakistan | Protest für Jibran Nasir vor dem Presseclub in Karachi
انځور: Raffat Saeed/DW

د کراچۍ ښار پولیسو تائیده کړې ده چې فعال او وکیل جبران ناصر بیرته خپل کور ته رسیدلی دی. جبران ناصر د پنجشنبې په شپه ناوخته له خپلې میرمنې سره د ماښام تر ډوډۍ وروسته بیرته د خپل کور پر لور روان و چې تر لسو د ډیرو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوی و.

پاکستان غواړي مظاهره کوونکي پوځي محکمو ته حاضر کړي

تر تښتول کیدو مخکې هغه په ټولنیزو رسنیو او تلویزوني پروګرامونو کې په پرله پسې ډول د دغه هیواد په سیاست کې د پوځ پر مداخلې او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند (PTI) پر وړاندې د سخت چلند له کبله د دغه هیواد پر پوځي ادارو سختې نیوکې کولې.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

په پاکستان کې په می میاشت کې د ټول هیواد په کچه وروسته له هغې د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو لړۍ پیل شوه چې پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په مؤقت ډول ونیول شو. اوس د یو شمیر مظاهره کوونکو پر وړاندې د شخړیزې نظامي محکمې پروسه روانه ده.

په پاکستان کې په پرله پسې ډول د فعالانو، د حکومت د مخالفینو او پر پوځ انتقاد کوونکو د ځپلو د پيښو راپورونه ورکول کیږي. د بشري حقونو سازمانونو په وینا په تیرو څو کلونو کې په زرګونو انسانان لادرکه کړای شوي دي.

پاکستان: ۱۶ ملکيان پوځ ته د محاکمې له پاره سپارل شوي

د روان کال د می راهیسې د تلویزوني خپرونو د کوربه عمران ریاض خان هیڅ درک نه دی معلوم شوی. نوموړي په پاکستان کې د وروستیو مظاهرو په جریان کې د عمران خان ملاتړ کړی و او پر پوځ یي نیوکې کړې وې.

فعالان دا د دغه اټومي قدرت لرونکي هیواد د استخباراتي ادارو کار بولي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص