1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

«پر چینايي انجینیرانو د برید په تړاو افغانان هم نیول سوي دي»

۱۴۰۳ فروردین ۱۵, چهارشنبه

د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي د سه شنبه په ورځ ویلي چي د افغان اتباعو په گډون یې ۱۲ تنه د هغه ځانمرگي برید په تړاو نیولي چی پکښي ۵ چینایي انجینیران او د هغو موټروان وژل سوي ول.

https://p.dw.com/p/4eNPu
Pakistan Rawalpindi | Trauer um chinesische Opfer einer Terroranschlags
انځور: Ahmad Kamal/Xinhua/picture alliance

پیکنگ د اسلام آباد د سیمې تر ټولو نیژدې متحد او د پاکستان په بحراني اقتصاد کي کلیدي پانگه اچوونکی دی، خو چینایي اتباع په دا ورستیو کلونو کي څو څو واره په دغه هیواد کي د اسلامپاله یاغیانو له خوا په نښه سوي دي.   

چينايي انجینیران او پاکستانی ډریور یې تیره اونۍ د سه شنبه په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۶ نېټه) د »آبي داسو« د بریښنا د بند پر خوا روان وه چي ورباندي ځانمرگی بريد وسو.د بریښنا ياد بند د پاکستان په شمال لویدیځ کی د یوه چینایي شرکت له خوا د جوړیدو په حال کي دی.

د پولیسو سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلی چي «څه د پاسه ۱۲ تنه شکمن کسان نیول سوي دي. په نیول سوو کسانو کي ځیني افغان اتباع هم شامل دي.»

په دا وروستیو کي په پاکستان کي د بریدونو په زیاتیدو سره، اسلام آباد پر گاونډي هیواد افغانستان باندي تور لگوي. اسلام آباد د طالبانو حکومت د جنگیالیو په مهارولو کی په پاته راتلو او د هغوی په کوربه توب تورن کړی دی.

په کابل کی د طالبانو واکمنۍ په تکراري توگه، شورشیانو ته د پناه ورکولو په هکله د پاکستان تورونه رد کړي دي.

په عین وخت کي د پولیسو ياد لوړپوړي سرچینې ویلي:«لومړني شواهد په دغه برید کی د پاکستاني طالبانو لاس درلودل په گوته کوي چي د شنونکو په حواله د افغانستان له طالبانو سره نیژدې اړیکي لري.»

د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)  په نوم پیژندل کېدونکي ډلې بيا پر چينايانو د ياد بريد په ترڅ کې د لاس لرل په ښکاره توگه رد کړي دي.

ياد برید د اسلام آباد له خوا د ډیرو ډیپلوماټیکو هلو ځلو سبب سو، تر څو له هغو په میلیارډونو ډالرو پانگه اچونو څخه ملاتړ وکړي چي د  «کمربند او جادې» تر نوښت لاندي ترسره کیږي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل دويمه نېټه) د »داسو د بند« د جوړولو په ځای کي له کارگرانو څخه لیدنه وکړه او ويې ویل چي پاکستان به د هغوی د امنیت ساتلو له پاره له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونکړي.

نوموړي کارگرانو ته وویل:« تر هغه وخت چي تر ټولو ښه ممکنه امنیتي تدابیر رامنځته نکړو آرام به نه کښېنو.»

شريف زیاته کړه:« کولای سم ډاډ ورکړم چي زموږ پیاوړي لاسونه به ډیر ژر شکمن کسان په خپلو مُنگولو کي ونیسي.»

پاکستان کې د نوي حکومت راتلل او افغانستان سره اړيکو ېې اغیزې

GP/NZ/Sirat