1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

شهباز شریف د دوهم ځل له پاره د پاکستان لومړی وزیر شو

۱۴۰۲ اسفند ۱۳, یکشنبه

شهباز شریف د یکشنبې په ورځ د دوهم ځل له پاره د پاکستان صدراعظم شو. د صدراعظمۍ څوکۍ له پاره د شریف پروړاندې بل نوماند عمر ایوب خان وو.

https://p.dw.com/p/4d77Y
Pakistan, Lahore | Pressekonferenz von Shehbaz Sharif
انځور: K.M. Chaudary/AP/picture alliance

د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې قانون جوړونکو چې تازه ېې د تحلیف مراسم ترسره کړي، د یکشنبې په ورځ شهباز شریف ته ۲۰۱ رايې ورکړې.

د پاکستان د صدراعظمۍ چوکۍ له پاره د شریف پر وړاندې بل نوماند د عمران خان پلوی، عمر ایوب خان وو چې یوازې ۹۲ رايي ېې وګټلې.

شهباز شریف تر ټاکنو وروسته پارلمان ته وويل: «هېڅ چا اکثریت نه دی ګټلی. دا یو ويشلې حکومتي دوره ده. دا د دیموکراسۍ طریقه ده چې کله د اختیاراتو د ويشلو په صورت کې همفکره ګوندونه کولی شي یو ائتلافي حکومت جوړ کړي.»

د پاکستان په دغو انتخاباتو کې د شریف ګوند، پاکستان مسلم لیګ-نواز (PML-N) له خپل پخواني رقیب پاکستان پيلپز پارټي (PPP) او یو شمېر نورو کوچنیو ګوندونو سره ائتلاف وکړ او دې سره د خپل رقیب عمران خان د ګوند ازاد نوماندان چې تر ټولو دېرې څوکې ېې ګټلې وې، له مخې لرې کړل.

د شریف ګوند، پاکستان مسلم لیګ-نواز (PML-N) له خپل پخواني رقیب پاکستان پيلپز پارټي (PPP) او یو شمېر نورو کوچنیو ګوندونو سره ائتلاف کړی
د شریف ګوند، پاکستان مسلم لیګ-نواز (PML-N) له خپل پخواني رقیب پاکستان پيلپز پارټي (PPP) او یو شمېر نورو کوچنیو ګوندونو سره ائتلاف کړیانځور: Ali Kaifee/DW

تر دې مخکې ځینو شنونکو دا د پاکستان د راتلونکې له پاره یو پياوړی ائتلاف نه دی ګڼلی. له بلې خوا له پاکستانه بهر د انتخاباتو د شفافیت په هکله هم نظرونه څرګند شوي دي. روانه اوونۍ د امریکا د کانګریس ۳۱ دموکراټو غړو په یو لیک کې له جمهور رئیس بایدن او خارجه وزیر انتوني بلنکن څخه وغوښتل چې تر هغه وخت پورې دې د پاکستان نوی حکومت په رسمیت نه پېژني چې د انتخاباتو په هکله شفافې څېړنې نه وي شوي.

په پاکستان کې صدراعظم تر انتخاباتو درې اوونۍ وروسته ټاکل کيږي، هغه انتخابات چې د پاکستان تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان چې اوس په بند کې دی او د هغه پلویان پکې د پراخو درغلیو ادعاوې کړي دي.

(AFP)mks/akh

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل