1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا پاکستان باید له بنګله دیشه بښنه وغواړي؟

۱۴۰۰ فروردین ۱۴, شنبه

پاکستان او بنګله دیش د اړیکو د ښه کیدو هوډ څرګند کړی دی. شنونکي وایي چې پاکستان ته په کار ده چې د بنګله دیش د آزادۍ په جګړه کې د شوو ظلمونو له کبله بښنه وغواړي، څو د دواړو هیوادونو په خپلمنځي اړیکو کې ښه والی راشي.

https://p.dw.com/p/3rYHC
BG 50 Jahre Unabhängigkeit Bangladesch
انځور: AP/picture alliance

په ۱۹۷۱م کال کې د بنګله دیش د خپلواکۍ له جګړې وروسته د پاکستان او د دغه هیواد اړیکي ترینګلي دي. په دغه جګړه کې په بنګله دیش کې ملتپاله غورځنګ له لویدیځ پاکستان څخه بیل شو. تر جلا کیدو وروسته ختیځ پاکستان په بنګله دیش واوښت. د بنګله دیش د خپلواکۍ په جګړه کې درې میلیونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دغه اړیکو کې د ښه والي یو څرک هغه وخت ولیدل شو چې د بنګله دیش لومړۍ وزیري شیح حسینه د مارچ په ۲۳مه د  پاکستان د جمهوریت د ورځې په مناسبت پاکستان ته مبارکي وویله او همداشان د پاکستان لومړي وزیر د بنګله دیش د خپلواکۍ د پنځوسمې کلیزې په مناسبت د دغه هیواد لومړۍ وزیرې ته مبارکې وړاندې کړه.

زخمونه کافي ژور دي

د بنګله دیش د خپلواکۍ جګړې میراث د دغو دواړو هیوادونو اړیکې له ډیرې مودې راهیسې ترینګلې کړي دي. لیکواله انم ذکریه د دواړو هیوادونو له لورې د پخلاینې وروستۍ هڅې ستایي، خو پر دې ټینکار کوي که چیرې دواړه هیوادونه د اړیکو ښه کیدو ته جدي وي نو پاکستان باید د ۱۹۷۱م کال تاوتریخوالي ومني او د دې ترڅنګ د دغه هیواد د رامنځ ته کیدو دمخه له بنګله دیشیانو سره پر سیاسي، اقتصادي او کلتوري توپیري چلن باندې هم اعتراف وکړي.

د ذکریه په نظر پر خپل ماضي باندې اعتراف کول او د ۱۹۷۱م کال د جګړې د جرمونو له کبله رسمي بښنه غوښتل د دواړو هیوادونو دیپلوماتیکي او اقتصادي اړیکې ښې کولی شي. هغه زیاتوي: «د نیمې پیړۍ تیریدو سربیره هم پاکستان پر خپلو تیروتنو اعتراف نه دی کړی.» د هغې په خبره د نصاب کتابونه او موزیمونه د بنګله دیش په اړه تاریخي حقایق تحریفوي او په بل ډول یې بیانوي.

ذکریه وایي چې د پاکستان له لوري پنځوس کاله دمخه پر تشدد باندې اعتراف نه کول، د بنګله دیشیانونو له پاره ډیر ځورونکی دی: «له دې کبله دا ډیره مهمه ده چې پاکستان پر دغو تیروتنو اعتراف وکړي.»

د امریکا متحده ایالاتو په ایلینوای دولتي پوهنتون کې د سیاسي علومو پروفیسر علي ریاض وایي چې پاکستان ته په کار ده چې له بنګله دیشه غیر مشروطه بښنه وغواړي، په ځانګړي ډول د پاکستان د پوځ له لوري د شوو جنایتونو له کبله.

په وروستیو کلونو کې د ډاکې او اسلام آباد ترمنځ اړیکي نورې هم ترینګلې شوې وې. بنګله دیش په ۲۰۱۶م کال کې د جماعت اسلامي مهم غړی قاسم علي، اعدام کړی وو چې په خبره یې هغه د آزادۍ په جګړه په جنګي جرمونو اعتراف کړی وو. دواړو هیوادونو خپل سفیران بیرته رابللي وو.