1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

«د سولې د هیئت غړو د غزې له پاره د ۵ میلیارډ ډالرو ژمنه کړې»

ديمترو هوبنکو | ژباړه: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ بهمن ۲۷, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ وايي چې د «سولې د هیئت»« غړو هیوادونو د غزې د تراډې د بیارغونې له پاره په میلیارډونو ډالر او د امنیت د تأمین له پاره د په زرونو پرسونل ژمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/58pxd
ترمپ د سویس په داووس کې د وینا پرمهال
ترمپ وايي چې د «»سولې د هیئت» غړو هیوادونو د غزې د تراډې د بیارغونې له پاره په میلیارډونو ډالر ژمنه کړې ده. انځور: Denis Balibouse/REUTERS

ډونالډ ترمپ د «تروت سوشل» په ټولنیزه شبکه کې اعلان وکړ چې ددغو هیوادونو ژمنې به د پنجشنبې په ورځ په واشنگټن کې د نوموړو هیوادونو په غونډه کې په رسمي توگه اعلان سي.

تمه کیږي چې په دغه ناسته کې به د ځینو حکومتي مشرانو په شمول د څه د پاسه ۲۰ هیوادونو استازي گډون وکړي. د ملگرو ملتونو، نړیوال بانک او اروپايي ټولنې د اټکل له مخې به له دوه کلنې جگړې وروسته د غزې د تراډې بیارغونه، ۷۰ میلیارډه ډالر لگښت ته اړتیا ولري.

نړیوال ځواک او د «سولې د هیئت» د غړو هیوادونو نقش

د اکتوبر د ۱۰ مې نیټې اوربند چې د امریکا متحده ایالاتو په منځگړیتوب ترلاسه سوی دی، د غزې د امنیت د تأمینولو له پاره د وسله والو نړیوالو ځواکونو د جوړښت او حماس د بې وسلې کولو وړاندوینه کړې ده، خو ډیرو لږو هیوادونو له دغو ځواکونو سره د یوځای کیدو له پاره علاقه ښوولې ده.

اړونده موضوع: د م.م. امنيت شورا د ترمپ د غزې پلان تصويب کړ

ترمپ ولیکل چې د «سولې د هیئت» غړو هیوادونو، په غزې کې د نړیوال ثبات د ځواکونو له پاره چې د ملگرو ملتو له خوا تأیید سوي، د په زرونو پرسونل د ورکولو ژمنه کړې ده. هغه د «سولې دغه هیئت» په تاریخ کې تر ټولو مهم نړیوال بنسټ بللی، خو د هغو هیوادونو نوم یې مشخص نه کړ چې په پام کې لري ځواکونه ورولیږي.

سره له دې، د اندونیزیا پوځ د یکشنبې په ورځ تأیید کړه چې تمه کیږي د جون تر پایه تر ۸۰۰۰ سرتیرو پورې د احتمالي سولې او مرستو رسولو له پاره آماده کړي. دا له پیشنهادي ځواکونو سره د یوځای کیدو له پاره لومړنۍ عملي ژمنه ده.

ترمپ د حماس د بې وسلو کولو غوښتنه وکړه

ترمپ له حماس وغوښتل چې د امریکا د سولې د طرحې له مخې، باید په بشپړ ډول بې وسلې سي.

هغه ولیکل:« ډیره مهمه موضوع داده چې حماس باید د بشپړ او سمدستي بې وسلې کیدو له پاره خپله ژمنه عملي کړي.»

اړونده موضوع: ترمپ: زر به نړیوال سوله ساتي ځواکونه په غزه کې ځای پرځای شي

د حماس بې وسلې کیدل، د هغه اوربند د طرحې د دوهم پړاو یوه مهمه برخه ده چې د اکتوبر په میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو په منځگړیتوب د اسرائیل او حماس له هوکړې سره مخامخ سوه. ددغې طرحې هدف هغې جگړې ته پای ورکول دي چې د ۲۰۲۳ م کال په اکتوبر کې پر اسرائیل باندې د حماس د ترهگړې ډلې له برید وروسته پیل سوه.

د طرحې ددغه پړاو له مخې، اسرائیلي ځواکونه په تدریج سره له غزې وزي او حماس باید بې وسلې سي؛ وروسته به په غزه کې د امنیت د تأمین له پاره  د نړیوال ثبات ځواکونه ځای پرځای سي.

په داسې حال کې چې حماس ویلي دي، امکان لري دفلسطین یوې راتلونکي حکومتي ادارې ته د خپلو وسلو ورکول وڅېړي، خو په وار وار یې ټینگار کړی دی چې بې وسلې کول ورته یوه سره کرښه ده.

د اوربند د نقض کولو متقابل تورونه؛ تلفات همدارنگه ادامه لري

دواړې خواوې تقریباً هره ورځ یو او بل له اوربند څخه په سرغړونې تورنوي.

د غزې د روغتیا وزارت په حواله چې د حماس ترکنټرول لاندې دی، اسرائیلي ځواکونود اوربند له پیل راهیسې په دغه سیمه کې تر اوسه څه د پاسه ۵۹۰ فلسطینیان وژلي دي.

اسرائیل هم رپوټ ورکړی دی چې په همدغه موده کې یې څلور سرتیري د فلسطیني ملیشو له خوا وژل سوي دي.