1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

يوناما: په افغانستان کي نژدې ۴۰۰۰ ملکيانو ته مرگ ژوبله اوښتې

۱۳۹۸ مرداد ۸, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو د يوه راپور له مخي په افغانستان کي په تيرو شپږو مياشتو کي شاوخوا ۴۰۰۰ ملکيانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/3Mwaz
Afghanistan - Beerdigung der Opfer nach Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د سياسي نماينده گۍ «يوناما» د يوه راپور له مخي د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کي په زرونو انسانان وژل سوي يا ټپيان سوي دي. په دې کې د هغو کسانو شمېر هم زيات دی چي د افغان او ناټو ځواکونو په عملياتو کي له منځه تللي.

په دغه راپور کي چې د سه شنبې په ورځ خپور سوی، راغلي دي چي د حکومت پلوه ځواکونو په عملياتو کي ۷۱۷ انسانان وژل سوي او ۶۸۰ نور ټپيان سوي دي، چي له دې جملې څخه ۴۰۳ ملکيان د افغان ځواکونو او ۳۱۴ د بهرنيو ځواکونو په عملیاتو کي وژل سوي دي.

د راپور له مخي په دغه موده کي د وسله والو طالبانو او داعش په بريدونو کي ۵۳۱ کسان وژل سوي دي. په راپور کي دغه راز راغلي دي چي د وژل سوو کسانو ۳۰۰ يې داسي دي چي هدفي وژل سوي دي.

په افغانستان کي د ملکي مرگ ژوبلي په اړه د يوناما په وروستي راپور کي راغلي دي چي دغه مرگ ژوبله د تيرکال د همدې وخت په پرتله ۳۱ سلنه زياتوالی ښيي. يوازي په هوايي بريدونو کي ۵۱۹ ملکيان وژل سوي يا ټپيان سوي دي، چي ۱۵۰ پکښې کوچنيان دي.

(N.Z/S.R(dpa,AP