1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی کابل ته سفر کوي

امید دیدار
۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبه

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې سبا سې‌شنبه به یو پاکستانی پلاوی د دغه هېواد د باندنیو چارو وزارت له پاره د دولت وزيرې حنا رباني کهر په مشرۍ کابل ته ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/4KBRC
د بهرنيو چارو په وزارت کې د دولت وزيره حنا رباني کهر
د بهرنيو چارو په وزارت کې د دولت وزيره حنا رباني کهرانځور: Irfan Aftab/DW

ویل شوي، چې حنا رباني کهر به د طالبانو د باندنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره وویني. پاکستاني رسنۍ، ډي نیوز د هغه هېواد د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په دغه لوړپوړي پلاوي کې د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او د مالیې وزیر د حنا رباني کهر ملتیا کوي.

پاکستان: پر افغانستان دې بندیزونه نرم کړل شي

دغې رسنۍ لیکلي، حنا رباني کهر به د طالبانو د باندنیو چارو له چارسمبالي امیرخان متقي سره لیدنه او خبرې وکړي.

حنا رباني کهر او انتونیوګوتیریش - اسلام اباد
حنا رباني کهر او انتونیوګوتیریش - اسلام ابادانځور: PID/REUTERS

اټکل کېږي، چې د پاکستان دغه پلاوی به د طالبانو د حکومت له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند سره هم وویني. ویل شوي، دغه پلاوی به د دواړو هېوادونو پر اړیکو له طالب چارواکیو سره خبرې وکړي.

د پاکستان خبرداري افغانان اندیښمن کړي

دغه پاکستانی پلاوی داسې حال کې کابل ته ځي، چې په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې ظاهرآ خړې پړې شوې ښکاري. د طالبانو په څه باندې یو کال واکمنۍ کې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه او طالبان څو ځل نښتي او له بل اړخه، پاکستان کې افغان کډوال له تاوتریخوالي سره مخ شوي او زنداني شوي دي.

طالبان پاکستان ته: له افغان کډوالو سره ناسم چلن به یې اړېکي ترینګلې کړي

دا افغانستان ته د حنا رباني کهر دویېم سفر دی. په ۲۰۱۲ زیږديز کال کې چې کله کهر د پاکستان د باندنیو چارو وزیره وه، د لومړۍ ښځینه سیاستوالې په توګه افغانستان ته تللې وه او د هغه له ولسمشر حامد کرزي او همدا راز یې له خپل افغان سیال سره لیدنه او خبرې کړې وې.

پاکستان له افغان کډوالو د فشار د الې په توګه کار اخلي؟