1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: پر افغانستان دې بندیزونه نرم کړل شي

۱۴۰۱ تیر ۹, پنجشنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د دولت وزیرې پر افغانستان د لويديځ له خوا د لګول شوو بندیزونو د نرمولو غوښتنه کړې ده. هغې يوې آلمانۍ ورځپاڼې ته ويلي دي چې د افغانستان بنسټيز اقتصادي فعالیت نه باید په خطر کې واچول شي.

https://p.dw.com/p/4DRvv
DW Interview Hina Rabbani Khar
حنا رباني کهرانځور: Irfan Aftab/DW

د بهرنيو چارو په وزارت کې د پاکستان د دولت وزيرې حنا رباني کهر، آلمانۍ ورځپاڼۍ ويلت د پنجشنبې ورځې ګڼې سره په مرکې کې ويلي دي چې په اقتصادي توګه د افغانستان منزوي کول، د دغه هیواد اقتصاد له سقوط سره مخ کوي.

کهر وويل: «که چیرته افغانستان باندې نړیواله بانکداري همداسې تړلې پاتې وي او په بهر کې ېې شتمنۍ هم کنګل شوې پاتې وي، بیا به همداسې يو څه پيښ شي. موږ نه باید قحطي ترويج کړو.»

رويټرز له برلين څخه ليکي، دغې پاکستانۍ سياستوالې زياته کړه چې تيرکال له افغانستان څخه د لويديځو قواوو وتل، چې په هغو کې آلمان هم شامل وو، شدید عواقب درولودل، ځکه د دغو ځواکونو تر وتلو مخکې د حل یوه مذاکراتي لار موجوده نه وه. حنا رباني کهر د آلمان پر حکومت غږ وکړ چې پر افغانستان باندې د لګول شوو بندیزونو په نرمولو کې فعال سیاسي رول ولوبوي.

نوموړې په دې هکله وويل: «په اوسني وضعیت کې دا یوه ښه نظریه نه ده چې په افغانستان کې لوږه ادامه ولري او دغه هیواد له يوه اقتصادي بحران سره مخ وي.»

هغې زیاته کړه چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې له پاره مالي ملاتړ ضروري دی. کهر وويل: «دا څنګه کیدای شي چې موږ په جګړه کې درې تريليونه ډالر مصرفوو، خو نن د افغانانو د ژغورنې له پاره حتی ۱۰ ملیارډه ډالر هم نه لرو؟ زه خو نه پوهیږم چې دا څه ډول چلند دی.»

پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت لومړنۍ دوره له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې وه، چې د ۲۰۰۱ کال په مني کې پر افغانستان د امریکا متحده ایالاتو د پوځي حملې په نتیجه کې ړنګه شوه. امریکا او متحدینو ېې شل کاله په افغانستان کې پوځي حضور درولود، او په دغې موده کې افغانستان سره خورا ډيرې مرستې وشوې.

له افغانستانه د بهرنیو قواوو له وتلو سره طالبان بیا پر افغانستان حاکم شول خو حکومت ېې تر اوسه کوم هیواد په رسمیت نه دی پيژندلی او په بهر کې د افغانستان د میلياردونو ډالرو په ارزښت شتمنۍ هم کنګل کړل شوي. د طالبانو د رهبرۍ پر يو شمیر غړو د امریکا بندیزونه، د بشري مرستو ټکني کیدل او د رسميت نه پيژندل هغه عمده عوامل دي چې افغانستان ېې له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ کړی دی.