1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
په ژوندۍ بڼه

وینس: له ایران سره خبرې اترې بې له موافقې پای ته ورسیدې

شمس الرحمن ناصر | آژانسونه
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۲۳, یکشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۲۳, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جی ډي وینس د یکشنبې په سهار وویل چې د هغه په مشرۍ د امریکا مذاکراتي ډلې وروسته له ۲۱ ساعته خبرو اترو څخه بې له دې چې له ایران سره موافقې ته ورسیږي، پاکستان ترک کړی دی.

https://p.dw.com/p/5C2jC
Pakistan Islamabad 2026 | US-Vizepräsident JD Vance bei US-iranischen Friedensgesprächen
انځور: Jacquelyn Martin/AFP
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

 

  • د پاکستان جنګي الوتکې او فوځي واحدونه سعودي ته رسیدلي
  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر؛ د ایران او امریکا اوربند مراعتول حتمي دي
     
  • وینس: له ایران سره خبرې اترې بې له موافقې پای ته ورسیدې

په دې مطلب کې چې شیبه په شیبه تازه کیږي، تاسې د ایران د کړکيچ په اړه د یکشنبې ورځې، د اپريل د ۱۲مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ. 

د د پاکستان جنګي الوتکې او فوځي واحدونه سعودي ته رسیدلي له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۲۳, یکشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۲۳, یکشنبه

د پاکستان جنګي الوتکې او فوځي واحدونه سعودي ته رسیدلي

د پاکستان ساخت JF-17 تندر جنګي جټ الوتکې
ریاض او اسلام آباد د ۲۰۲۵م کال په سپټمبر کې یو دوه اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړی وانځور: Pakistan Air Force

د سعودي عربستان دفاع وزارت ویلي دي چې د دوه اړخیز دفاعي تړون له مخې د سعودي عربستان د امنیت پیاوړی کولو په موخه د پاکستان جنګي الوتکې او پوځي واحدونه د پادشاه عبدالعزیز پوځي هوایي اډې ته رسیدلي دي.   

دغه اقدام په داسې یو وخت کې شوی دی چې اسلام اباد د ایران د جګړې پای ته رسولو له پاره د مذاکراتو کوربتوب کولو.
دغو پوځي ګمارنو په تیرو څو اونیو کې پر سعودي عربستان د ایران د بریدونو له څپې وروسته، چې په کې د سعودي عربستان د انرژۍ مهم تاسیسات په نښه کړای شوي ول او یو سعودي تبع هم وژل شوی و، صورت نیولی دی.   

چې له مخې دواړه هیوادونه په دې خبرې سلا شوي و چې پر یوه هیواد برید به پر دواړو هیوادونو برید ګڼل کیږي. 
د سعودي عربستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان جنګي الوتکې او ملاتړ کوونکي الوتکې د هیواد په ختیځ ولایت کې د پادشاه عبدالعزیز پوځي هوایې اډې ته رسیدلي دي. 

د دې اعلامیې په حواله د پاکستاني د پوځي واحدونو دغه ګمارنې د دفاعي همکاریو د پیاوړې کولو او سیمه ایز او نړیوال امنیت د ثبات د ملاتړ له پاره شوي دي. 

پاکستان د اوږدې مودې راهیسې د سعودي عربستان پوځي ملاتړ جاري ساتلی دی چې په هغې کې روزنیز ماموریتونه او د پوځي برخې مشاورین شامل دي. په داسې حال کې چې سعودي عربستان هم د اقتصادي فشارونو پر مهال په وار وار د پاکستان مالي ملاتړ کړی دی.   

د سعودي عربستان د خزانې وزیر محمد الجدعان د جمعې (د اپریل میاشتې ۱۰ نیټه) په ورځ پاکستان ته سفر کړی و، څو له دغه هیواد سره خپل مالي ملاتړ څرګند کړي.   

په ۲۰۱۸م کال کې سعودي عربستان له پاکستان سره د ۶ میلیارده ډالري مرستې کڅوړې اعلان کړی و چې په هغې ۳ میلیارده یې د دولتي بانک او د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت په ځنډ سره د تادیې وړ تیلو ورکول شامل و. 

https://p.dw.com/p/5C2uz
د د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر؛ د ایران او امریکا اوربند مراعتول حتمي دي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۳, یکشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر؛ د ایران او امریکا اوربند مراعتول حتمي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ایران او امریکا باید په سیمه کې اوربند لا پسې اوږد او مراعت کړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ایران او امریکا باید په سیمه کې اوربند لا پسې اوږد او مراعت کړيانځور: Jacquelyn Martin/AP Photo/dpa/picture alliance

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ ټینګار وکړ، چې واشنګټن او تهران باید د اوربند تړون مراعات کړي. اسحاق ډار دغه څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د امریکا او ایران ترمنځ د ایران جګړې د پای ته رسولو خبرې اترې پرته له کومې نتیجې پای ته ورسېدې.

د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس، ویلي چې له ایران سره ۲۱ ساته اوږدې خبرې اترې له پایلې پرته پای ته رسیدلي دي. زیاته شوې چې د امریکا او ایران جګپوړو دولتي پلاوو پاکستان ترک کړی دی. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: «دا حتمي ده چې ښکېلې خواوې د اوربند په اړه خپلې ژمنې ته دوام ورکړي.»

اسحاق ډار، چې حکومت یې د دغو خبرو کوربه توب وکړ او د منځګړي رول یې ولوباوه، زیاته کړې: «پاکستان به د ایران اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو او خبرو د اسانتیا لپاره خپل نقش لوبولو ته ادامه ورکړي.»
 

https://p.dw.com/p/5C2nH
د وینس: له ایران سره خبرې اترې بې له موافقې پای ته ورسیدې له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۲۳, یکشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۲۳, یکشنبه

وینس: له ایران سره خبرې اترې بې له موافقې پای ته ورسیدې

شمس الرحمن ناصر | آژانسونه
د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس
وینس وویل بد خبر دا دی چې مونږ موافقې ته ونه رسیدو او فکر کوم دغه خبر به له امریکا څخه د ایران له پاره ډیر بد وي. انځور: Jacquelyn Martin/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جی ډي وینس د یکشنبې په سهار وویل چې د هغه په مشرۍ د امریکا مذاکراتي ډلې وروسته له ۲۱ ساعته خبرو اترو څخه بې له دې چې له ایران سره موافقې ته ورسیږي، پاکستان ترک کړی دی. 

وینس په یوه خبري ناسته کې وویل: «بد خبر دا دی چې مونږ موافقې ته ونه رسیدو او فکر کوم دغه خبر به له امریکا څخه د ایران له پاره ډیر بد وي. نو له دې امله مونږ بې له دې چې موافقې ته رسیږو امریکا ته ستنیږو. مونږ خپلې سرې کرښې په څرګند ډول مشخص کړي دي.» 

وینس د خبرو اترو په بهیر کې نیمګړتیاو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ایران پریکړه کړې ده چې د امریکا شرایط، له دې ډلې د اټومي وسلو نه جوړول ونه مني. 

نوموړي زیاته کړه: «مونږ باید د یوې څرګندې ژمنې شاهد اوسو چې ایران به د اټومي وسلو جوړولو هڅه نه کوي او د هغو وسایلو هڅه به هم نه کوي چې دوی ته په چټکۍ سره اټومي وسلو ته د لاس رسي امکان ورکوي. دا د امریکا د ولسمشر محوري هدف دی او همدارنګه هغه څه دي چې مونږ هڅه وکړه چې د دې مذاکراتو له لارې ورته لاس رسی پيدا کړو.» 

د امریکا مرستیال ولسمشر وویل چې د مذاکراتو په جریان کې یې له شپږ ځلي ډیر له دونالد ترمپ سره اړیکه نیولې ده. نوموړي همدرانګه وویل چې د خبرو اترو په اوږدو کې له نورو لوړپوړو دولتي چارواکو، له دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، دفاع وزیر پيت هګست، د خزانې وزیر سکات بسنټ او د سنتکام له قوماندان جنرال برد کوپر سره خبرې کړي دي. 

وینس خبریالانو ته وویل د امریکا شرایط ډیر «انعطاف منوونکي» ول او ایراني مرکچیانو موافقې ته د رسیدو له پاره د دې شرطونو له منلو څخه ډډه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې اصلي خنډ له اټومي پروګرام څخه د ایران نه تیریدل و.   

وینس په خپله لنډه خبري ناسته کې د هرمز تنګې بیرته پرانیستل کیدو ته اشاره ونه کړه. په اسلام آباد کې د ایران او امریکا د خبرو اترو له پیلیدو سره هم مهاله امریکایي پوځ اعلان کړی و چې له هرمز تنګې څخه د هغو سمندري ماینونو د پاک کولو له پاره د شرایطو برابرولو په حال کې دي چې د ایران له خوا ځای پرځای شوي.   

د دونالد ترمپ مرستیال وویل: «مونږ دا ځای له یوې ډیرې ساده طرحې سره ترک کوو؛ د تفاهم له پاره هغه چوکاټ چې زمونږ وروستی او بهترین وړاندیز دی. وبه ګورو چې آیا ایرانیان هغه مني او که نه.»
وینس له دې خبري ناستې وروسته د یکشنبې (د اپریل میاشتې ۱۲ نیټه) په سهار په «ایرفورس۲» الوتکه کې سپور او اسلام آباد یې د متحده ایالاتو په هدف ترک کړ.
 

https://p.dw.com/p/5C2jd
د نورو پستونو ښودل
DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2