واشنګټن پوست: د جرالډ فورډ بیړۍ به ژر له منځني ختیځ څخه ووځي
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
- واشنګټن پوست: د جرالډ فورډ بیړۍ له منځني ختیځ څخه وزي
- سنتکام وايي د ایران د سمندري کلابندۍ په پایله کې د دغه هېواد د تیلو عايدات راکم شوي
- په دې مطلب کې تاسې د ایران د کړکيچ په اړه د پنجشنبې، د اپريل د ۳۰مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ.
سنتکام: د سمندري محاصرې په نتیجه کې د ایران د تیلو د عوایدو کمښت
په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د پنجشنبې په ورځ د اپریل ۳۰ مه د ایکس پر شبکې د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې امریکايی ځواکونو د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې د اغیزمنې سمندري محاصرې په ترسره کولو سره د تجارتي بیړیو له تگ راتگ څخه مخنیوی کړی دی. د سنتکام قوماندان، برد کوپر په دغه پیغام کې ټینگار کړی چې ددغې محاصرې په نتیجه کې د ایران د تیلو په میلیارډونو ډالر عایدات بند سوي دي.
د کوپر په وینا امریکايی ځواکونو تر اوسه ۴۲ هغه تجارتي بیړۍ چې د محاصرې د ماتولو هڅه یې کوله، مجبورې کړي چې لاره بدله کړي، په دې توگه د ایران سوداګریز بندرونه یې په سمندر کې تړلي پاته کړي دي.
د کوپر په وینا، ۴۱ ټانکرونه چې شاوخوا ۶۹ میلیون بیرل تیل لیږدوي اوس مهال په داسې حالت کې دي چې ایران یې د پلورلو امکانات نه لري. د مرکزي قوماندانۍ قوماندان اټکل کوي چې د دې بار وړونکو توکو ارزښت له ۶ ملیارد ډالرو څخه ډیر دی، داسې مالي سرچینې چې د هغه په وینا اوس "د ایران د حکومت له لاسرسي څخه بهر دي."
دغه پوځي چارواکي ټینگار وکړ چې د امریکا له خوا وضع سوې سمندري محاصره "ډیره اغیزمنه" وه او د امریکا متحده ایالاتو ځواکونه به د هغوی د بشپړ پلي کولو ته په ژمنې سره، خپل د څارنې او کنټرول عملیاتو ته دوام ورکړي.
واشنگټن پوست: د جرالډ فورډ بیړۍ له منځني ختیځ څخه وزي
تیره اونۍ لا دامریکا متحده ایالاتو پوځ اعلان وکړ چې ددغه هیواد درې الوتکې وړونکې بیړۍ یو وار بیا په گډه په منځني ختیځ کې حضور لري؛ داسې یو امر چې د واشنگټن پوست په لیکنه به ډیر ژر بدلون ومومي. دغې ورځپاڼې د څو امریکايی چارواکو له خولې رپوټ ورکړ چې د یو اس اس جرالد فورډ بیړۍ به په راتلونکو ورځو کې امریکا ته د بیرته ستندیو لار غوره کړي. ویل کیږي چې ددغې الوتکې وړونکې بیړۍ څو میاشتني ماموریتونو د بیاکتنې او پراخو ترمیمونو ترسره کول ضروري کړي دي.
د رسنیو په حواله د سیمې له اوبو څخه د امریکا د تر ټولې لویې الوتکې وړونکې بیړۍ، یواساس جرالد فورد وتل به له ایران سره په جگړه کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي وړتیا کمزورې کړي، په داسې وخت کې چې د اوربند له دوام سره سره د ښکیلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو امکانات په بشپړه توګه نامعلوم دي.
اړونده موضوع:قالیباف: په مذاکراتو کې د پرمختګ سربېره د هرمز تنګي پر سر توافق ته لا ډېره فاصله ده
د امریکا پوځ لنډ وخت مخکې په منځني ختیځ کې د الوتکې وړونکې بېړۍ USS George H.W. Bush په ځای پر ځای کولو سره خپل پوځي حضور پیاوړی کړ. دا له ۲۰۰۳ کال راهیسې لومړی ځل دی چې درې امریکایي الوتکې وړونکې بېړۍ په يو وخت کې په سیمه کې فعالیت کوي. دغه درې الوتکې وړونکې بېړۍ په ګډه له ۲۰۰ څخه زیاتې جنګي الوتکې او ۱۵۰۰۰ سمندري سرتیري او ځواکونه لیږدوي.
په دې ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د پنجشنې په ورځ د اپریل پر ۳۰ مه د ایکس پر شبکې د یوه پوست په خپرولو سره چې انځورونه هم ورسره وو، خبر ورکړ چې دغه بیړۍ په سور سمندگي کې د حرکت په حال کې ده او د الوتنې معمولي عملیاتو ته ادامه ورکوي.