ترمپ: پاچا چارلز موافق دی چې ایران نه بايد اتومي وسلې ولري
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۹, چهارشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۹, چهارشنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
- ترمپ: پاچا چارلز موافق دی چې ایران نه بايد اتومي وسلې ولري
- ملګري ملتونه: د هرمز په تنګي کې د کښتیو تګ راتګ تقریباً په بشپړ ډول دریدلی دی
- ترمپ د ایران په اړه د آلمان د صدراعظم پر دريځ نيوکې کړي
- ملګري ملتونه: په هرمز تنګي کې د کښتيو تګ راتګ کابو په ټپه دريدلې
- امريکايي چارواکي: "د ترمپ په امر د ایران د بندرونو د اوږدمهالې محاصرې له پاره د امریکا تیاری"
په دې مطلب که تاسې د ایران د کړکيچ په اړه د چهارشنبې، د اپريل د ۲۹مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ.
ترمپ وايي چې پاچا چارلز موافق دی چې ایران بايد اتومي وسلو ته لاس رسی پيدا نه کړي
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د بريتانيا د پاچا چارلز دريم ته د يوې رسمي ميلمستيا پر وخت ويلي چې هغه همنظره دی چې ایران نه بايد اتومي وسلو ته لاس رسی پيدا کړي.
ترمپ، همدا راز په سپينه ماڼۍ کې د پاچا چارلز او نورو ميليمونو په يوه ميلمستيا کې وويل چې ایران «له نظامی پلوه ماته خوړلې ده.»
دا د دې حساسې موضوع په اړه د بريتانيا د پاچا د رسمی سفر په ترڅ کې د ترمپ، لومړۍ څرګنده تبصره وه.
ترمپ، وویل: «موږ دغه خاص رقیب ته د پوځي پلوه ماته ورکړې ده.» هغه زياته کړې: «چارلز حتی زما د مخه له دې موضوع سره موافق دی چې موږ به هيڅکله اجازه ور نه کړو چې دغه رقیب اتومي وسلو ته لاس رسی پيدا کړي.»
ملګري ملتونه: د هرمز په تنګي کې د کښتیو تګ راتګ تقریباً په بشپړ ډول دریدلی دی
د ملګرو ملتو سازمان خبرداری ورکړی چې د روان کال په فبرورۍ کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د امریکا او اسرائیل د جگړې له پیل راهیسې، د هرمز د تنگی له لارې سمندري ترانسپورت تقریباً په بشپړ ډول په ټپه دریدلی دی.
د ملگرو ملتو د سازمان د عمومي منشي ویاند، سټیفان دوجاریچ د سه شنبې په ورځ د اپریل پر ۲۸ مه په دې هکله وویل، ددغه سازمان د تجارت او پراختیا بنسټ (UNCTAD) په تازگۍ سره یو ډیجیتالی کاونټر معرفي کړی چې د هرمز په تنگي کې د محدودیتونو په تړاو د کښتیو تگ راتگ، د غذايي توکو او انرژۍ د لیږدولو بیې او مالي بازارونو وضعیت تر څارنې لاندې ونیسي.
هغه څرگنده کړه چې د نوموړي کاونټر د ارقامو له مخې، د هرمز تنګي پر شاوخوا د کښتیو تگ راتگ د جګړې دمخه په پرتله له ۹۵ سلنې څخه ډیر کم سوی دی. د ملگرو ملتونو د سرمنشي د ویاند په خبره، د خوراکي توکو بیه شپږ سلنه لوړه سوې ده، په داسې حال کې چې په اروپا کې د خامو تیلو د بار وړلو بیه ۵۳ سلنه لوړه سوې ده.
"د ترمپ په امر د ایران د بندرونو د اوږدمهالې محاصرې له پاره د امریکا تیاری"
وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له خولې رپوټ ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ د ایران د اسلامي جمهوریت د اوږدمهالې محاصرې له پاره د امریکا د تیاري نیولو امر کړی دی.
دغې ورځپاڼې د نوموړو چارواکو د څرگندونو له مخې ليکي، د ترمپ هدف په دې اقدام سره د ایران د حکومت مالي سرچینو ته زیان رسول دي ترڅو تهران دې ته مجبور کړي چې د خپل اټومي پروگرام په اړه د امریکا غوښتنو ته تسلیم سي.
د وال سټریټ په رپوټ کې د باخبره سرچینو له خولې راغلي دي، ترمپ دې نتیجې ته رسیدلی دی چې نور انتخابونه لکه د ایران د بریدونو او بمباریو بیا ځلي پیل کیدل، یا له نښتو څخه وتل، د محاصرې د ساتلو او دوام په پرتله ډیر خطر لري.
د ياد رپوټ له مخې، د امریکا ولسمشر، خپلو مرستیالانو ته ویلي دي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د اټومي خبرو اترو د ځنډولو له پاره د ایران د اسلامي جمهوریت درې مرحله یي وړاندیز د مذاکرې له پاره د تهران د ښه نیت نه موجودیت ښیي. د وال سټریټ ژورنال په وینا، ټرمپ اراده لري چې د ایران پر اسلامي جمهوریت تر هغه وخته فشار زیات کړي تر څو د ایران حکومت د هغه اصلي غوښتنو ته غاړه کیږدي، کوم چې د خپل اټومي پروگرام بشپړ له منځه وړل دي.
ترمپ د سه شنبې په ورځ د اپریل پر ۲۸ مه پر خپلې ټولنیزې شبکې، تروث سوشال باندې د یوه پوست په خپرولو سره ولیکل چې ایران د "سقوط له حالت" سره مخامخ دی او له متحده ایالاتو یې غوښتي دي، هر څومره ژر چې وي د هرمز تنگی پرانیزي.
پر میرڅ د ترمپ انتقاد: "د ایران او د اټومي وسلو په هکله هیڅ معلومات نه لري"
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ، د ایران او د دغه هېواد د اټومي پروگرام په نظر کې نیولو سره د آلمان پر صدراعظم انتقاد وکړ. ترمپ د سه شنبې په ورځ د ټولنیزو رسنيو پر خپل پليټفارم "تروث سوشل" باندې ولیکل: "د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ فکر کوي چې دا سمه ده چې ایران دې اټومي وسله ولري. هغه هیڅ نه پوهیږي چې د څه په اړه خبرې کوي!"
ترمپ زياته کړې ځکه که چیرې ایران اټومي وسله ولري، نو ټوله نړۍ به ددغه هیواد په واک کې وي. ټرمپ وویل: "زه همدا اوس له ایران سره یو څه کوم چې نورو هیوادونو یا ولسمشرانو باید ډیر پخوا لا دا کار کړی وای. هیڅ د حیرانتیا ځای نه دی چې د آلمان وضعیت دومره خراب دی، په اقتصادي اوهمدارنگه نورو چارو کې!"
په پیل کې دا معلومه نه وه چې د ټرمپ اشاره د میرڅ له خوا کومو ادعا سویو څرگندونو ته وه. دا په عمومي توګه نه ده معلومه چې میرڅ دي د ایران د اټومي وسلو د لرلو ملاتړ کړی وي - لکه څنگه چې ټرمپ په خپل پوسټ کې دا ډول ادعا کړې وه. په حقیقت کې، جرمني، له نورو هیوادونو سره یوځای، له کلونو راهیسې له ایران سره خبرې اترې کړې ترڅو د نړیوالو متخصصینو له خوا د هغوی اټومي پروګرام په دې هدف وڅارل سي چې دغه هیواد ونه سي کولای په پټه اټومي بم جوړکړي. ایران هم په مکرر ډول ویلي وو چې د دوی اټومي پروګرام یوازې ملکي اهدافو لپاره کار کوي.
اړونده موضوع: په منځني ختيځ کې ترينګلتياوې: له عراق څخه د آلماني عسکرو موقت انتقال
میرڅ علاوه پردې د دوشنبې په ورځ، د ایران په شخړه کې د ټرمپ پر چلند سخت انتقاد وکړ. هغه وویل چې امریکا ظاهرا یوه ستراتیژي نه لري او جګړه سنجول سوې نه ده. هغه ویلي دي چې په مستقیم ډول یې خپل شکونه ټرمپ ته رسولي دي.
سربیره پردې، میرڅ له ایران سره د خبرو اترو له پاره د اروپایی هڅو د زیاتوالي اعلان وکړ.