د ایران جګړه: د متقابلو ګواښونو له کبله خبرې په شک کې دي
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۱, سهشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۱, سهشنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
- آلمان له ایران څخه په اسلام آباد کې د مذاکراتو د ترسره کولو غوښتنه کړې
- د چین ولسمشر په هرمز تنګه کې د کښتیو د ازاد تګ راتګ غوښتنه وکړه
- د ایران دولتي تلویزيون وايي تر اوسه کوم ایرانی پلاوی اسلام آباد ته نه دی روان شوی
- متحده ايالاتو او ایران د خبرو اترو په اړه مختلف سګنالونه استولي
- امريکا به د اسرائيل او لبنان د نويو مذاکراتو کوربتوب وکړي
-
امریکایي پوځ د ۲۷ ایراني کښتیو د بیرته ستنولو خبر وکړی دی
په دې مطلب که تاسې د ایران د کړکيچ په اړه د سې شنبې، د اپريل د ۲۱مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ.
ترمپ وايي دی نه غواړي له ایران سره اوربند وغځوي
ولسمشر دونالد ترمپ، د سي ان بي سي رسنۍ ته ويلي دي چې واشنګټن د خبرو اترو په ترڅ کې د پام وړ برلاستوب لري او همدا علت دی چې دی به له تهران سره د اوسني اوربند د غځولو په لټه کې نه شي.
ترمپ، د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د اوسني توافق د غځولو هڅه به وکړي، وويل: «زه نه غواړم دا کار وکړم. موږ دومره ډېر وخت نه لرو.»
نوموړي وويل په داسې حال کې چې ديپلوماتان په پاکستان کې د بل اوربند له پاره چمتو دي، هغه داسې ګڼله چې که ایران ځيني مشخص امتيازات ورنه کړي، د بمبارۍ کمپاين به بیرته پیل شي، هغه څه چې تر ډېره ناشوني ښکاري.
هغه وویل: «موږ چمتو يو چې ولاړ شو. زما مقصد دی، پوځ ليوالتيا لري چې ولاړ شي.»
آلمان له ایران څخه په اسلام آباد کې د مذاکراتو د ترسره کولو غوښتنه کړې
د آلمان د بهرنیو چارو وزير يوهان واډېفول، پر ایران غږ کړی دی چې له متحده ایالاتو سره په اسلام آباد رغنده خبرې اترې ترسره کړي. نوموړي زياته کړې ده چې دا کار یې د خپلو خلکو په ګټه دی.
واډېفول، په بروکسل کې د سې شنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې تر مخه وويل: «لکه څرنګه چې موږ پوهيږو د امريکا د ولسمشر مرستيال اسلام آباد ته سفر ته چمتو دی.»
هغه وويل: «ایران بايد اوس دا وړاندیز د خپلو خلکو په خاطر ومني.»
واډېفول، د ایران له خوا د هرمز تنګي بندول وغندل چې د نړۍ د ګازو او نفتو د انتقال يو مهم مسیر دی، او له ایران څخه یې غوښتنه وکړه چې دا لاره بې له ځنډه بیرته پرانیزي.
هغه وويل چې اروپا چمتو ده چې د شخړې تر پای ته رسېدو وروسته د هرمز تنګی امنيت تضمين کړي.
د چین ولسمشر په هرمز تنګه کې د کښتیو د ازاد تګ راتګ غوښتنه وکړه
د چین ولسمشر شي جین پینګ، په هرمز تنګه کې د کښتیو د تیریدو او آزاد تګ راتګ غوښتنه کړې ده. نوموړي چې د لومړي ځل له پاره یې د دغه ستراتیژیک مسیر پر سر نښتو په هکله خپل نظر څرګند کړی، د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په تلیفوني خبرو کې په دغه مسیر کې د کښتۍ چلوونې د بیرته عادي حالت ته راوستلو او منځني ختیځ کې د جګړو پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې د پيل راهیسې چې د روان کال د فیبرورۍ په نهمه په تهران کې د دغه هیواد د مذهبي مشر پر کور له برید سره پیل شو، د ایراني ځواکونو له خوا پر مقابل لورې د فشار واردولو د وسیلې په توګه د هرمز تنګې له تړل کیدو څخه استفاده شوې ده.
د چین ولسمشر له بن سلمان سره په خبرو کې ویلي: «چین د بیړني او بشپړ اوربند غوښتونکی دی. دغه هیواد د سولې د بیرته را ګرځولو له پاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې اختلافات باید د سیاسي او دیپلوماتیکو ابزارو له لارې حل شي.»
نوموړي زیاته کړې ده: «د هرمز تنګه باید د عادي تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي. ځکه دا د ټولو سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو د ګډو ګټو پورې تړاو لري.»
په داسې شرایطو کې چې د ایران د جګړې دوه اونیز اوربند خپل پای ته نزدې کیدونکی دی او د دې شخړې حساسیت زیات شوی دی، دا تر ټولو واضح څرګندونې دي چې تر اوسه پورې د چین ولسمشر د دې حیاتي مسیر پر سر د نښتو په هکله کړي دي.
د ایران دولتي تلویزيون وايي تر اوسه کوم ایرانی پلاوی اسلام آباد ته نه دی روان شوی
د ایران دولتي تلویزيون نن، سه شنبه د يوې خبرتيا په نشرولو سره وويل چې «تر اوسه هیڅ ایراني پلاوي اسلام آباد ته سفر نه دی کړی.»
دا خبرتيا تر هغو اټکلونو او ګونګوسو وروسته خپره شوې چې آيا تهران به له واشنګټن سره د خبرو اترو د دويم پړاو ترسره کړي او که څنګه.
د اونۍ په پای کې د امريکا د سمندري ځواک له لوري د ایران د کارګو کښتۍ نيولو ښايي په دې اړه د ایران پر پريکړه اغیز کړی وي او ایران یې په دې خبرو اترو کې د ګډون په اړه زړه نا زړه کړی وي. د ایران پوځ د امريکا د دې ګام په مقابل کې د کلک غبرګون خبره کړې وه.
تر اوسه هیڅ ایراني چارواکي دا نه ده تائيد کړې چې پلاوی به یې پاکستان ته ولاړ شي که نه.
امریکایي پوځ د ۲۷ ایراني کښتیو د بیرته ستنولو خبر وکړی دی
امریکایي پوځ اعلان کړی دی چې د ایران د بندرونو د محاصرې په چوکاټ کې یې ۲۷ ایراني بیړۍ بیرته ستنیدو ته مجبوره کړي دي. د دغه هیواد د پوځ په حواله دغه محاصره پر هغو کښتیو تمرکز کوي چې دغو بندرونو ته د ورتګ یا هم له هغو څخه د وتلو اراده لري.
امریکایي ځواکونو همدارنګه یوه ایراني باروړونکي کښتۍ هم درولې ده.
امریکا متحده ایالات له دې محاصرې سره اراده لري ایران، چې عملاً یې د هرمز تنګه تړلې ده، د دغې تنګې بیرته پرانیستلو ته اړ کړي.
دغه تنګه په نړۍ کې د شل سلنه نفتو د سوداګرۍ مسیر دی. ایران د اسرائیل او امریکا د بریدونو له دویم پړاو وروسته دغه مسیر د کښتیو د تګ راتګ پر مخ تړلی دی.
رسنۍ: امريکا به د اسرائيل او لبنان د تازه خبرو اترو کوربتوب وکړي
يوه امريکایي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې متحده ايالات به د پنجشنبې په ورځ د لبنان او اسرائيل ترمنځ د تازه خبرو اترو کوربتوب وکړي.
د دې خبرو اترو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د امريکا په منځګړيتوب د يوه نازک اوربند وروسته يوه توافق ته لاره هوارول دي.
اړونده موضوع: لبنان؛ اسراييلي عسکرو د م.م. پر سوله ساتو ډزې کړي
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د نوم نه بربنډولو په شرط وويل: «موږ به د دواړو حکومتونو ترمنځ مستقيمو او د ښه نيت بحثونو رامنځته کيدو ته لاره هواره وکړو.»
د اسرائيل او لبنان ترمنځ مستقيمې خبرې اترې څو لسیزې وروسته په لومړي ځل د اپريل پر ۱۴مه نيټه شوې وې.
جی ډي وینس له ایران سره د مذاکراتو له پاره اسلام اباد ته سفر کوي
د اکسیوس خبري انټرنټ پاڼې رپوټ ورکړی دی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس له ایران سره د مذاکراتو له پاره پاکستان ته سفر کوي. تمه کیږي چې ستیو ویتکاف او جرد کوشنر به هم په دې سفر کې له هغه سره ملتیا وکړي.
په داسې حال کې چې مخکې تر دې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې له ایران سره په مذاکراتو کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر د مرستیال جی ډي وینس موجودیت ته د شک په سترګه کتل کیده، خو اوس د اکسیوس خبري انټرنټ پاڼې د سه شنبې (د اپریل میاشتې ۲۱ نیټه) په ورځ اسلام آباد ته د نوموړي د سفر کولو خبر ورکړی دی.
د دغه رپوټ پر بنسټ تمه کیږي چې د دونالد ترمپ ځانګړی استازی ستیو ویتکاف او د ولسمشر ترمپ زوم جرد کوشنر به هم په دې سفر کې له هغه سره ملګري وي.
اکسیوس وایي چې سپینه ماڼۍ د دوشنبې ورځ په دې تمه وه چې ایران به د مذاکراتو له پاره خپل پلاوی اسلام اباد ته واستوي، چې بالاخره دغه شین څراغ د شپې په اوږدو کې وښودل شو.