لبنان؛ اسراييلي عسکرو د م.م. پر سوله ساتو ډزې کړي
۱۴۰۴ آبان ۲۵, یکشنبه
د اسراییلو پوځي ځواکونو د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د نوامبر په ۱۶مه) د لبنان په سويل کې د ملګرو ملتونو پر سوله ساتونکو ډزې وکړې چې د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې ماموریت دغه پېښه یوه جدي سرغړونه وبلله. دا راپور د رويټرز خبري آژانس لخوا خپور شوی.
د ملګرو ملتونو د ځواکونو د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
پوځ ویلي چې سرتېرو په «الحمامس» سیمه کې د اسراییلي پولې ته نېږدې پر دوو مشکوکو کسانو ډزې کړې وې چې وروسته ورسره معلومه شوه چې هغوی د ملګرو ملتونو سوله ساتونکي دي.
پوځي چارواکو ويلي چې د خرابو هوايي شرایطو له امله د سوله ساتونکو د پېژندلو پر مهال تېروتنه شوې ده. دوی زیاته کړې چې پېښه تر ارزونې لاندې ده.
په لبنان کې د ملګرو ملتونو د لنډ مهاله ځواک ماموریت (یونیفیل) ویلي، د اسراییلو ځواکونو د یوې مرکاوا ټانک څخه چې د لبنان خاورې ته ننوتلی و، د پلي روانو سوله ساتونکو پر لور ډزې وکړې. په درنو وسلو د ډزو مرمۍ په پنځه متري واټن کې لګېدلې چې له امله یې سوله ساتونکي د پناه اخیستو ته اړ شوي دي.
یونیفیل ویلي، وروسته له هغې چې سوله ساتونکو د رسمي لارو په وسیله د اسراییلو پوځ سره اړیکه ونیوله، ټانک شاتګ وکړ.
ورته نور ولولۍ: منځنی ختیځ: ملګرو ملتونو پر سوله ساتي ځواک بريدونه غندلي
یونیفیل دغه پېښه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک جدي سرغړونه بللې ده. په دغه پرېکړه لیک کې راغلي چې په سويل لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتونکو او د لبنان ملي اردو پرته نور وسله وال ځواکونه فعالیت نه شي کولی.
د لبنان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسراییلو د حاکمیت پر وړاندې سرغړونې په هېواد کې بې ثباتي رامنځته کوي او د دې لامل کېږي چې د دوی ځواکونه په سويل کې د ځای پر ځای کېدو څخه پاتې شي. (PS): لبنان؛ اسراييلي ...
د اسراییلو پوځ په لبنان کې پنځه پوځي پوستې لري او په دوامداره ډول د هېواد په سويل کې هوايي بریدونه ترسره کوي چې وایي هدف یې د ایران ملاتړې وسله والې ډلې حزبالله جنګیالي دي.
اسراییل او حزبالله تېر کال پر اوربند هوکړه کړې وه، چې له مخې یې حزبالله مکلف و چې په سويل کې هېڅ ډول وسله ونه لري او اسراییلي ځواکونه باید له لبنان څخه بشپړه وتنه وکړي.
اسراییل پر حزبالله تور لګوي چې هڅه کوي بیا وسلې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې د لبنان حکومت وایي اسراییل د تړون خلاف ورزي کوي، ځکه نه دی وتلی او لا هم هوايي بریدونه ترسره کوي.
له آرشیف څخه (05.08.2020):