1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي طالبانو له ایران سره په سرحدکي خپل پوځي حضور پیاوړی کړی؟

۱۴۰۲ خرداد ۱۱, پنجشنبه

له ایران سره په سرحد کي د هرات اوسیدونکي وايي چي د چهارشنبې له سهار وختي راهیسي د طالبانو په لسونو پوځي نقلیه وسایل چي په سپکو او درنو وسلو سمبال دي، د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي سیمي ته استول سوي دي.

https://p.dw.com/p/4S35v
Kabul | Militärparade Taliban - US Waffen
انځور: Ali Khara/REUTERS

تر یوې سرحدي شخړي وروسته د طالبانو او ایراني چارواکو پر نرمو څرگندونو سربیره، ظاهراً دغه کړکېچ پای ته نه دی رسیدلی. طالبانو پولی ته نیژدې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی دی او ایران له طالبانو د پاملرني غوښتنه کړې، تر څو دغه سرحدي شخړه یو وار بیا تکرار نه سي.

د ایران او طالبانو ترمنځ دغه شخړه د حق آبې پر سر د دواړو هیوادونو له خوا تر سختو څرگندونو وروسته پیل سوه. د رواني اونۍ په پیل کي د دواړو خواوو سرحدي ځواکونه د نیمروز ولایت په سرحدي سیمه کي یو له بل سره په نښته اخته سول. د طالبانو او ایران د سرحدي ساتونکو ترمنځ، د دریو ورځو مخکي په نښتو کي دوه ایراني سرتیري او يو طالب ووژل سول.

که څه هم تر شخړې وروسته دواړه خواوو په سیمه کي له آرامتیا څخه خبر ورکړی او د دغي شخړي د پیل کیدو په هکله یې بیلابیلي انگیرني درلودې، خو په ظاهره کي لا د سرحد په دواړو خواوو کي پوځي تحرکات ادامه لري.

ایران ولي د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ سخت کړی؟

د هرات ولایت د اسلام قلعه د بندر ځيني اوسیدونکي وايي چي د چهارشنبې له سهار وختي راهیسي د طالبانو په لسونو پوځي نقلیه وسایل چي په سپکو او درنو وسلو سمبال دي، له ایران سره په سرحد کي د تیارسئ په حالت کي دي چي د سیمي د اوسیدونکو د اندیښنې سبب گرځیدلي دي.

د سید احمد په نامه د هرات ولایت د اسلام قلعه د بندر یو تن اوسیدونکي دویچه ویلي ته وویل: «موږ د طالبانو او ایراني عسکرو ترمنځ د یوه خطرناک جنگ د پیل کیدو په اړه اندېښمن یو. له سهار راهیسي تر اوسه د طالبانو څه د پاسه زر عرادې زرهې موټر، ټانکونه او توپونه د اسلام قلعه په سیمه کي ځای پرځای سوي دي او له ایراني ځواکونو سره د جگړې له پاره آماده دي.»

طالب چارواکو که څه هم په دغه سیمه کي د خپلو ځواکونو پیاوړي کیدل تأیید کړي دي، خو د ځواکونو او زرهې موټرو د شمېر په هکله یې څه نه دي ویلي او په خپلواکه توگه د عینی شاهدانو څرگندونی د تأیید وړ نه دي.

رئیسي له افغانستان څخه د ایران د اوبو حق د جدي تعقیب غوښتنه وکړه

د محمد معروف په نوم د هرات د کهسان ولسوالۍ اوسېدونکي دویچه ویلي ته وویل: «د هرات د اسلام قلعه د گمرک مسوولینو د نفتي موادو د لیږدولو د موټرانو ټولو چلوونکو ته ویلي دي چي خپل نقلیه وسایل د گمرک په دننه کی تخلیه او یوه ډاډمن ځای ته انتقال کړي تر څو د جگړې د رامنځته کیدو پر وخت زیانمن نه سي.»

د هرات ولایت د اسلام قلعه په بندر کي د طالبانو د کمیشنر مرستیال، مولوي همایون همت دویچه ویلي ته وویل چي د اسلام قلعه سرحدي ساحې ته د پوځي وسایطو او طالبانو د وسله والو ځواکونو استول د دغی ساحې د امنیت ساتلو په هدف ترسره سوي دي.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو لانجې تر شا مسله څه ده؟

همایون همت زیاتوي: «په دا وروستیو کي ایران د دواړو هیوادونو ترمنځ د شخړې وړ سرحدي سیمه کي د اغیزن دیوال د رامنځته کولو پلان درلود چي دا کار د اسلامي امارت له مخالفت سره مخامخ سو او اوس د ایران او اسلامي امارت له خوا د دغو اختلافونو د حل په منظور، هیئتونه د خبرو اترو په حال کي دي.»

که څه هم د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چي فعلاً وضعیت آرام دی او له طالبانو سره په تعامل اخته دي، خو په عین حال کي یې له طالبانو غوښتي دي چي خپل سرحدي ساتونکي متوجه کړي.

ایرنا: طالبانو ایران ته د اوبو حق منلی دی

د فارس د خبري آژانس د رپوټ له مخي، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي، خبریالانو ته وويل: «د افغانستان او ایران مسوولینو ته سپارښتنه کوم چي پام وکړي او خپل سرحدي ساتونکي دې ته راوبولي چی نوري سرحدي شخړي رامنځته نه سي.»

د هلمند رود د حق آبې پر سر د طالبانو او ایران ترمنځ د شخړو په زیاتیدو سره، د ایران د بهرنیو چارو وزیر په صراحت سره ویلي دي چي د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت نه پیژني.

GP/NZ/Tanha Shokran, Shoaib