1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني پاکستان ته د خپل سفر نيټه په ډاگه کړه

۱۳۹۸ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

افغان ولسمشر اشرف غني وويل چې د جون میاشتې په ۲۷مه نيټه به پاکستان ته سفر وکړي. د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې دومره ښې نه دي، غني هيله څرګنده کړې چې په دغه سفر کې به له خپل ګاونډي سره د اړيکو يو نوی فصل پرانيزي.

https://p.dw.com/p/3Jmnc
Afghanistan TV Ansprache Aschraf Ghani
آرشيفانځور: Reuters/Afghan Presidential Palace office

د اسوشتيد پريس خبري آژانس په حواله، ولسمشر غني د کوچني اختر په مناسبت خپل د مبارکۍ په پېغام کې وويل چې دی موافق دی چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وويني.

ولسمشر غني او عمران خان تيره اوونۍ هم د اسلامي هيوادونو د کنفرانس په څنډه کې چې په سعودي عربستان کې جوړ شوی وو، له يو بل سره ليدلي وو.

غني د پاکستان له صدراعظم سره د راتلونکې ليدنې په اړه وويل: «زه هيله مند يم چې دغه ليدنه به مثبته وي.»

کابل په معمول ډول اسلام آباد د افغانستان په روانه جګړه کې له طالبانو څخه پر ملاتړ تورنوي، دا په داسې حال کې ده چې اسلام آباد په وروستيو مياشتو کې د امريکا متحده ايالتونو د هغو هڅو په تړاو چې غواړي د افغانستان اوږدې جګړې ته د پاي ټکی کيږدي، ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د چارو کارپوهان وايي چې پاکستان پر طالبانو ډير نفوذ لري او دغه هيواد کولای شي طالبان دې ته وهڅوي چې افغان حکومت سره د مذاکرې ميز ته کينوي.

 په افغانستان کې د سولې د راتلو په موخه د امريکا متحده ايالتونو د ځانګړي استازي زلمي خليل زاد او د طالبانو استازو تر منځ څو ځله د قطر هيواد په پلازمينه دوحه کې غونډې لرلي، خو لا هم طالبان دې ته نه دي حاضر شوي چې افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته کښيني.

د طالبانو د تحريک مشر ملا هيبت الله څو ورځې مخکې د کوچني اختر په مناسبت يوه پيغام کې ويلي وو چې په نژدې راتلونکې کې په افغانستان کې د اوربند رامنځ ته کيدو امکان نه ليدل. د طالبانو او امريکا متحده ايالتونو د ځانګړي استازي تر منځ مذاکراتو کې، له افغانستانه د خارجي ځواکونو بشپړ وتل هغه مورد دی چې طالبانو د خپلې تر ټولو مهمې غوښتنې په توګه مطرح کړې ده.