1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

هندوستان د چین له پاره په جاسوسۍ تورنه کوتره آزاده کړې

۱۴۰۲ بهمن ۱۳, جمعه

د چین له پاره په جاسوسۍ تورنه هغه کوتره چې د اتو میاشتو له پاره د هندي پولیسو په توقیف کې وه، د جاسوسۍ د تورونو تر سپیناوي وروسته آزاده شوې ده. زیاته شوې چې کوتره د ټایوان اړوند وه او د ممبيي یوه بندر ته رسیدلې وه.

https://p.dw.com/p/4bxGo
Indien | Taube
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دیانځور: Tauseef Mustafa/AFP/Getty Images

په هندوستان کې هغه کوتره چې د چین له پاره په جاسوسۍ تورنه وه او د هند د پولیسو له خوا نیول شوې وه، تر اتو میاشتو توقف او د جاسوسۍ د تورونو تر سپیندو وروسته بیرته ازده شوې ده.

د ټایمز اف انډیا په نامه د هندي رسنۍ د راپور له مخې، دغه کوتره د هند د ممبيي ښار په یوه سوداګریز بندر کې نیول شوې وه. په راپور کې زیاته شوې چې د نیول کیدو پرمهال د کوترې په پښو کې دوه حلقې وې او پر وزرو باندې یې چینايي ژبې ته په ورته حروفو باندې ځینې پیغامونه لیکل شوي ول.

د هند پولیسو دغه کوتره چین ته د جاسوسۍ په شک نیولې وه او په ممبۍ ښار کې یې د څارویو وه روغتون ته انتقال کړې وه.

کوتره د چین نه بلکې د ټایوان وه

په هند کې د دې کوترې پر ضد په محکمه کې د جاسوسۍ دوسیه پرانستل شوې وه، خو تر پلټنو وروسته دغه دوسيه لغوه شوه او یاد تورونه هم لیرې کړل شول. د هند پولیسو تر پلټنو وروسته وموندله چې دا کوتره د تایوان هیواد اړوند ده او د آزادو اوبو په سیالیو کې ترې کار اخیستل کیده چې بیا له ټایوان څخه په تیښته بریالۍ شوې وه او ځان یې هند ته رسولی وو.

په هند کې «له حیواناتو سره د اخلاقي رفتار له پاره د خلکو ملاتړ» تر نامه لاندې د څارویو د ملاتړ یوه استازي له پولیسو سره تماس نیولی او د یادې کوترې د آزادیدو غوښتنه یې ترې کړې وه. بیا وروسته دغه کوتره د څارویو یوه روغتون ته انتقال شوې او د یاد سازمان ډاکټرانو بیا د کوترې د آزادولو پریکړه وکړه.

دا لومړی ځل نه دی چې هندي پولیس د جاسوسۍ په تور مرغان نیسي. په ۲۰۲۰م کال کې هم په هندي کشمیر کې پولیسو د هند او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمه کې یوه بله کوتره هم د جاسوسۍ په تور نیولې وه چې بیا وروسته بیرته آزاده شوه.

په ۲۰۱۶م کال کې هم ورته یوه پیښه شوې وه چې پکې د هند پولیسو یوه کوتره نیولې وه، داسې کوتره چې د پولیسو په حواله د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر ضد ګواښونه پکې شامل وو.

(AFP, AP) / خ.ح / ن. ز

ديجتلی جاسوسی

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل