1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

له چین سره شخړه؛ هند دفاعي بودیجه زیاته کړې

۱۴۰۱ بهمن ۱۳, پنجشنبه

د مودي حکومت د لا زیاتو جنګي الوتکو، بیړیو او وسلو خریدارۍ له پاره خپله دفاعي بودیجه ۱۳ سلنه زیاته کړې ده. دغه هیواد د راتلونکي کال د دفاعي بودیجې له پاره نږدې ۶۰۰ میلیارده روپۍ تخصیص کړي دي.

https://p.dw.com/p/4N1sw
Indien Neu Delhi | Brahmos Raketen
انځور: Partha Sarkar/Xinhua/IMAGO

د هند حکومت په خپله نوې بودیجه کې د دفاع وزارت له پاره شاوخوا ۷۳ میلیارده ډالره په پام کې نیولي دي. له چین سره د تشنج رامنځته کیدو په سبب هند په خپله دفاعي بودیجه کې ۱۳ سلنه زیاتوالی رامنځته کړی، چې دا یو غیر عادي زیاتوالی دی.

د خزانې وزیرې نرملا سیتا رامن، د راتلونکي کال د دفاعي لګښتونو له پاره پاؤ کم ۲۰۰ میلیارده روپۍ اختصاص کړي دي. له دې سره به د نوو وسلو د خریدارۍ ترڅنګ په جنګي الوتکو او سمندري بیړیو کې زیاتوالی او د نورو پوځي تجهیزاتو خریداري پلان شي.

هند د بی پیلوټه الوتکو د بیړنۍ خریدارۍ پریکړه کړې

سیتا رامن وویل چې له مجموعي پيسو څخه به ۲۷۷ میلیارده روپۍ د پوځي پرسونل د معاشونو او امتیازاتو له پاره او ۲۳۸ میلیارده روپۍ به د متقاعد پوځیانو د تقاعد او پاتې نور به د دفاعي وسلو له پاره ځانګړې شي.

حکومت د نوي کال د دفاعي بودیجې ترڅنګ د روان کال په دفاعي بودیجه کې هم د ۵۰۰،۵۰ میلیارده روپۍ زیاتې کړي دي. روان مالي کال د مارچ پر ۳۱ نېټه پای ته رسیږي چې د هغې له پاره پخوانۍ دفاعي بودیجه ۵۲۵ میلیارده وه چې اوس ۵،۵۸ تریلونه روپیو ته لوړه کړای شوې ده.

له چین سره شخړه

په تیرو څو کلونو کې د مودي حکومت د هندي پوځ د عصري کولو له پاره لګښتونه ډیر لوړ کړي دي. هند له چین او پاکستان سره ډیره پخوانۍ سرحدي شخړه لري، چې د دغه تشنج له امله اکثره پوځیان په سرحدونو کې ګمارل کیږي. دغو ځواکونو ته په پرله پسې ډول د اکمالاتو پر رسولو هم ډیر مصارف راځي.

په نوي ډهلي کې له جواهر لعل نهرو پوهنتون څخه د دفاعي چارو کارپوه لکشمن بهیرا وایي چې د پوځ د عصري کولو اړتیاو په پام کې نیولو سره په دفاعي بودیجه کې زیاتوالی مناسب دی، خو دا کفایت نه کوي. هغه وویل: «حکومت له ټاکنو مخکې بودیجه کې د نورو لومړيتوبونو د تعادل په پام کې نیولو سره د دفاعي ځواکونو له پاره په معقوله اندازې بودیجې ځانګړې کولو هڅه کړې ده، خو په شخړیزو سرحدونو کې له چین سره د مخ پر ډیریدونکي تشنح په نظر کې نیولو سره هند لا زیاتې بودیجې ته اړتیا لري.»

د اټکلونو له مخې د هند دفاعي بودیجه د ملي ناخالص تولید (جي ډي پي) نږدې ۲ سلنه برخه تشکیلوي. خو دا بیا هم د ۲۰۲۲م کال له پاره د چین د ۲۳۰ میلیارده ډالري دفاعي بودیجې څخه کمه ده. د مودي حکومت چین ته د خپل هیواد او جاپان په شمول ګاونډیو هیوادونو له پاره د یو خطر په سترګه ګوري.

ولادیمیر پوتین او نریندر مودي پر کومو موضوعاتو خبرې کړي؟

د هند او چین ترمنځ ۳۵۰۰ کیلومتره اوږد سرحد چې له ۱۹۵۰م کال راهیسې پرې شخړه روانه ده. په ۱۹۶۲م کال کې پر سرحدي پولې د دواړو هیوادونو ترمنځ جګړه هم رامنځته شوې وه.

په ۲۰۲۰ م کال کې بیا د همالیا د لداخ سیمې په ګوان دره کې د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ یوه نښته کې ۲۰ تنه هندي او لږ تر لږه ۴ تنه چینایي عسکر وژل شوي وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز