1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولادیمیر پوتین او نریندر مودي پر کومو موضوعاتو خبرې کړي؟

۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبه

د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د هند لومړي وزیر نریندر مودي ته ویلي چې غواړي زر تر زره د اوکراین جګړه پای ته ورسوي. خو دا یي نه دي ویلي چې څنګه او کله غواړي دغه جګړه ختمه کړي.

https://p.dw.com/p/4H0Ji
Weltzeit 1 | 2022
انځور: Pib Pho/Press Information Bureau/ZUMAPRESS.com/picture alliance

د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د پاکستان لومړی وزیر شهبار شریف او د چین ولسمشر شي جن پنګ هم موجود ول، خو له دغو دواړو مشرانو سره د هند د لومړي وزیر د رسمي ملاقات سربیره جلاجلا لیدنه کتنه هم نه ده شوې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باګچي وویل چې د روسیې له ولسمشر سره د لومړي وزیر مودي په ملاقات کې د نړیوال غذایي خوندیتوب او ترهګرۍ پر موضوعاتو سربیره د اوکراین پر تازه وضعیت هم خبرې شوې دي.

د مودي په تویټر اکاونټ کې لیکل شوي چې د دواړو مشرانو په خبرو اترو کې د روسیې او هند د اړیکو پر لا زیات مستحکم کولو بحث شوی دی.

پوتین: غواړم زر د اوکراین جګړه ختمه کړم

د فرانسې خبري آژانس «ای اف پي» په حواله د جمعې په ورځ له نریندر مودي سره د ملاقات پر مهال ولادیمیر پوتین ویلي دي: «د اوکراین د جګړې په هکله زه ستا په دریځ پوه یم او ستا انديښنې درک کوم. مونږ به د دې د ختمولو په خاطر له خپل طرفه د امکان تر حده زیات نه زیات کوښښ وکړو.»

پوتین د اوکراین پر شرق باندي د نورو بریدونو اعلان وکړ

د فرانسې خبري آژانس په حواله پوتین د اوکراین پر رهبرۍ تور ولګاوه چې هغوي د خبرو اترو بهیر رد کړی دی او هغوي غواړي د جګړې په ډګر کې په پوځي لاره خپلې موخې ترلاسه کړي.

د روان کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته په لومړي ځل د دغو دواړو مشرانو ترمنځ خبرې اترې وشوې. مودي پوتین ته وویل: «زه پوهیږم چې ننی عصر د جګړې عصر نه دی.»

د یادونې وړ ده چې د سړې جګړې راهیسې د مسکو او نوي ډهلي ترمنځ ښې اړیکې دوام لري. روسیه هغه هیواد دی چې هند ته یي تر ټولو ډیرې وسلې صادرې کړي دي او هند پر اوکراین د روسي ځواکونو د حملې له غندلو څخه ډډه کوي.

د اوکراین په جګړه کې تر اوسه پورې په زرګونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دې جګړې له کبله نړۍ له شدید اقتصادي بحران سره مخامخ شوه او قیمتي هم زیاته شوه. پر دې سربیره له لویدیځ سره د روسیې اړیکې تر بل هر وخت خپل زیات خراب حد ته ورسیدلې.

فون دیرلاین: د هاګ په جزا محکمه کي د پوتین محاکمه ممکنه ده

بل لور ته د اوکرایني پوځ مشر تیره اونۍ ادعا کړې وه چې د روانې میاشتې په پیل کې د ځوابي بریدونو له پیلیدو راهیسې یې تر اوسه پورې په ختیځ اوکراین کې ۳۰۰۰ مربع متره ساحه له روسي ځواکونو څخه بیرته نیولې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې په دیپلوماتیکه توګه زر تر زره د روسیې جګړې د ختمیدو غوښتنه وکړه.

مخکې تر دې د چین ولسمشر شي جن پنګ هم له پوتین سره په ملاقات کې د اوکراین او تایوان په ګډون پر نورو موضوعاتو خبرې کړی دي.

پوتین د اوکراین د شخړې په هکله د چین د ولسمشر د «متوازن دریځ» ستاینه وکړه. پوتین وویل هغه اماده دی چې د اوکراین په اړه د چین انديښنې لیري کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص