1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د اوکراین پر شرق باندي د نورو بریدونو اعلان وکړ

۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبه

د روسیې جمهورییس، ولاد یمیر پوتین د اوکراین پر شرق باندي د نورو حملو د سرته رسولو خبر ورکړ.

https://p.dw.com/p/4H0Jk
China I Gipfel der Shanghaier Organisation für Zusammenarbeit I Wladimir Putin
انځور: Sergei Bobylev/Pool Sputnik Kremlin/AP/picture alliance

 

پوتین د ازبکستان په سمرقند ښار کي د شانګهای د همکارۍ سازمان(SCO) د سرمشریزي په اخره کي وویل، چي په دونباس کي به یې نظامي عملیات متوقفه نسي. په خبره یې هغه اوس په لږ سرعت سره پر مخ روان دي، ځکه چي د پوځ یوه برخه یې په عملیاتو کي برخه لري. هغه د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ په مقابل کي د غچ اخیستلو تهدید هم وکړ. پوتین د اوکراین له شرق څخه  د روسی قواوو د وتلو او پر شاتګ د موضوع په هکله د اول وار  دپاره خبري وکړې.