1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند بې وزلو ته په وړيا ډول د خوراکي موادو پروګرام تمدیدوي

۱۴۰۱ شهریور ۳۰, چهارشنبه

هندي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د هند حکومت ښايي بې وزلو ته د وړیا خوراکي موادو د ویش پروګرام موده درې یا شپږ میاشتې نوره هم اوږده کړي. ‌دغه پروګرام ښايي د هندوستان حکومت ته تر لس میلیارده ډالرو پوري تمام شي.‌

https://p.dw.com/p/4H9U8
Bildergalerie Mutterliebe
انځور: Pedro Ugarte/AFP/Getty Images

د سي.‌ان. بي.‌سي ۱۸ په نامه هندي رسنۍ رپوټ ورکړی دی چې د هند حکومت ښايي د بې وزلو له پاره د خوراکي‌ موادو د ویش پروګرام درې تر شپږو میاشتو پورې وغځوي، داسې یو اقدام چې ښايي د هند حکومت ته تر ۱۰ میلیارده ډالرو بیه پوري تمام شي.

د هندوستان حکومت د ۲۰۲۰م کال له اپریل میاشتې راهیسې پر دغه پروګرام شاوخوا ۴۳ میلیارده ډالر مصرف کړي دي. ‌د دغه پروګرام له لارې په هندوستان کې بې وزله کورنیو ته پنځه کیلو ګرامه مختلف خوراکي مواد ورکول کیږي.‌بنګله دیش له هند څخه د خوراکي توکو په رسولو کي مرسته غوښتې

هندي چارواکو د نوم د نه ښوولو په شرط رسنیو ته ویلي دي چې د شپږو میاشتو له پاره د دغه پروګرام تمدید حکومت ته شاوخوا ۸۰۰ میلیارده هندي کلدارې چې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر کیږي، ‌په بیه تمامیږي.‌ د هندوستان د مالیې وزارت په دې تړاو د رسنیو پوښتنو ته لا ځواب نه دی ورکړی.‌

په ورته وخت کې هندوستان له یو شمیر اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګریوان دی. د اقتصادي چارو ډېر هندي‌ کارپوهان په دې باور دي چې سږ کال د هند حکومت ښايي خپل ټاکل شوي مالي اهداف پوره نه کړي.

‌د دوی په خبره هندوستان په دې وروستیو کې له انفلاسیون سره د مبارزې له پاره داسې اقدامات کړي چې حکومت ته د ۲۰ میلیارده ډالرو په بیه تمام شوي دي.‌

رویترز / خ.ح/ ن.ز