1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې له مغازو د درې ميلیارډه یورو غلاوې

محمد کریم صالح پردیس گلشن
۱۴۰۵ تیر ۵, جمعه

په ۲۰۲۵ کال کې په آلمان کې له مغازو څخه غلاوو، څه باندې درې ميلیارډه یورو زیان اړولی. دغه زیان د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲۵ سلنه لوړ شوی. د دغو غلاوو یوه دریمه برخه ېې د ورانکارو بانډونو له خوا ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/5G844
آرشیف - د آلمان په بایران ایالت مربوطاتو کې په یو سوپر مارکيټ کې اخیستل شوی انځور
په ۲۰۲۵ کال کې په آلمان کې له مغازو څخه غلاوو، څه باندې درې ميلیارډه یورو زیان اړولیانځور: Carsten Milbret/imageBROKER/picture alliance

 ښايي داسې تصور وشي چې غلو به خوراکي مواد، یا یوه جوړه کالي او یا هم یو بوتل عطر غلا کړی وي، کوم چې په لویو اقتصادونو کې دومره نه ترسترګو کيږي، خو داسې نه ده.

ارقام ښيي چې په ۲۰۲۳ کې د کرونا وبا تر پای ته رسېدو وروسته، په آلمان کې چې یو شتمن هېواد ګڼل کيږي، له مغازو څخه غلاوې زیاتې شوي دي. د آلمان د سوداګرانو اتحادیې مشر دغه وضعیت ته په کتو وايي: «له همدې کبله اوس هغه وخت رارسېدلی چې سیاسي مسئولین نور غبرګون وښيي او د دغې پدېدې پر وړاندې زغرده مقابله وکړي.»

ورته نور ولولئ: هند: سمندري ځواکونو تښتول شوې بېړۍ کې سمندري غله نیولي

د تېر میلادي کال په ترڅ کې له مغازو څخه په مجموع کې د غلاوو ۳۸۰زره پېښې ثبت شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د کوچنیو سوداګریو په برخه کې تحقیقاتي موسسه (EHI) وايي له مغازو څخه د غلاو څه باندې ۹۸ سلنه پېښې هېڅ نه ثبت کیږي. په دې اساس، د غلاو واقعي شمېر تر اعلان شوي هغه ډېر لوړ دی.

دغه موسسه همدارنګه وايي اکثره پیرېدونکي قضايي شکایتونه نه ثتبوي، ځکه چې د دغو شکایتونو له تعقیب څخه ناهيلي شوي، نو د شکایت له ثبتولو چې اوږدې اداري پروسې هم لري، تېريږي.

د آلمان د خرده فروشانو اتحادیې له مغازو څخه د غلاو د مخنيوي او پر وړاندې ېې د مبارزې د ګړندۍ کولو په موخه په کراتو وړاندیزونه کړي دي. دوی همدارنګه ټینګار کوي چې غلاو پورې اړوند جرمونو کې باید داسې لازم حقوقي تغییرات رامنځ ته شي چې وشي کړای د حرفوي او د غلو د لویو شبکو په مخنيوي او مجازاتو کې مرسته وکړي.

ورته نور ولولئ: امريکا: پوليس د هګيو د غلو په لټه کې دي

د آلمان د سوداګرۍ اتحاديې مشر وايي چې آلماني سیاستوالو تر اوسه پورې د خرده فروشانو یا کوچنیو سوداګرو د حفاظت له پاره چندان کار نه دی کړی. هغه زیاتوي: «په ځانګړې توګه د ورانکارو بانډونو له لخوا د سازمان ورکړل شوو غلاو ډېرېدل د اندېښنې وړ خبره ده. موږ په دې برخه کې په ښکاره توګه سیاستوال مسئول ګنو. دوی دې د مجازاتو په تشدید سره د غلاوو د مخنيوي لامل وګرځي.»

هغه په مغازو کې د غلاو د مخنيوي تدابیرو ته په اشارې وویل: «خرده فروشان هر کال د څارنې پر کامرو، د توکو د خوندیتوب او د حفاظتي ځواکونو پر سیستمونو یو میلیارډ او ۷۰۰ میلیونه یورو لګوي، خو موږ د چارو د بهبود له پاره لا ډېرو امکاناتو ته اړتیا لرو.»

ورته نور ولولئ: طالبان: کابل کې د یوې میاشتې موده کې ۳۲۰ جنايي پېښې ثبت شوي

هغه ټینګار کوي چې پر کامرو او مصنوعي زیرکتیا آزاده څارنه باید په ټولیزه توګه مجاز وي.

آلمان د خصوصي حریم د حفاظت له پاره سخت قوانين لري چې ورسره د څارنې کامرو او اړوند نورو وسایلو د استفادې امکانات ېې ډېر محدود کړي دي.

له آرشیف څخه (25.11.2022): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب