1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناچاودلي توکي؛ په افغانستان کې د ماشومانو له پاره ورځنی ګواښ

۱۴۰۳ خرداد ۴, جمعه

ماینونه او ناچاودلي مهمات د افغان ماشومانو له پاره ورځنی ګواښ دی. د م.م. د ارقامو له مخې، د ۲۰۲۳م کال له پيله د روان کال تېر اپريل مياشتي پورې نژدې ۹۰۰ کسان چې اکثریت ېې ماشومان دي په چاودنو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4gE7R
Afghanistan Provinz Khost Golan Camp Flüchtlingslager Halo
انځور: DW/Catherine James

د فرانسې خبري آژانس په خپل یوه رپوټ کې ليکلي دي چې په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر بيا رسېدو وروسته، خلک توانېدلي چې هغو ساحو ته تګ راتګ وکړي چې مخکې به د دغې ډلې د جګړیزو فعالیتونو له کبله نشوای تلی.

خو سيمو ته دغه آزاد تګ راتګ د ۴۰ کلنې جګړې راپاتو زړو ناچاودلو مهماتو له خطر سره مخامخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په افغانستان کې له مخکې پرځای پاتې ناچاودلو مهماتو یوازې د ۲۰۲۳م کال له پيل د روان کال تر اپریل میاشت پورې نژدې ۹۰۰ کسان وژلي او یا ټپيان کړي چې اکثریت ېې ماشومان دي.

رپوټ زیاتوي چې په دغه موده کې د ماینونو او ناچاودلو توکو د چاودنو ۸۲ سلنه قربانیان ماشومان دي چې په هغوی کې بیا نیمايي پېښې ېې له ناچاودلو موادو سره د ماشومانو د لوبو کولو له کبله رامنځ ته شوي دي.  

په رپوټ کې د غزني د قوچ قلعه کلي په سل مترۍ کې د ټانک ضد یو پخواني ماین یادونه شوې چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له وخته (۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹) پاته وو. یاد کلی د غزني ولایت مرکز جنوب لور ته پروت دی.

د م.م. د ارقامو له مخې ناچاودلو مهماتو په افغانستان کې یوازې د ۲۰۲۳م کال له پيل د روان کال تر اپریل میاشت پورې نژدې ۹۰۰ کسان وژلي او یا ټپيان کړي
د م.م. د ارقامو له مخې ناچاودلو مهماتو په افغانستان کې یوازې د ۲۰۲۳م کال له پيل د روان کال تر اپریل میاشت پورې نژدې ۹۰۰ کسان وژلي او یا ټپيان کړيانځور: picture-alliance/AP Photo/E. Morenatti

دغه ماین بريتانوي موسسې هيلوترست په ډېر احتیاط کشف او بیا ېې ورته شاوخوا درې کېلومتره لرې ساحه کې چاودنه ورکړه.

خو تر چاودنې مخکې، د طالبانو یو غړي پر خپل موټرسایکل دغو ماین پاکانو ته ورغی او پر هغوی ېې شور وکړ.

د فرانسې خبري آژانس ليکي چې دغه طالب ماین پاکانو ته وويل: «دا ماین ما ته راکړئ. زه مې دا په خپل کور کې ساتم، موږ به له دې په آينده کې که افغانستان بيا اشغال کیږي کار واخلو.»

د ماین پاکانو د ټینګار او مخالفت باوجود دغه طالب ټينګار کاوه چې دغه ماین «چې په دومره کلونو کې نه دی چاودلی خطرناک» به نه وي.

د ماین اکشن په نوم د یوناما د ماین پاکۍ موسسې مشر، نیک پانډ، وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت «په دغه هېواد کې د ماین پاکۍ ډېر ملاتړ کوي او غواړي چې د امکان ترحده سيمې د ماینونو له شتونه پاکې شي.» 

په افغانستان کې د ماین پاکولو پروسه آن په ۱۹۸۸م کال کې پیل شوه خو د لسیزو جګړو په جریان کې ساحې بېرته په ماینونو او ناچاودلو مهماتو ککړې شوي دي. 

پانډ وويل: «د دې اټکل تقریباً ناممکنه دی چې ووايو په حاضر وخت کې به په څه اندازه ناچاودلي مهمات موجود وي.»

همدا د تېر اپریل مياشتي په وروستیو کې د ناکوردک (Nokordak) په نوم کلي کې دوه ماشومان ووژل شول.

په افغانستان کې د ماین پاکولو پروسه آن په ۱۹۸۸م کال کې پیل شوه خو د لسیزو جګړو په جریان کې ساحې بېرته په ماینونو او ناچاودلو مهماتو ککړې شوي دي
په افغانستان کې د ماین پاکولو پروسه آن په ۱۹۸۸م کال کې پیل شوه خو د لسیزو جګړو په جریان کې ساحې بېرته په ماینونو او ناچاودلو مهماتو ککړې شوي ديانځور: A. Guerra/DW

د شاوو په نوم يوه مور چې واړه ماشومان ېې ورڅخه راتاو دي، د ناچاودلو مهماتو په چاودنه کې د خپل ۱۴ کلن زوی جاوېد د مړېنې کېسه کوي:

«هغه ورباندې یوه ډبره ګوزاره کړه. یو ځل بیا هم پرې وار وکړ او بیا ېې د دوهم ځل له پاره هم. په درېم ځل ېې چې وار وکړ، توکي چاودنه وکړه.»

له چاودنې سره هلک تقریباً ځای په ځای مړ شو.  

همدې چاودنې د جاويد ملګری، سخي، چې هغه هم د ۱۴ کلونو وو وواژه.

د سخي ۱۸کلن تره، محمد ذاکر وويل: «خلک وايي چې دلته په شاوخوا کې ناچاودلي مواد شته، خو داسې يوه پېښه هېڅکله هم په کلي کې نه وه شوې.» هغه ګيله کوي چې څوک ورته د چاودېدونکو موادو د خطرونو په هکله معلومات نه ورکوي: «هېڅوک کلي ته نه راغلل چې ماشومانو ته د چاودېدونکو موادو د خطرونو په هکله خبرداری ورکړي.»

د تېر اپرېل میاشتې په وروستيو کې د پتنيي (Patanaye) په نوم د غزني له مرکزه ۵۰ کېلومتره لرې یو بل کلي کې چاودنې د طه په نوم یو ۱۱ کلن هلک وواژه او د هغه ورو سعيد پر پښه او لاس ټپي شو. دغو هلکانو خپل پسونه پيايل چې له دغې پېښې سره مخ شول.

سعيد چې لاس او پښه ېې اوس هم په پنداژ تړلې دي، وايي: «ما درې څلور ځله [چاودېدونکي مواد] د هغه له لاسه وغورځول. ما پرې غالمغال وکړ، خو هغه زه ټېل وهلم او هغه ېې په يوه ډبره واهه.»

د ماين پاکۍ موسسو چارواکي وايي د ماینونو جذاب رنګونه په خپله یو عامل دی چې ماشومان علاقمندیږي چې هغه د خرڅلاو په موخه راواخلي
د ماين پاکۍ موسسو چارواکي وايي د ماینونو جذاب رنګونه په خپله یو عامل دی چې ماشومان علاقمندیږي چې هغه د خرڅلاو په موخه راواخليانځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د سعيد پلار سراج احمد وايي چې دا ډول پېښې په ټوله کې بيخي معمول شوي دي. هغه زیاتوي، سبا به په دا ډول ېوه بله پېښه کې «د یو بل چا زوی خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا به د ژوند تر پایه معلول شي.»

د ماین پاکۍ موسسې یو چارواکي، مایار، وويل چې د دوی تر ټولو لویه ستونزه «د بودجې کمښت» دی. په وینا يې دغه کار له بودجې سره تړلی دی او په داسې حالت کې ماین پاکان په سختۍ کار ته زړه ښه کوي.

پاونډ په دې هکله وايي: «په ۲۰۱۱م کال کې د ماین اکشن کاري قوه شاوخوا ۱۵۵۰۰ کسانو ته رسېده، چې اوس دغه شمېر ۳۰۰۰ دی.»

     ماینونه او پخواني پر ځای پاتې ناچاودلي مهمات، په افغانستان کې د ماشومانو له پاره ورځنی ګواښ ګڼل کيږي.

محمد حسن، د ده قاضي په نوم د یو کلي د ښوونځي سرمعلم دی. هغه وايي چې د ښوونځي کوچنی ساختمان کې ېې لاهم د ماین پاکۍ بهیر روان دی: «حتی د ښوونځي میدان هم ماشومانو له پاره خطرناک دی، ځکه تر اوسه د ماینونو له شتونه نه دی پاک شوی.»

دغه سرمعلم زیاتوي: «موږ حتی نه شو کولی نیالګي کېنوو. نو دا واقعاً ډېر خطرناک دی که چېرته موږ دلته بېل وهو، یا ورته یو تراکتور یا ماشين راولو.»

د ماینونو او ناچاودو مهماتو د خطرونو په هکله په افغانستان کې د کلونو کلونو عامه پوهاوي سربېره، بیا هم د دغو موادو په چاودنو کې خلک وژل کيږي
د ماینونو او ناچاودو مهماتو د خطرونو په هکله په افغانستان کې د کلونو کلونو عامه پوهاوي سربېره، بیا هم د دغو موادو په چاودنو کې خلک وژل کيږيانځور: Fardi Waezi/UNAMA

د ښوونځي په ټولګي کې ماشومانو زده کوونکو ته د ماینونو له خطرونو د مخنیوي په موخه معلومات ورکول کیږي. پر دېوالونو هم چارتونه لګول شوي چې پکې په مختلفو رنګونو کې هر ډول ماینونه او ناچاودي مواد ښودل کیږي.

مایار وايي چې یو عامل چې ناچاودلو موادو ته د ماشومانو توجه وراړوي، هغه د موادو جالب رنګونه دي، د بېلګې په توګه زېړ رنګ.

پاونډ بيا په دې هکله وايي: «ماشومان معمولا فکر کوي چې دا به سره زر وي چې بیا ېې پورتنۍ برخه په ډبره يا چکش وهي.»

ماینونه او له جګړو پاتې ناچاودلي مواد، د ماین پاکوونکو له پاره هم خطرناک دي. هلو موسسې د می میاشتې په سر کې خپل دوه کارکوونکي له لاسه ورکړل.

د ماینونو شنډوونکی مایار وايي: «ځيني وخت چې زه د ماین شنډولو ته ځم، خپلې کورنۍ ته مې زنګ وهم او هغوی ته وایم چې تاسو په ما ګران یاست، که چېرته کوم څه پېښيږي.»

(AFP)mks/nz

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (05.04.2017):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل