1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماین پاکۍ موسسې د بودجې له کمښت سره مخامخ دي

شعیب تنها شکران
۱۴۰۱ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ماین پاکۍ څانګې مسوولین وایي چې د بودجې د کمښت له کبله د ماین پاکۍ موسسو په سلونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/4GmLy
Afghanistan UNAMA Internationaler Tag der Minenaufklärung
انځور: Fardi Waezi/UNAMA

د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست چې د طالبانو د ادارې د طبیعي پېښو په چارو کې د دولت وزارت په چوکاټ کې کار کوي، د ماین پاکۍ په برخه کې د بودجې له کمښت څخه شکایت کوي. په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسې له همدې ادارې سره په همغږۍ کار کوي.

د طالبانو تر کنترول لاندې د ماین پاکۍ او انسجام ادارې رئیس قاري سید نورالدین رستم خیل، دویچه ویله ته وویل چې د دې ادارې کلنۍ بودجه ۳،۵ میلیونه ډالر وه چې اوس د بندیزونو له کبله افغانستان ته نه رسیږي.

تر ۷۰۰۰ اضافه انسانان د ماینونو له امله وژل سوي یا ټپيان سوي دي

د رستم خیل په خبره: «پر افغانستان د طالبانو تر تسلط او د نوي دولت تر رامنځ ته کیدو وروسته، په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو د همغږۍ مرکز بودجه قطع شوې ده چې دا کار د دې سبب شوی چې د دې ادارې ۱۲۰ متخصصین خپلې دندې له لاسه ورکړي او که چیرې دا بهیر همداسې ادامه ومومي نو دا به د ماین پاکۍ نهادونو پر عملیاتي فعالیتونو منفي اغیز ولري.»

افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې پکې لا هم ډیر ماینونه ښخ دي. په داسې حال کې چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال ځای پر ځای شوي ځمکني ماینونه په بشپړ ډول له منځه نه دي وړل شوي، د وروستیو دوو لسیزو د جګړو په ترڅ کې هم ماینونه ځای پر ځای شوي دي. په تیرو دوو لسیزو کې د سړک د غاړي ماینونه د طالبانو د جګړې اصلي تاکتیک وو. داسې هم ویل کې چې د ناټو ناچاودلي مهمات هم په افغانستان کې شته.

تر افغانستان وروسته چسپکي ماینونه اوس کشمیر ته هم رسیدلي

د رستم خیل په خبره د بودجې پر کمښت سربیره د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۲م کال کې د جولای تر وروستۍ نېټې پورې ۱۳۲ میلیون متر مربع ځمکه له ماینونو او د جګړې د وخت له پاتې شوو مهماتو پاکه شوې ده.

هغه په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي: «په افغانستان کې د تیر یوه کال په جریان کې ۵۰۱ کسان د ماینونو او د جګړې د وخت د پاتې شوو مهماتو د چاودنې په پایله کې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي، یعنې ۲۲۹ کسان مړه او ۲۷۲ نور ټپیان شوي دي.»

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ادارې مسوولین وایي چې سیمو ته د لاس رسي په دلیل د دوی په عملیاتي فعالیتونو کې ډیرښت راغلی دی. په تیرو وختونو کې به ماین پاکانو په ناامنه او طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې فعالیت نه شو کولی.

اوسمهال د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د ماین پاکۍ موسسې فعالیت کوي. د دغو موسسو زیاتره فعالیتونه په سویلي ولایتونو لکه هلمند، کندهار، زابل روزګان، غزني او همداشان په دوو لویدیځو ولایتونو فراه او غور کې تر سره کیږي.

د ماین پاکۍ د غیر دولتي موسي مسوولین هم وایي چې د تمویلونکو نهادونو له لوري د بودجې کمښت د دوی د کار په برخه کې زیاتې ستونزې رامنځ ته کړي دي.

په نړۍ کي د ماينونو د چاودنو قربانيان ډير سوي

د «دافا» په نوم د ماین پاکۍ د غیر دولتې موسسې مرستیال انجنیر وحید نوري، دویچه ویله ته وویل: «سږ کال له ماینونو او د جګړې د مهال د پاتې شوو مهماتو څخه د سیمو د پاکولو په برخه کې یو نیم میلیون امریکایي ډالر بودجه لرو، په داسې حال کې چې په تیرو دوو کلونو کې دغه بودجه پنځه میلیونه ډالر وه.»

د نوموړي په خبره د بودجې کمښت د دې سبب شوی چې له ۸۰۰ پرسونل څخه یوازې ۳۰۰ پاتې شي او نور ۵۰۰ خپلې دندې پریږدې.

د دافا، د مرستیال مشر په خبره د ملګرو ملتونو په شمول یې له نورو نړیوالو سازمانونو سره د بودجوي ستونزو په هکله خبرې کړي، خو دغو هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

خلک اندیښمن دي که چیرې ټولې سیمې له ماینونو پاکې نه شي، ممکن په راتلونکي کې تلفات واړوي.

د هرات ولایت یو تن اوسیدونکی طارق، وایي چې ماینونه او ناچادویدونکي توکي هر وخت تلفات اړولی شي، په ځانګړې توګه ماشومانو ته: «موږ د طالبانو له ادارې غواړو چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ نهادونو ته د زیات فعالیت شرایط برابر کړي، څو په راتلونکي کې له نورو ستونزو سره لاس او ګریوان نه شو.»

اوسمهال په افغانستان کې په ۴۳۰ ټیمونو کې شاو او خوا ۶۰۰۰ کسان د ماین پاکۍ په برخه کې فعالیت لري.