1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

تر افغانستان وروسته چسپکي ماینونه اوس کشمیر ته هم رسیدلي

۱۳۹۹ اسفند ۱۱, دوشنبه

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند امنیتي ځواکونو له کلونو راهیسې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي خو اوس هندي ځواکونه له یوه بل جدي ګواښ سره مخامخ دي او هغه چسپکي ماینونه دي. دغه ماینونه په افغانستان کې ډیر خونړي بلل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3q2zF
Indien Kaschmir Anschlag
انځور: Getty Images/AFP

د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کې هندي ځواکونه له لسیزو راهیسې له ترهګرۍ سره په مبارزه بوخت دي خو اوس دغه ځواکونه د داسې چسپکې ماینونو له جدي ګواښ سره مخامخ دي چې تر دې وړاندې په افغانستان کې ډیر کارول شوي دي. مقناطیسي یا چسپکي بمونه په موټرو پسې نښلول کیږي او له لیرې واټن څخه د ریموټ کنټرول په واسطه ورته چاودنه ورکول کیږي.

د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کې لږ تر لږه دریو جګپوړو امنیتي چارواکو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې په جمو کشمیر کې یې په تیرو میاشتو کې د عملیاتو پرمهال دغه راز ماینونو نیولي دي. د هندي کشمیر د پولیسو مشر ویجي کمار دغو ماینونو ته په اشارې سره وویل: «دغه ډیر کوچني په لاس جوړ شوي چاودیدونکي توکي دي چې ډیر قوي دي.»

د پولیسو دغه جګپوړي چارواکي همدا راز زیاته کړه چې په کشمیر کې د [هندي] امنیتي ځواکونو شمیر لوړ دی او د پولیسو د موټرو تګ راتګ هم ډیر دی او له دې کبله دا [چسپکي ماینونه] به خامخا پر اوسني امنيتي وضعیت خپل اغیز ولري.» د هندوستان حکومت د ۲۰۱۹م کال په اګست میاشت کې کشمیر ته لا ډیر ځواکونه واستول څو په دغه سیمې کې امنیتي وضعیت کنترول کړي.

دغه راز چسپکي ماینونه په دې وروستیو کې په افغانستان کې هم ډیر کارول کیږي چې پکې حکومتي چارواکي، مدني فعالان، سیاسي څیرې او ان خبریالان هم په نخښه شوي دي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې امنیتي ځواکونه وايي چې نیول شوي چسپکي ماینونه په کشمیر کې نه دي جوړ شوي او وايي چې دغه ماینونه له پاکستان څخه په قاچاقي توګه کشمیر ته راوړل کیږي. یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه ښولو په شرط وویل چې ټول دغه چسپکي ماینونه د تونلونو او یا هم د بې پیلوټه الوتکو په واسطه کشمیر ته راوړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په اتومي وسلو سمبال ګاونډیو هندوستان او پاکستان تر دې وړاندې د کشمیر پر سر څو ځله له یو بل سره جګړه هم کړې او دواړه هیوادونه پر یو بل باندې د ترهګرو د ملاتړ او صادرولو تورونه پورې کوي داسې تورونه چې دواړه هیوادونه یې ردوي.