1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: «سویډن د ترکیې شرایط پوره کړي»

۱۴۰۲ خرداد ۱۵, دوشنبه

Iد ناټو د سرمنشي ینس ستولتنبرگ په نظر، په ناټو کې د سویډن د شاملیدو په هکله د ترکیې ټولې غوښتني پوره سوي دي. د مثال په ډول سویډن د ترهګړۍ ضد قانون تعدیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/4SCjd
Belgien | NATO | Treffen Jens Stoltenberg mit Dmytro Kuleba und Josep Borrell
د ناټو عمومي منشي، ینس ستولتنبرگانځور: Valeria Mongelli/AFP/Getty Images

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ په استانبول کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  له لیدنې کتنې وروسته څرګنده چې «سویډن په ښکاره ډول مشخض ګامونه پورته کړي څو د ترکيی انديښنې ځواب کړي.» هغه ټینګار وکړ چې «سویډن خپل مکلفیتونه پوره کړل.»

د اردوغان د بريا رسمي اعلان او د نړيوالو مشرانو پېغامونه

ستولتنبرګ له انقرې څخه وغوښتل چې اوس دې له ۱۳ میاشتو راهیسي روان تحریم لغوه کړي. ستولتنبرګ له اردوغان سره دغه لیدنه کتنه «ګټوره» وبلله. د جون پر ۱۲ مه به د ترکیې او سویډن ترمنځ یوه بله لیدنه کتنه هم ترسره سي.

د ترهګرۍ د قوانینو سختیدل

ترکیې خپل د مقاومت دلیل دا راوړي چې سويډن د «ترهګرو» له پاره یو ډاډمن ځای دی، په تیره بیا د کُردانو د منع سوي کارګرانو ګوند  (PKK) د غړو له پاره. څو وخته مخکې سویډن د ترهګرۍ ضد خپل مقررات د یوه نوي قانون پر اساس سخت کړل. ددغه قانون له مخې هغه کسان مجرم بلل کیږي چې په ترهګریزو سازمانونو کې غړیتوب ولري،  له دا ډول غړیتوب څخه مالي ملاتړ کوي او یا یې هم له بلې لاري حمایه کوي. د ترهګرۍ ضد قوانينو د لا کلکو له پاره له کلونو راهیسي کار روان وو.

Türkei | NATO-Generalsekretär Jens Stoltenberg in Istanbul
استانبول: ستولتنبرګ له اردوغان سره دلیدنی کتنی پرمهال انځور: Turkish Presidency/APA/ZUMAPRESS/picture alliance

ستولتنبرګ د شنبې په ورځ په انقره کې د ولسمشر اردوغان تر بیا ټاکل کيدو وروسته د هغه د لوړې په مراسمو کې گډون وکړ. نوموړي ترکیې ته تر سفر مخکې لا اعلان کړی وو چې هلته به ددې له پاره مبارزه وکړي څو سویډن «د امکان ترحده ژر ترژره» د ناټو په پوځي ائتلاف کې شامل سي.

د پوځي بې طرفۍ پریښودل

سویډن د فنلند په شان د اوکراین پرضد د روسیې د تهاجمي جګړې په وړاندي د غبرګون په توګه په ناټو کې د غړیتوب له پاره عریضه ورکړه. دواړه هیوادونه د پوځي بې طرفۍ اوږده عنعنه لري. فنلنډ د اپریل په میاشت کې لا د ۳۱ هیواد په توګه ومنل سو.

ترکیې د ناټو د وروستي غړي په توگه په دغه ائتلاف کې د فنلنډ غړيتوب تصويب کړ

له بلې خوا د ترکیې ترڅنګ هنګري هم په ناټو کې د سویډن له شامليدو سره مخالفت لري. د ناټو ټول هیوادونه په دغه پوځي ائتلاف کې د نوي غړي له شامليدو سره بايد موافقه وکړي.

GP/BS/DW.Online