1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

د اردوغان د بريا رسمي اعلان او د نړيوالو مشرانو پېغامونه

۱۴۰۲ خرداد ۸, دوشنبه

د ترکیې د ټاکنو د عالي شورا د اعلان په حواله رجب طيب اردوغان د ولسمشریزو ټاکنو دويم پړاو گټلی دی. په دې منځ کې د نړۍ د بېلا بېلو هيوادونو مشرانو نوموړي ته د بريا مبارکي ویلې ده.

https://p.dw.com/p/4Rves
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغانانځور: Valery Sharifulin/TASS/dpa/picture alliance

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په ولسمشریزو ټاکنو کې بريالی اعلان شوی او په دې توگه یې خپل مقام ساتلی دی. د ترکیې د ټاکنو عالي شورا د ۹۹ فيصده څخه د زياتو رايو تر شميرولو وروسته اردوغان د دې ټاکنو گټونکی اعلان کړ.

د دې شورا مشر احمد ينير، یکشنبې ماښام وويل چې اردوغان ۵۲،۱۴ سلنه او مخالف کانديد کمال قليچدار اوغلو ۴۷،۸۶ سلنه رايې خپلې کړي دي.

نوموړي وويل چې اردوغان د خپل سيال پرتله د ۲،۲ ميليونه زياتو رايو په ترلاسه کولو سره بريالی شوی او د پاتو رايو شمیرل د انتخاباتو پر نتايجو کوم اغير نه لري.

د ۹۹،۸۵ سلنه رايو شمیرولو وروسته اردوغان ۲۸ میلیونه او ۷۲۵ زره رايې او سیال یې قلچدار اوغلو ۲۵ ميليونه او ۴۳۳ زره رایې په لاس راوړي دي.

په استانبول کې د اردوغان د پلویان خوښي
په استانبول کې د اردوغان د پلویان خوښيانځور: Emrah Gurel/AP Photo/picture alliance

اردوغان په استانبول کې د انتخاباتو د رسمي نتایجو تر اعلان د مخه د خپلو پلويانو په يوه غونډه کې خپل بری اعلان کړ او د ترکیې له وگړو څخه یې په ټاکنو کې د گډون له کبله د مننې په ترڅ کې وويل: «هغوی [خلکو] ماته مسئوليت سپارلی چې نور پنځه کاله هم په واک کې پاته شم.»

اړونده موضوع:په ترکيه کي ټاکنې: درېم نوماند د اردوغان ملاتړ اعلان کړ

اردوغان چې شا او خوا ۷۰ کلن دی، په تېرو شلو کلونو کې د لومړي وزير او ولسمشر په توگه د ترکيې رهبري په لاس کې لري او اوس په يو ځلي بيا برياليتوب سره به نور پنځه کاله هم د دې هېواد واک په لاس کې ولري.

د اردوغان سيال کمال قلچدار اوغلو د ټاکنو نتایجو ته په خپل لومړي غبرگون کې د انتخاباتو دا پړاو «تېرو کلونو تر ټولو غير عادلانه ټاکنې» وبللې او روښانه یې کړه چې «د اردوغان د دولت پر وړاندې به خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.»

نوموړي په دویم پړاو کې خپلو کابو ۴۸ سلنه رايو ته په اشارې سره وويل چې دا ښيي چې د ترکیې خلک د «مطلق العنان» دولت د تغيريدو غوښتونکي دي.

قليچدار اوغلو همدا راز وويل چې د اردوغان له خوا د ټاکنو تر گټلو وورسته «اوس په کراتو ستر مشکلات د ترکیې انتظار باسي.»

کمال قلچدار اوغلو
کمال قلچدار اوغلوانځور: Yves Herman/REUTERS

د پناه غوښتونکو مسئله او په ځانگړي توگه اقتصادي ستونزې په دې ټاکنو کې د دواړو کانديدانو د ټاکنیزې مبارزې اصلي مسائل ول.

اړونده موضوع:«آلمان کې مېشتو ډېری ترکانو ښايي اردوغان ته خپله رايه ورکړې وي»

د اردوغان تر بريا وروسته د ترکيې پول واحد ليرا د امريکايي ډالر په مقابل کې يو ځل بيا خپل ارزښت له لاسه ورکړ.

د نړۍ د مشرانو د مبارکۍ پېغامونه

د نړۍ د بېلا بېلو حکومتونو او دولتونو مشرانو چې په هغه کې امريکا، روسیه، آلمان او اوکراين هم شامل دي، اردوغان ته په ټاکنو کې د بريا مبارکي وويله.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د تويتر له لارې په خپاره شوي پېغام کې اردوغان ته د مبارکۍ په ترڅ کې نړيوالو ننگونو ته په کتو سره د ناټو د غړي په توگه د اردوغان او ترکیې د همکارۍ د دوام له کبله خوښي څرگنده کړه.

بایدن په خپل پېغام کې په دې وروستيو کې د انقرې او واشنگټن ترمنځ اړيکو کې ترنگلتياو ته هم اشاره وکړه. د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن هم اردوغان ته مبارکي ورکړې او ترکیه یې د ناټو «ارزښتناک» غړی هيواد بللی دی.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ هم د ټاکنو په دويم پړاو کې د اردوغان د بري له کبله هغه ته مبارکي ورکړې او په دې ترڅ کې یې په برلين او انقره کې د حکومتونو ترمنځ د همکارۍ ستاينه کړې ده: «آلمان او ترکیه دوه نزدې شريکان دي او د ټولنیز او اقتصادي پلوه له يو بل سره پياوړی پيوند لري.»

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین او د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي هم اردوغان ته مبارکي ويلې ده.

پوتين ويلي دي چې د «اردوغان بريا په ښکاره تاثبتوي چې د ترکیې خلک د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه د حفاظت او مستقل بهرني سياست د پر مخ وړلو د هڅو له کبله د هغه د سياست ملاتړ کوي.»

زيلنسکي هم په خپل وار سره هیله څرگنده کړې د چې د «کيف او انقرې اړيکی په اروپا کې د امنيت او ثبات په ساتنه کې مرسته کوي.»

زموږ له آرشيف څخه: