1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو او روسیه د افغانستان او طالبانو په اړه خبرې کوي

۱۳۹۶ آبان ۴, پنجشنبه

ناټو غواړي له روسیې سره د هغو رپوټونو په اړه وغږيږي چې په کې د تیلو د استولو له لارې له طالبانو څخه د مسکو د ملاتړ ادعاوې کیږي. د ناټو او روسیې چارواکي د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې سره ویني.

https://p.dw.com/p/2mXC6
Petr Pavel
د ناټو د پوځي کمیټې مشر، پیتر پاولانځور: picture-alliance/dpa/K. Sulova

د ناټو د پوځي کمیټې مشر پیتر پاول، په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د ناټو سفیران په دې سازمان کې د روسیې له استازې الکساندر ګروشکو، سره د پنجشنبې په ورځ ویني چې د بحث موضوع یې افغانستان ده.

پاول د دې پوښتنې په ځواب کې چې د روسیې له خوا د طالبانو د تسلیحاتي تجهیز په اړه رپوټونه موجود دي، وویل چې په دې برخه کې کره شواهد په لاس کې نه شته.

خو د ناټو دغه چارواکي وویل چې داسې رپوټونه شته چې روسیه ځینو شرکتونو ته تیل ورکوي چې وروسته یې بیا پر طالبانو باندې پلوري. د پاول په خبره د پنجشنبې ورځې په غونډه کې ځکه د افغانستان موضوع شامله شوې چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه د دواړو اړخونو په ګټه ده.

تر دې مخکې د فبروري په میاشت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جان نيکولسن، پر روسیې باندې تور ولګوه چې د طالبانو د پیاوړي کولو او دې ډلې ته د مشروعیت ورکولو په هڅه کې ده او په دې ترتیب سره په افغانستان کې د ناټو د سولې هڅې خنثی کوي.

تر دې څرګندونو یوه میاشت وروسته په اروپا کې د ناټو قوماندان جنرال کورتیس سکاپاراتي، د امریکا متحده ایالاتو کانګرس ته وویل چې د دې امکان چې روسیه دې طالبانو ته تدارکاتي امکانات برابر کړي، شته. هغه روښانه نه کړه چې هدف یې پوځي تدارکات دي او که بل کوم څه.

پاول همداراز وویل چې ناټو هڅه کوي د روان کال تر پای پورې د سکاپاراتي او د روسیې د لوی درستیز والري ګراسیموف، تر منخ د خبرو اترو زمینه برابره کړي.