1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل په سعودي عربستان کې: د بشري حقونو پر سر معامله نه کوو

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

سعودي عربستان هغه هيواد دی چې آلمان ته له اقتصادي پلوه ډيره ښه فرصوته ورکوي او د ډيرو شخړو د حل په برخه کې يو مهم شريک بللک کیږي. خو صدر اعظمې ميرکل په پلازمينې جده کې واضح کړه چې پر بشري حقونو معامله امکان نه لري.

https://p.dw.com/p/2cAeO
Saudi Arabia's King Salman bin Abdulaziz Al Saud stands next to German Chancellor Angela Merkel during a reception ceremony in Jeddah
انځور: Reuters/ Saudi Royal Court/Bandar Algaloud

د آلمان صدر اعظمه انکلا ميرکل، په سعودي عربستان کې تر لیدنو وورسته د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د مي ۱ نيټه) متحده عربي اماراتو ته ورسيده.

نوموړې به ښايي په ابو ظبي کې د ليدنې کتنې پر وخت د روان کال په دوبي کې په هامبورګ کې د شلو صنعتي هيوادونو (G20) د غونډې پر موضوعاتو تمرکز وکړي.

د جولايي د دغه غونډې اصلي موضوګانې به د اقليم ساتنه او د ښځو پرمختګ وي. ميرکل به په ابوظبۍ کې د يمن، سوریې او ليبيا پر کړکيچونو هم خبرې وکړي.

تر دې دمخه صدر اعظمې انګلا ميرکل، په جده کې واضح کړه چې د آلمان او سعودي عربستان ترمنځ پوځي اړيکې د پرمختګ په حال کې دي خو نوموړې په عين وخت کې په څرګنډ ډول په دغه هيواد کې د ناوړه بشري وضعيت يادونه هم وکړه.

له سعودي باچا سلمان سره تر ليدنې کتنې وروسته ميرکل وويل چې په تيره بيا د اعدام د سزا او يا د نيول شوي بلاګ ليکونکي رايف بدوي، د وضعيت او د نورو قضيو او « د بشري حقونو د مهمې موضوع پوښتنه به هرو مرو کوو». دی وويل چې «دلته [سعودي عربستان کې] په دې برخه کې ډيرې نيمګړتياوې موجودې دي».

په آلمان کې د سعودي سرتیرو روزنه

ميرکل وويل چې يو مهم پيغام مو دا دی چې د آلمان او سعودي عربستان ښې ګډې اقتصادي پروژې پرمخ وړلای شي، بې له دې چې د آلمان د وسلو د تجارت مقررات «اخلال» شي.

تر دې دمخه د سعودي عربستان د اقتصاد وزیر محمد التوجري د «شپيګل» مجلې سره په يوه مرکه کې ويلي ول چې هيواد به يې د «آلمان حکومت ته د نويو وسلو د رانيولو په برخه کې هيڅ ډول ستونزه پيدا نه کړي».

ميرکل وويل: «موږ د وسلو د صادراتو په برخه کې ډير کلک مقررات لرو.»

دی زياته کړه خو دا خبره په ماضي کې په سعودي عربستان کې په سمه توګه نه ده درک شوې او د ناسم تفاهم باعث ګرځيدلې. آلمان د وسلې د ورکړې پر ځای غواړي چې يو ډول پوځي مرسته وکړي: ميرکل په دې ترڅ کې په آلمان کې د سعودي ځواکونو د روزلو تړون ته اشاره وکړه چې د دواړو هيوادونو د دفاع وزارتونو له خوا لاسليک شوې وو.

میرکل وويل: «موږ هڅه کوو چې د افریقا او د دې سيمې هيوادونه په پوځي برخه کې پر ځان بسيا شي. موږ په ټوله نړۍ کې آلماني عسکر نه شو لرلی خو خپله پوهه او تجربه له نورو سره شريکولای شو.»

ميرکل په يمن کې د هوايي حملو د درولو غوښتنه وکړه

صدر اعظمې ميرکل، په کورنۍ جګړه کې په ښکيل هيواد يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف له خوا د هوايي بريدونو پر درولو ټينګار وکړ.

 دی وويل: «موږ د ملګرو ملتونو د يوې ديپلوماتيکي پروسې له لارې د شخړې د حل غوښتنه کوو او باور نه لرو چې د پوځي لارې به دې دا کړکيچ حل شي.»

ميرکل وويل چې په «يمن کې د يوه ناوړه بشري وضعيت» د رامنځته کيدو مخه بايد ونيوله شي.

د ملګرو ملتونو د رپوټونو په حواله په يمن کې د ټول نفوس کابو دوه پر دريمه برخه بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د آلمان د اقتصاد له پاره ستر فرصتونه

ميرکل د سعودي عربستان په پراخه او چټکه اقتصادي وده کې د آلمان له پاره هم ښه فرصتونه ويني. دې وويل: «د سعودي عربستان حکومت دې ته ليوال دی چې آلمان هم په دې کې ونډه ولري.»

دې زیاته کړه چې دغه شاهي حکومت د تيلو د بيو ټيټيدو له وجې د راتلونکي د نويو ليد لورو د رامنځته کولو په مرحله کې قرار لري. له دې وجې ورسره د آلمان له خوا مهم اقتصادي تړونونه لاسلیک شوي دي.

خو ميرکل په عين حال کې د بخښنې د نړيوال سازمان له خوا په سعودي عربستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو پيښو ته هم چې مخ پر زياتيدو دي، اشاره وکړه او ويې ويل په دې برخه کې به معامله ونه کړي.