1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: د روسۍ وسلو انتقال بايد بند سي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۲۶, یکشنبه

د آلمان صدراعظمه له روسي چارواکو څخه غواړي چي په ښکاره پوه سي چي آيا په اوکراين کي يې بېلتون غوښتونکو ته روزل سوي جنگياليان او زغره وال ټانکونه لېږلي دي که څنگه. دغه خبره هغې د اوکراین له جمهور رئيس سره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1Cvwf
انځور: Reuters

د آلمان حکومت وياند شتپفن زايبرت ويلي دي چي صدراعظمه انگيلا ميرکل او د اوکراين جمهور رئيس پيتر پراښينکه، هم نظر دي چي روسيه بايد د اوکراين حکومت مخالفانو ته د وسلو ورکول «نور نو بايد بند» کړي او يو اوربند رامنځ ته سي.

په دغه تليفوني تماس کي د بېلتون غوښتونکو له خوا د هغه راپور پر تائيد باندي خبري سوي دي چي گويا «دوی ته روسيې زغره وال ټانکونه ورکړي او د روسيې په خاوره کي يې جنگياليان روزل سوي دي.»

د اوکراين د معلوماتو له مخي جمهور رئيس پراښينکه، د آلمان صدراعظمي انگيلا ميرکل، ته په راتلونکې اونۍ کي د يوه سفر بلنه ورکړې ده. د آلمان حکومت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخي د اوکراين پر دغي بلني باندي کار روان دئ. دا به د ميرکل لومړی سفر وي چي د اوکراين کړکېچ له پيل راهيسي يې دغه هيواد ته کوي.

په برلین کي غونډه

په برلين کي د څلور هيوادونو آلمان روسيې، فرانسې او اوکراين د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي چي نن د يکشنبې په ورځ دايريږي، د اوکراين پر بېلتون غوښتونکو باندي د مسکو نفوذ هم يوه موضوع ده.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير به د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف، اوکراينی سيال پاول کليمکين او دغه راز د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لاورينت فابيوس سره ملاقات وکړي.

د کيف چارواکي پر روسيې باندي تور لگوي چي د اوکراين په ختيځ کي له بېلتون غوښتونکو سره د وسلو او جنگياليانو ملاتړ کوي. خو د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين هر وخت د اوکراين په ختيځ کي مستقيمه مداخله رد کړې ده.

ميرکل او پراښينکه، د اوکراين په ختيځ کي په اصطلاح د پرخپل سر اعلان سوي «د دنيڅک د خلکو جمهوريت» لومړي وزير الکساندر سخارچينکه، هغو څرگندونو ته اشاره کړې ده چي د روسي پلوه جنگياليانو په يوه غونډه کي يې ويلي دي چي روسيه د ياغيانو ملاتړ کوي.

د سخارچينکه د وينا ويډيو، بېلتون غوښتونکو ته نژدې د يوه تلويزيون له خوا خپره سوې ده.

د مرستو کاروان خوندي دئ

بله خوا د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي روسيه او اوکراين پر هغه خبره باندي سره سلا سوي دي چي د اوکراين ختيځ ته د روسيې د مرستو کاروان څه ډول ورسوي.

د سره صليب نړيوالي کمېټې مسئول پاسکال ويلي دي چي دواړه حکومتونه د مرستو رسولو کاروانونو پر څرنگوالي باندي سره سلا سوي دي. اوس بايد د اوکراين حکومت د روسيې د مرستو کاروان ته تر سرحد د ورتېرېدو له پاره زرغون څراغ بل کړي او سور صليب بيا د مرستو رسولو له پاره «امنيتي ضمانت» غواړي.

د روسي ۲۸۰ موټريز د مرستو کاروان چي نزدې ۱۸۰۰ ټنه مرستي پکښي بار دي تر اوسه لار د اوکراين سرحد په ۳۰ کيلومترۍ کي ولاړ دئ. د پنجشنې له ورځي راهيسي دغه کاروان هيڅ حرکت کړی نه دئ.

اوکراين گومان کاوه چي په دغو موټرو کي کېدای سي بېلتون غوښتونکو ته وسلې او تجهيزات ورسول سي. خو روسيې دغه ادعاوي رد کړي دي او وايي چي موخه يې يوازي د لوگانسک ښار اوسېدونکو ته مرستي رسول دي.