1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په اوکراين کي د روسيې «لمسون» غندلی دئ

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۲۵, شنبه

امريکا متحده ايالاتو روسيې ته د اوکراين په کړکېچ کي د سرحدي قوانينو له سرغړوني څخه خبرداری ورکړی دئ. د جمهوري رياست دفتر ويلي دي چي د کيف له اجازې پرته د اوکراين خاوري ته د ور ننوتلو هرډول هڅي د منلو نه دي.

https://p.dw.com/p/1CvfU
انځور: Reuters

د امريکا متحده ايالاتو د جمهور رئيس د دفتر وياندي کيتلين هايدن په واشنګټن کي ويلي دي چي روسيه بايد له خپلي خاوري پر اوکراين باندي يرغلونه او د اوکراین په ختيځ کي له بېلتون غوښتونکو سره د وسلو، پيسو او نوري مرستي بندي کړي.

دا په داسي حال کي ده چي امريکا متحده ايالات تر اوسه پوري لا د اوکراين حکومت هغه ادعا نسي تائيدولای چي وايي د دغه هيواد په خاوره کي يې د روسيې پر يوه پوځي کاروان يرغل کړی دئ او څو نقليه وسايل يې ويجاړ کړي هم دي. متحده ايالاتو ويلي دي چي په دې اړه بايد معلومات راټول سي.

خو هيدن ټينګار کړی دئ چي: «بې له اوکراين له اجازې روسيه هيڅ حق نه لري چي نقله وسايل، افراد يا هر ډول اموال چي وي په هره بهانه اوکراين ته ولېږي.»

امريکا متحده ايالات په دې اړه چي روسي ځواکونه په وارو وار د اوکراين تر سرحد ور اوښتي دي ډېره اندېښنه لري. «په وروستيو اونيو کي د روسيې سياست ډېر خطرناک او لمسونکی» وو.

له هغه وروسته چي د اوکراين پوځ ويلي دي چي د روسي ځواکونو پر يوه زغره وال کاروان باندي يې يرغل کړی دئ د زورزياتي تهديد موجود دئ. د اوکراين جمهور رئيس پيتر پراښينکو د بريتانيا صدراعظم ديويد کامرون ته ويلي دي چي د دغه کاروان يوه برخه ويجاړه سوې ده.

خو روسيې له دې څخه انکار کړی دئ، چي گويا يو پوځي کاروان دې (دي يې) د اوکراين خاوري ته ور اوښتی وي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د کيف پر مشرتابه باندي تور لگوي چي په دې سره غواړي د اوکراين په ختيځ کي د روسيې د مرستو رسولو په مخکي خنډونه پيدا کړي.

د روسيې د دفاع وزير سرگي ښايگو، له خپل امريکايي سيال چاک هېگل سره په يوه تليفوني تماس کي ډاډ ورکړی دئ، چي د روسيې د مرستو په کاروان کي هيڅ ډول روسي عسکر برخه اخيستې نه ده. د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي چي ښايگو دغه خبره «تضمين» کړې ده.

د پنتاگون له خوا ويل سوي دي چي د روسيې د دفاع وزير دغه راز ويلي دي چي د مرستو دغه کاروان په دې بهانه اوکراين ته نه لېږل کيږي چي «گويا لاسوهني ته دي لاره هواره سي.»

د پنتاگون وياند جان کربي، زياته کړه: «ښايگو دا هم روښانه کړه چي د روسيې مرستي به د اوکراين په ختيځ کي د سره صلب نړيوالي کمېټې له خوا چي د اوکراين حکومت يې هم غوښتنه کړې ده وويشل سي.»

د روسيې د مرستو دغه ۲۸۰ موټريز کاروان د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنترول لاندي سيمه کي د اوکراين د سرحدي ځواکونو له خوا کنتروليږي.