1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوځي نقلیه وسايل د اوکراين تر سرحد ور اوښتي دي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۲۴, جمعه

داسي ښکاري چي د روسيې پوځي نقلیه وسايل دي د اوکراين خاوري ته ورننوتي وي. له مسکو څخه د مرستو کاروان بيا د اوکراين په سرحد کي توقف سوی دی. د اوکراين امدادي مرستي په اول وار جنگ ځپلي سيمي ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1CvAN
انځور: Reuters

د بريتانيا د «گاردين» او «تليگراف» ورځپاڼو د راپورونو له مخي د روسيې پوځ ۲۳ نقليه وسايل تيره شپه د اوکراين تر سرحد ور اوښتي دي. پر هغو زغره والو ترانسپورتي وسیلو باندي چي تر سرحد ور تير سوي دي، د روسيې پوځ لمبر پيلېټونه نښتي دي.

د ورځپاڼي د راپور له مخي دغه کتار د شپې له تيارې څخه په استفادې سره په سرحد کي د يوې خاوريني لاري له خوا د اوکراين په ختيځ کي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنترول لاندي سيمي ته ننوتي دي.

دغه پيښه له روسيې سره په سرحد کي دنيڅک ښار ته نږدې رامنځ ته سوې ده. له دغي سيمي څخه د بېلتون غوښتونکو په کنترول کي لوگانسک ښار، نزدې ۴۰ کيلومتره ليري دی.

گاردين ورځپاڼي ليکلي دي چي که څه هم غیر احتمالي ښکاري چې دا پیښه د ی په اوکراین کې د روسیی د یرغل په معني وي،، خو دا په اوکراین کې د روسي سرتیرو د فعالیت ښکاره ثبوت دی.

د اوکراين مرستي جنگ ځپلي سيمي ته رسېدلي دي

په جنگ ځپلې سيمه کي هغو خلکو ته چي مرستو ته اړتيا لري د اوکراین له خوا د دارو درملو او خوراکي موادو لومړی کاروان رسېدلی دی. په کيف کي پوځي چارواکو ويلي دي چي تيره شپه لوگانسک ښار ته نژدې، «ستاروبلسک» ښار ته له خارکوف څخه د مرستو ۲۶ لارۍ موټران رسېدلي دي.

د سره صليب کارکوونکو دغه خبر تائيد کړی دی. اوکراين په ټوله ييزه توگه په نزدې ۷۵ لارۍ موټرو کي ۸۰۰ ټنه مواد جنگ ځپلي سيمي ته لېږلي دي.

دا چي د روسيې د مرستو کاروان چي له درو ورځو راهيسي پر لاري دی تر سرحد ور اوښتلو اجازه ولري که نه تر اوسه پوري نا معلومه ده. د لارۍ موټرو دغه کاروان چي نزدې ۲۰۰۰ ټنه خوراکي مواد او نور شيان پکښي بار دي له درو ورځو راهيسي د اوکراين سرحد ته نژدې ولاړ دی.

اوس پر دې باندي خبري رواني دي چي له سره صليب سره په همږغۍ او د هغوی په بدرگه بايد دغه کاروان جنگ ځپلي سيمي ته ورسيږي.

د روسيې د دغو مرستو مرکز د لوگانسک ښار ښودل سوی دی. په دغه ښار کي چي نزدې ۲۰۰۰۰۰ انسانان ژوند کي وي له دوو اونيو راهيسي نه برېښنا سته او نه هم د څښاک پاکي اوبه.

کيف گومان کي وي چي د روسيې د مرستو په دغه کاروان کي کېدای سي د دغه هيواد په ختيځ کي روسيه پلوه بېلتون غوښتونکو ته وسلې ورسول سي. خو مسکو دغه تورونه ردوي.