1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجاهد: چاڼيزو عملیاتو کې تاجیک او پاکستاني اورپکي وژل شوي

۱۴۰۲ دی ۱۰, یکشنبه

د طالبانو دفاع وزیر وايي په تېرو ۱۲ میاشتو کې د امنيتی ځواکونو په عملیاتو کې په لسونو تاجیک او پاکستاني اورپکي چې افغانستان کې حملو کې ښکيل ول وژل شوي دي. محمد یعقوب مجاهد پر ګاونډيو غږ وکړ چې د خپلو سرحدونو څارنه وکړي.

https://p.dw.com/p/4akPN
د طالبانو دفاع وزیر، محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو دفاع وزیر، محمد یعقوب مجاهدانځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو سرپرست دفاع وزير، محمد یعقوب مجاهد، د ۲۰۲۳م کال د میلادي کال په وروستۍ ورځ په کابل کې د یوه خبري کنفرانس کې وويل چې په تېرو دولسو میاشتو کې د «امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې» په لسونو تاجیک او له ۲۰ ډېر پاکستانيان وژل شوي دي. هغه وايي وژل شوي افراد د مذهبي لږکيو پر روحانیونو، ولسي خلکو او مسجدونو کې شوو حملو کې ښکيل ول.

د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد زیاته کړه په دغه موده کې په مختلفو پېښو کې ښکیل يو شمېر تاجیک او په سلونو پاکستاني اتباع نیول شوی هم دی. هغه پر ګاونډيو هېوادونو غږ وکړ چې له خپلو سرحدونو په کلکه څارنه وکړي.

د طالبانو دغه لوړرتبه چارواکی په داسې حال کې په افغانستان کې د ناامنیو په پېښو کې د پاکستاني اتباعو د وژلو او نیولو خبره کوی چې اسلام آباد پر کابل تور لګوي چې په پاکستان کې ترهګري بريدونه د افغانستان به خاوره کې تنظیمیږي يا په کې افغانان دخیل دي. د کابل او اسلام آباد تر منځ په وروستیو کې روابط چندان ښه نه دي.

پاکستان د دغو ادعاو په ادامه درې میاشتې مخکې په دغه هېواد کې د میشتو سلونو زره افغان مهاجرو د اخراج پرېکړه وکړه. رپوټونه وايي د تېرو درو میاشتو په جریان کې له پاکستانه شاوخوا ۴۰۰زره افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

مجاهد زیاته کړه چې د تېرو ۱۲ میاشتو په جرېان کې په افغانستان کې د داعش ډلې بریدونه هم ۹۰ سلنه کم شوي دي. داعش د طالبانو مخالفه وسلواله ډله ده چې تر ډېره ېې د شیعه ګانو د ښوونځيو، مسجدونو او روغتونونو په څېر عامه ځایونو حملې کړي دي.

 (AP)mks/akh

له آرشیف څخه:

م.م پاکستان ته: د افغان کډوالو د اخراج لړۍ بنده کړئ