1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر: د طالبانو کړنو ته په کتو باید د هغوی په اړه قضاوت وشي

۱۴۰۰ شهریور ۱۷, چهارشنبه

قطرویلي دي چي د طالبانو خبرې او عمل سره توپیر لري، نو د دوی د رهبرانو کړو وړو ته په کتو باید د دوی په اړه قضاوت وشي. قطر د طالبانو په رسمیت پیژندلو په اړه تر اوسه کوم اعلان نه دی کړی.

https://p.dw.com/p/404jN
Katar Lolwah Al-Khater, Sprecherin Außenministerium
د قطر د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې لولوة الخاطر انځور: Getty Images/AFP

د قطر د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې لولوة الخاطر له فرانسوي خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ويلي دي چې افغانان باید پخپله خپله راتلونکې وټاکي نه نړیواله ټولنه.

د قطر پلازمینه دوحه له ۲۰۱۳م کاله چې د طالبانو سیاسي دفتر پکې پرانیستل شو، د امریکا او نړیوالې ټولنې له پاره  تر تیرې میاشتې پورې هم چې طالبانو افغانستان ونیوه، د منځګړیتوب مرکز وو او د امریکا خبرې هم له همدې ځایه له طالبانو سره پیل شوې.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې وویل: «دوی ډیر پراګماټیزم ښودلی. راځی چې هلته له شته فرصتونو ګټه پورته کړو او عامه اقداماتو ته یې وګورو.»

نوموړې د دوشنبې په ورځ مخکې له دې چې طالبان خپل نوی حکومت اعلان کړي وویل چې طالبان اوس په افغانستان کې واکمنان دي او په دې اړه هیڅ پوښتنه نه شته.

طالبانو تیره ورځ د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ خپل سرپرست حکومت او کابینه اعلان کړه خو د قطر په ګډون د ملګروملتونو د غړیو هیوادونو له ډلې څخه تر دې دمه يوه هم دغه حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

د قطر دغې چارواکې ویلي: «زموږ هیواد به داسې ژر طالبان په رسمیت و نه پیژني او کومه بیړه هم نه لري، خو دا په دې معنی نه ده چې له دوئ سره اړیکې نه لرو. موږ به منځلاري غوره کړو.»

قطر د امریکا د یوه متحد په  توګه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو او د هغوی د افغانو کارکوونکو په راایستلو کې ډیره مرسته وکړه. له ۱۲۰ زره کسانو څخه چې امریکا له افغانستانه ایستلي دي، شاوخوا نیمایي يې د قطر له لارې ایستل شوي دي. دغه راز په سیمه کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه هم په قطر کې ده.

ماس د طالبانو له نوي حکومت څخه ناراضه دی

آغلې خاطر د هغې پوښتنې په ځواب کې چې قطر د طالبانو په بیرته راتګ کې لاس لري که نه، وویل: »قطر پیغام رسوونکی وو او موږ اسانتیاوې برابرولې.»

آغلې خاطر زیاته کړه که طالبان بشري حقونو، د ښځو حقونو په ځانګړي توګه د ښځو زده کړو ته درناوی وکړي دا به د دوئ په ګټه وي، خو که وه یې نه کړي، پایلې به یې ښې نه وي.

د قطر په څیر ډیرو نورو هیوادونو هم ویلي دي چې دوی به د طالبانو عمل ته په کتو د افغانستان د نوي حکومت په اړه پریکړه کوي چې په رسمیت یې وپیژني که نه.