1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماس د طالبانو له نوي حکومت څخه ناراضه دی

۱۴۰۰ شهریور ۱۷, چهارشنبه

د جرمني د بهرنیو چارو وزير په افغانستان کي د نوي پرمختگ په اړه خپله اندېښنه څرگنده کړې. هغه ويلي دي چي بې له نورو گروپونو څخه د مؤقتي حکومت اعلان او په کابل کي د پرونۍ مظاهرې په مقابل کي زورزیاتی ښه زیگنال نه رسوي.

https://p.dw.com/p/404LZ
Informelles Treffen der EU-Verteidigungsminister in Slowenien
انځور: Darko Bandic/AP/dpa/picture alliance/dpa/AP

د جرمني د بهرنيو چارو وزير هایکو ماس، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د سپتمبر۸)، د جي شل ډلي د بهرنيو چارو وزیرانو د د ویدیويي کنفرانس تر شروع کیدو دمخه خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن ته ويلي دي: »د طالبانو له خوا پرته له نورو ډلو د مؤقتي حکومت اعلان او په کابل کي د مظاهره کوونکو او ژورنالیستانو پر وړاندي زورزیاتی داسي زیگنالونه نه دي چي خوشبني رامنځته کړي.«

د هغه په خبره د لویدیځ همکاري کول یا نه کول د طالبانو په رفتار پوري اړه پیدا کوي. طالبانو کابل ته د دیپلوماتانو له بیرته ستنیدو او د پرمختیايي گډ کار د بیرته ادامې غوښتنه کړې ده.

د ماس په خبره په افغانستان کي د درې چنده بشري بحران خطر موجود دی. د دغه هیواد په ډېرو سیمو کي د وچکالۍ له امله اوس لا د غذايي موادو کمبود موجود دی. په عین حال کي هغه نړیوال مالي ملاتړ متوقف سوی چي ډیرو خلگو ورته اړتیا درلوده او پوري مربوط دي.

د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوال خبرداری ورکړ: »که نوي حکومت ونه سوای کړای دولتي چاري سمي پرمخ بوزي بیا به نو تر سیاسي سقوط وروسته اقتصادي سقوط هم رامنځته سي چي لا نور خراب بشري عواقب به له ځانه سره ولري.« دا د گاونډیو هیوادونو اصلي اندېښنه هم ده.

ماس په رام شټاین کي د جي شل تر کنفرانس مخکي خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن ته د افغانستان په هکله له امریکا متحده ایالاتو سره د نژدې هماهنگۍ پر ضرورت باندي ټینگار وکړ. هغه له همدې کبله له بلینکن سره یو ځای دغه مجازي کنفرانس ته دعوت سوی دی.

په دغه ویدیويي کنفرانس کي به د نورو ترڅنگ یو وار بیا په دې هکله سلا مشورې وسي چي له طالبانو سره به څه ډول چلند وسي او له دغه هیواده نور انسانان څرنگه راانتقال کړي. طالبانو پرون سه شنبه یو مؤقتي حکومت اعلان کړ. 

GP/NZ/AG