1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: د طالبانو د جګړې ادامه د بهرنيانو د پاته کېدو لامل ده

۱۳۹۸ آبان ۴, شنبه

افغان ولسمشر د »غير منسلک غورځنګ« د غړو هیوادونو په غونډه کې يو ځل بيا طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتوالي وښود. هغه وويل چې د طالبانو له خوا د جګړې ادامه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاته کېدو لامل ده.

https://p.dw.com/p/3RzSq
Aserbaidschan | 18. Non-Aligned Movement Summit in Baku
انځور: Press Office of the Afghan President

د «غير منسلک غورځنګ» غړو هيوادونو اتلسمه غونډه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر ۲۵مه) د آذربايجان په پلازمینه باکو کې پيل شوې.

د افغانستان ولسشمر اشرف غني په دغې غونډه کې د افغانستان څلويښت کلنې جګړې ته په اشارې، د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو اترو څخه ملاتړ وښود. هغه په دې اړه وويل: «د تلپاته سولې تامين، د افغانستان حکومت د اساسي لومړيتوبونو څخه دی او موږ د سولې په راوړلو کې د افغانستان خلکو او سيمې ته په بشپړه توګه ژمن يو.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر اوسه افغان حکومت سره د هر ډول خبرو کول، رد کړي دي. افغان ولسمشر وويل چې له تروريستي ډلو سره د طالبانو اړيکې، د دغې ډلې لا ډیرو فعاليتونو ته زمينه برابره کړې چې دوی لا ډير ملکيان ووژني، خو هغه زياته کړه چې له دې سره سره افغان حکومت چمتو دی دغې ډلې سره د مذاکرې ميز ته کښينې.

د غني په خبره د طالبانو له خوا جګړې د دې لامل کيږي چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاته شي: «که چيرته  طالبان او د هغوی ملاتړکونکي زموږ د سولې وړانديز منلی وی، د نړيوالو قواوو شمير به له اوسني هغه څه ډير کښته وو.»

غني طالبانو ته په داسې حال کې يو ځل بيا د خبرو اترو وړانديز کوي چې چين په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه، د يوې بين الافغاني غونډې کوربتوب کوي. په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر ويلي دي چې دغې غونډې ته دوی هم غوښتل شوي دي. دغه غونډه په داسې وخت کې جوړيږي چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د سپتمبر مياشتې په اوايلو کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

Aserbaidschan | 18. Non-Aligned Movement Summit in Baku
په دغې غونډه کې ۱۵۸ هيوادونه او نړيوالې سازمانونه ګډون لريانځور: Press Office of the Afghan President

د اسوشتيد پريس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د چين غونډه راتلونکې اوونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو ( د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په ۲۸مه او ۲۹مه) ترسره کيږي. چينايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. اوس داسې ويل کيږي چې دغه غونډه ځنډېدلې ده. د افغانستان حکومت هم دغې غونډې کې د ګډون له پاره تمايل ښودلی او ويلي يې دي چې خپل يو لوړپوړی پلاوی به وروپيژني.

په عين وخت کې ډيری خلک د افغانستان په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د شفافيت د نه شتون او پراخو درغليو له امله نيوکې کوي او د طالبانو په ګډون ځينې کړۍ بيا دغه انتخابات سولې ته د رسيدو په لار کې يو خنډ بولي.

خو افغان ولسمشر د «غير منسلک غورځنګ» د غړو هيوادونو په غونډه کې وويل چې په افغانستان کې دموکراسي تازه ځان نيولی او دغه هيواد تر ټولو شفاف پارلماني او تر ټولو بريالي ولسشمريز انتخابات تر سره کړي دي. هغه زياته کړې د دغو ټولو تغييراتو ته په کتو، افغانان بشپړ چمتوالی لري تر څو د افغانانو په مالکيت د سولې د بهير مشري وکړي.

اشرف غني وويل: «افغانستان د غير منسلک غورځنګ د غړو هيوادونو د اصولو او قوانینو له مخې، خپلو ټولو ګاونډيانو ته د دوستۍ لاس غځوي او له دې سره طالبانو ته د سولې خبرو اترو وړانديز کوي.»

په آذربايجان کې د غيرمنسلک غورځنګ د غړو هيوادونو غونډه د شنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۶مه) هم ادامه لري. په دغې غونډه کې ۱۵۸ هيوادونه او نړيوالې سازمانونه ګډون لري.

شکیلا ابراهیم خیل/ر.ش/م ک ص/ ن ص