1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عاکف: ښځې له مخ لوڅۍ سره خپل مقام له لاسه ورکوي

۱۴۰۲ مرداد ۲۷, جمعه

د طالبانو د یو مهم وزارت ویاند وايي که ښځې په عام مظهر کې لوڅ مخ راڅرګنديږي چې نارينه وشي کړی د هغوی مخونه وويني، نو خپل ارزښت او مقام له لاسه ورکوي. دی وايي د دوي ټول ديني عالمان په دې مسئله کې توافق لري.

https://p.dw.com/p/4VJhK
Afghanistan Protest gegen neue Bekleidungsregeln der Taliban | Afghanistan's Powerful Women Movement,
انځور: Wakil Kohsar/AFP

په افغانستان کې د طالبانو د امر باالعمروف او نهي عن المنکر وزارت وياند، مولوي محمد صدیق عاکف وايي که چېرته په عام مظهر کې د ښځې مخ لوڅ وي، هلته د فتنې يا د ګناه د ارتکاب امکان موجود وي.

عاکف د پنجشنبې په ورځ له اسوشتيد پریس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې وويل، دا بده ده چې د لويو ښارونو په ځېنو ځایونو کې ځېنې ښځې له حجاب پرته ليدل کيږي. هغه زياته کړه: «زموږ ديني علماو هم په دې کې اتفاق لرې چې د ښځې مخ بايد پټ وي.»

عاکف وايي د حجاب نه رعایت کول په دې معنی نه ده چې د ښځې مخ ته دې کوم زیان یا صدمه ورسیږي، هدف دا دی چې ښځه خپل وقار او حیثیت لري او کله چې یو نامحرم نارينه، د ښځې لوڅ مخ ته ګوري دغه ارزښت ېې راکميږي. عاکف په دغه مرکه کې ويلي دي چې خدای با حجابه ښځو ته عزت ورکوي او په دې کار کې قدر موجود دی.

ورته نور ولولئ: په افغانستان کې د ښځو د اجباري حجاب په اړه د اروپايي اتحاديې اندېښنه

د کمبريج پوهنتون د اسلامي مطالعاتو استاد، تيم وينتر، بیا د طالبانو له دغه نظر سره هم غږی نه دی. هغه وايي په اسلام کې د ښځو د مخ پټولو له پاره کوم واضح کتابي حکم نشته. اما هغه زیاتوي چې طالبان به هڅه وکړي تر څو په اسلامي متونو کې داسې يو څه پیدا کړي چې له اسلام څخه د دوی د خپل تفسير مطابق نظريې څخه ملاتړ وکړي.

په کابل کې د طالبانو ضد اعتراض کونکې ښځې
په کابل کې د طالبانو ضد اعتراض کونکې ښځېانځور: AHMAD SAHEL ARMAN/AFP

وینتر دا هم وايي چې طالبان جید علما نه دي: «د دوی له نوم څخه ښکاري چې هغوی ستر ديني عالمان نه دي. طالبان، یعنې زده کونکي.»

د کمبريج پوهنتون د اسلامي مطالعاتو دغه استاد وايي چې طالبان د هغو ليکل شوو کتابونو پر اساس عمل کوي کوم چې د کليو په مسجدونو او ديني مدرسو کې تدریس کيږي. دی وايي: «هغوی (طالبان) له ېوې پراخې اسلامي ټولنې څخه لېرې په انزوا کې واقع خلک دي.»

ورته نور ولولئ: د حجاب په اړه د کرزي څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت لخوا اعلان شوي بندیزونه د يو شمير اسلامي هېوادونو په ګډون د نړۍ د هیوادونو له مخالفت سره مخ شوي دي.

د نړېوالو زدکړو له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ګوردن براون، د چهارشنبې په ورځ وويل چې د طالبانو رهبران دې باید په افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د مخنيوي په خاطر د بشر ضد جنایت د عاملانو په توګه نړېوالې محکمې ته راکش کړل شي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د بیا واکمنېدو راهېسې د ښځو پر فعالیتونو ډېر محدویتونه وضع کړي دي
طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د بیا واکمنېدو راهېسې د ښځو پر فعالیتونو ډېر محدویتونه وضع کړي ديانځور: Wakil Kohsar/AFP

خو د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند استدلال کوي او وايي: «خلکو غوښتل چې دلته شریعت تطبیق شي. اوس موږ د شریعت د تطبیق کولو په حال کې یو.» عاکف وايي چې د طالبانو د مشرتابه له لوري چې تر اوسه کوم فرمانونه صادر شوي ټول ېې د اسلامي شریعت مطابق دي او دوی پکې په خپله کوم څه ورزیات کړي نه دي. عاکف زیاته کړه: «شریعي احکام ۱۴۰۰ کاله مخکې خپاره شوي چې تر اوسه موجود دي.»

ورته نور ولولئ: براون: ښځو سره د طالبانو چلن دې «بشري جنایت» په توګه وپېژندل شي

ویاند وويل چې ښځې کولی شي تفريحي پارکونو ته ولاړې شي خو په دې شرط چې هلته نارينه موجود نه وي، که نارینه موجود وي بیا شریعت اجازه نه ورکوي: «موږ نه وايو چې یو ښځه نشي کولی سپورت وکړي، ښځه نشي کولی پارک ته ولاړه شي او یا ځغاسته نشي کولی. هغه کولی دا ټول وکړي.» خو عاکف وايي چې ښځې دغه فعالیتونه څرنګه چې ځېنې ښځې يې غواړي، چې يو څه لوڅې او د نارينه وو په منځ کې وي، نشي کولی.

د ۲۰۲۱م کال له اګست څخه چېطالبانپه واک کې دي، د دوی حکومت د ښځو پر تړاو ډېر فرمانونه صادر کړي چې په هغو کې يوه هم د حجاب مسئله ده. دغه مسئله د پوهنتونونو، کار او د پارکونو په ګډون، په عامه ځایونو کې د ښځو د راڅرګندېدو د مخنيوی د یو لامل په توګه واقع شوې ده.

(AP)mks/nz