1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موسيقيآسیا

طالبانو په پروان کې د موسیقۍ ۵۰۰ آلې وسوځولې

حسین سیرت | ژباړونکې: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ بهمن ۲۹, چهارشنبه

په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د موسیقۍ ۵۰۰ آلو ته اور اچولی دی. طالبانو واک ته له بیا رسیدو وروسته، موسیقي منع کړې او هنرمندان له بیکارۍ او نورو ستونزو سره مخامخ سوي دي.

https://p.dw.com/p/58yN8
طالبانو په هرات کې د موسیقۍ آلو ته اور اچولی دی
انځور له آرشیف څخه :په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د موسیقۍ ۵۰۰ آلو ته اور اچولی دی. انځور: Afghanistan's Ministry for the Propagation of Virtue and the Prevention of Vice/AFP

د پروان ملي ټلوزیون چې د طالبانو تر کنترول لاندی دی، په دغه ولایت کې د امربالمعروف د ریاست له خوا د موسیقۍ د ۵۰۰ آلو له سوځولو څخه خبر ورکړی دی.

په هغه ویډیو کې چې ددغې رسنۍ په فیسبوک پاڼه کې خپره سوې، لیدل کیږي چې د موسیقۍ په سلونو آلې په یوه موټر کې ځای پرځای سوي او د سوځولو له پاره انتقالیږي.

پر موسیقۍ بندیز

په ۲۰۲۱ م کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته، دغې ډلې موسیقي هم منع کړې ده.

اړونده موضوع: شنونکي: د امر بالمعروف قانون افغانانو ته نور محدودیتونه زيږوي

د افغانستان ډیریو هنرمنداو او موسیقۍ ږغوونکود طالبانو د سزا له بیرې، افغانستان پرې ایښی دی او هغه کسان چې د هیواد په دننه کې پاته دي، د سندرو ویلو اجازه نه لري.

تبله، هارمونیه، ډوهل، دایره، زیربغلي، لوډسپیکرونه او ځینی نور آلات د هغو وسایلو له ډلې څخه دي چې په پروان کې  د طالبانو له خوا سوځول سوي دي.

په پاکستان کې د میشتو افغان سندرغاړو ستونزې

په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف مسؤلینو ویلي دي چې د موسیقۍ دغه آلې د تیر یوه کال په ترڅ کې د نوموړي ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټول سوي او د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د فبرورۍ ۱۷ مه) د دغې ډلې د ملکي او پوځي چارواکو په مخکې وسوځول سول.

د طالبانو د امر بالمعروف یوه مامور، مولوی عبدالمجیب حنفی، ملي ټلویزیون ته ویلي دي: "موږ له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې د موسیقۍ الات راټول کړل، په شمول د هارموني، طبلې او باسون (زیربغلي)، ترڅو مسلمانان له فحشا، بد اخلاقۍ او فساد څخه په امن کې پاته سي."

اړونده موضوع: ملگري ملتونه: طالبانو په امر بالمعروف قانون سره ځان نور هم منزوي کړ

په دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې د موسیقۍ دغه وسایل د پروان ولایت  مرکز، چاریکار ته نیژدې په یوې غونډۍ کې سوځول کیږي.

د طلوع نیوز شبکې، په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف د ادارې د رئیس، احمد وقاص له خولې رپوټ ورکړی دی چې له دغه اقدام څخه هدف له «منکراتو» سره مبارزه ده.