1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موسيقينړیوال

څیړنه: په لوړ غږ د موسیقۍ اوریدل د کڼېدو خطر زیاتوي

۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبه

له یوې تازه څیړنې څخه معلومه شوې چې په نړیواله کچه د ځوانانو له خوا په غیر خوندي ډول د اوریدلو وسایلو استعمال د دوی د اوریدو توان اغیزمنولی شي. د سامعې توان ته د زیان کچه د غږ لوړوالي، مودې او لړزې پورې اړه پیدا کوي.

https://p.dw.com/p/4KBE9
Symbolbild Hören mit Kopfhörern auf dem Handy
انځور: Blend Images/Bildagentur-online/picture alliance

د یوې نوې څیړنې له مخې په ټوله نړۍ کې نږدې یو پر څلورمه برخه ځوانان تر هغې چې سپارښتنه یې شوې ده په لوړ غږ کې موسیقي اوري چې له امله یي د ګڼیدو خطر موجود دی.

د سویلي کيرولاينا طبي پوهنتون کې د یوې تحقیقاتي څیړنې لیکونکي لورن دیلارد، دویچه ویله ته وویل: «زمونږ څیړنه ښيې چې د اوریدو غیر خوندي طریقې په ځوانانو کې عام دي چې له امله دا خطر موجود دی چې تر یوه میلیارد ډیر ځوانان په راتلونکي کې خپل د اوریدو توان له لاسه ورکړي.»

نوموړي زیاته کړه: «د شور ماشور له امله د سامعې حس ته رسیدونکی تاوان د جبران کیدو وړ نه دی او مونږ ته په کار دي چې د اوریدو توان د اغیزمن کیدو د مخنیوي پر لارو چارو عمل وکړو.»

د یوه میلیارد تنکیو ځوانانو د اوریدو توان له لاسه ورکولو خطر

دغه څیړنه چې په BMJ Global Health مجله کې خپره شوې ده یوه منظمه سروې او تحلیلي ارقام دي. د دې څیړنې لیکوالانو د غږ یا شور نمایش او د غیر خوندي اوریدو اړوند  د ۳۳ څیړنو معلومات ارزولي دي، په کوم کې چې له ۱۹ څخه د ۳۴ کلونو عمر لرونکو تر ۱۹ زرو ډیرو ځوانانو برخه اخیستې وه.

دېلارد وویل: «مونږ د غږ د لوړوالي او شور د مودې په لحاظ غیر خوندي اوریدل تعریفوو. له هیډ فون یا ایئر پوډ پورې اړوند هره هغه آله چې د اوریدو تر خوندي اندازې تیری کوي، هغه خلک له خطر سره مخامخ کولی شي.»

په تنکیو ځوانانو او د ښوونځي ماشومانو کې تر هغې اندازې چې سپارښتنه یي شوې ده په لوړ غږ له اوریدو لیوالتیا زیاته ده.
په تنکیو ځوانانو او د ښوونځي ماشومانو کې تر هغې اندازې چې سپارښتنه یي شوې ده په لوړ غږ له اوریدو لیوالتیا زیاته ده.انځور: YAY Images/IMAGO

له دې څیړنې څخه معلومه شوې چې ۲۴ سلنه ځوانان د سمارټ تلیفونونو او لیپ ټاپ په څیر د خپلو شخصي وسایلو له کبله له شور ماشور سره مخامخ دي. له دې څیړنې څخه دا هم معلومه شوې ده چې له ۱۲ څخه تر ۳۴ کلونو پورې د عمر لرونکو ۴۸ سلنه یي د موسیقۍ په ځایونو کې د غیر خوندي کچې له شور ماشور سره مخامخ کیږي.

د هر عمر کسانو اوریدو توان ته د زیان رسیدو خطر

که څه هم په دې سروی کې د ځوانانو د اوریدو حس ته پر متوجه خطرونو تمرکز شوی دی، خو له تحقیقاتو معلومه شوې ده چې د هر عمر خلک د هغوي د اوریدو د عادتونو په اساس د ګڼیدو له خطر سره مخامخ کېدلی شي.

د اوریدو اغیزمن کېدو خطر د غږ لوړوالي، مودې، او لرزې پورې اړه پیدا کوي. له یوې څیړنې معلومه شوې ده چې له ۱۹ تر ۲۹ کلونو پورې عمر لرونکي په اونۍ کې په اوسط ډول له ۷ ساعته او ۸ دقیقو پورې هیډفون استعمالوي، په داسې حال کې چې له ۳۰ تر ۴۹ کلونو پورې عمر لرونکي په اونۍ کې ۵،۵ ساعته او له ۵۰ تر ۷۹ کلونو پورې عمر لرونکو کې له هډفون څخه د استفادې موده ۵ ساعته او ۲ دقیقې ده.

خلک پر اکثرو وسایلو یا الاتو تر ۱۰۵ ډیسیبل پورې اوډیو یا غږ اوري او په تفریحي ځایونو کې د غږ د لوړوالي کچه له ۱۰۴ تر ۱۲۲ ډیسیبله پورې وي. د روغتیا نړیوال سازمان WHO د سپارښتنې په اساس هره اونۍ له ۱۰ تر ۱۵دقیقو پورې د شور یا غږ اوریدل تر خوندې کچې زیات دی.

اړوند: د کمپيوتري لوبو صنعت د بدلون په حال کې دی

له شمیرو څخه معلومیږي چې په ټوله نړۍ کې د سامعي حس ته د رسیدونکي زیان خطر ډیر زیات دی. په هر حال لارین دیلارد، پر دې خبرې ټینګار وکړ چې د وخت په تیریدو سره تر ټولو ډیر ځوانان د کڼېدو له خطر سره مخامخ کیږي: «په هر عمر کې د اوریدو د توان ژغورل اړین وي، خو دا اړینه ده چې د ژوند په اویلو کې د سامعې حس ته د زیان اړولو کچه کمه کړو، څو د وخت په تیریدو سره د زیان کچه لا زیاته نه شي.»

آیا د اوریدو نوي وسایل مسئول دي؟

له ۱۹۵۰ م کال راهیسې خلک په لوړ غږ کې د موسیقۍ اوریدو له کبله رامنځته کیدونکو اغیزو په اړه فکر کوي. خو اوس کوم توپیر راغلی دی؟ آیا د اوریدو وسایل او کانسرتونه د پخوا په پرتله په ډیر لوړ آواز کې وي.

د دیلارد، په حواله داسې نه ده چې اوس موسیقي په ډیر لوړ آواز کې وي، بلکې غږیزو وسایلو ته لاس رسی او د اوریدو له پاره یي مصرفیدونکی وخت زیات شوی دی.

هغه وویل: «سمارټ فون اوس په ټوله نړۍ کې عام دی، دا په دې معنا چې اوس زیات نه زیات خلک په لوړ آواز کې موسیقي اوري.»

استرالیایي اوډیولوژیست یا غږ پيژندونکی کرن هرشاوسن، وایي چې څنګه ټکنالوژۍ او د کاري ژوند په توازن بدلون، د اوریدو عادتونه اغیزمنوي: «د بلیو ټوت کنکټ کیدو له آسانتیا سره په تیره لسیزه کې د صوتي وسایلو محبوبیت هم زیات شوی او لا هم مخ پر زیاتیدو دی. له کور څخه کار کوونکي کسانو کې زیاتوالي هم په ممکنه ډول د هډ فونونو د استعمال کچې په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی.»

څنګه د خپل اوریدو توان ژغورلی شو؟

د شور ماشور له کبله اوریدو ته زیان دوامداره دی او د اوریدو برخې کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چې په نني عصر کې د اوریدو عادتونه پر نړیوالې روغتیا ډیرې درانې اغیزې پریږدي. هرشاوسن وویل: «په کلونو کلونو د لوړ غږ تر اورېدو مخکې د هغې د مخنیوي کوښښ کول ډیر اغیزمن ثابتیدلی شي.»

  • د اوریدو په مختلفو وسایلو کې د آواز اندازه تر لوړې کچې باید ۶۰ سلنه ټیټه وساتئ.

  • د شور ماشور په ځایونو کې د ایئر پلګ یا د غوږونو بندولو آلې څخه په استفادې د خپلو غوږونو ساتنه وکړئ او د لوړ غږ لرونکو سرچینو څخه ځان لیري وساتئ.

  • د هغو فعالیتونو وخت را کم کړئ چې په کې شور ماشور زیات وي.

  • د لوړو غږونو اوریدو پر مهال د لنډې مودې وقفه وکړئ او د اوریدو د شخصي وسایلو استعمال را کم کړئ.

  • په خپل ګرځنده تلیفون کې د غږ څارونکي اپلیکیشن په مرسته د اوریدو د کچې نظارت وکړئ.

  • خپل د اوریدو حس توان معلوم کړئ.

که تاسې د غږ د برخې کوم کارپوه ته لاس رسی نه لرئ، نو بیا د نورو ترڅنګ د HearWHO اوریدو له  تائید شوو پروګرامونو څخه استفاده وکړئ.

فرید شوالر: ش.ن/ ب.ص