طالبان: په سېمه کې د امریکا پاتېدل به تاریخي تیروتنه وي
۱۴۰۰ خرداد ۵, چهارشنبهطالبان وروسته له هغې دغه خبرپاڼه خپروي چې له څو ورځو راهيسي په نړیوالو او سیمه ایزو رسنیو کې داسې ویل کیږي چې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته په سیمه کې په ځانګړي ډول پاکستان کې غواړي پوځي اډې جوړې کړي.
طالبانو په خپله یوه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه (۲۰۲۱م کال د مې ۲۶) یې خپره کړې ویلي دي که ګاونډي هیوادونه په خپله خاوره کې بهرنیو ځواکونو ته د پاتېدو اجازه ورکړي دا به یوه لویه تاریخي تیروتنه او بدنامي وي.
اړونده موضوع : پاکستان له پاره د چین او افغانستان اهمیت او د امریکا اړيکې
طالبانو ویلي دي دا چې دوئ په بیا بیا نورو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به یې پرضد نه کارول کیږي دوئ هم له نورو غوښتنه کوي چې هوایي او ځمکنی حریم یې د افغانستان پر وړاندې ونه کارول شي.
د پاکستان دریځ
پاکستان دغه موضوع ردوي او وایي هیڅکله به په خپله خاوره کې د امریکا اډو ته ځای ور نه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي د دغه هیواد په پارلمان کې د دوشنبې په ورځ وویل: «یو شمیر کسانو دا موضوع مطرح کړې او په رسنیو کې هم راغلي چې امریکا دلته اډې جوړوي زه په ښکاره ټکو دغه موضوع بې بنسټه ګڼم.»
نوموړي زیاته کړه: «زه د پاکستان خلکو او پارلمان ته ډاډ ورکوم چې د عمران خان په حکومت کې به د امریکا هیڅ اډه په پاکستان کې جوړه نه شي او د بې پیلوټه الوتکې هیڅ برید به ونه شي.»
اړونده موضوع: «طالبان دي د خارجي قواوو د وتلو د بهیر نه خنډ کیږي»
د امریکا د ولسمشر د پریکړې پر بنسټ ټاکل شوې ده د دغه هیواد او نور بهرني ځواکونه به تر راتلونکي سپټمبر میاشتې له افغانستانه ووځي.
خو امریکایي او ناټو ځواکونو په بیا بیا ویلي دي چې دوی به له افغان ځواکونو او افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.