1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان په ستره غونډه کې پر کومو موضوعاتو بحث کوي؟

۱۴۰۱ خرداد ۳, سه‌شنبه

طالبانو ویلي دي چې د هېواد په کچه په لویو ملي مسلو د بحث له پاره لویه غونډه رابولي چې تر اوسه یې ورته سرلیک نه دی غوره کړی. د دې غونډي د رابللو له پاره د چمتوالي په موخه وار د مخه سیاسي کمېسیون جوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4Bndz
Afghanistan Wirtschaftskonferenz
آرشیف انځورانځور: Taliban Prime Minister Media Office/AP Photo/picture alliance

سره له دې چې د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور د جوړېدونکي غونډې له پاره د »لویې جرګې« کلمه کارولې ده، خو د هغوی د حکومت یوه ویاند انعام الله سمنګاني دویچه ویله ته وویل چې دې غونډې ته تر اوسه پر هیڅ ډول سرلیک باندي هوکړه نه ده شوې.

سمنګاني هم ومنله چې د هېواد په کچه د لویو مسلو پر سر بحث ته د دغه راز یوې غونډې تابیا نېول کیږي: »د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون په پام کې لري چې یوه افغاني مجمعه چې هغې ته د افغانستان له بیلابیلو برخو خلک رابلل کیږي، جوړه کړي«.

سمنګاني وايي، ددې غونډې د جوړولو د څرنګوالي، غړو او اجندا په اړه پر یوه ټولیزه طرحه کار روان دی چې تر بشپړېدو وروسته به یې د حکومت کابینه تصویب او د طالبانو مشرتابه تاید کړي.

هغه په رسنیو کې خپرېدونکي هغه رپوټونه هم رد کړل چې ګویا دې غونډې ته یوشمېر سیاستوال رابلل شوي دي. تر اوسه دا هم نه ده څرګنده چې دغه لویه غونډه به کله رابلل کیږي.

د طالبانو د حکومت کورنی مشروعیت

ځيني کتونکی په دې باور دي چې طالبان هڅه کوي چې خپل حکومت ته لږ تر لږه کورنی مشروعیت ترلاسه کړي، خو بنسټېزه پوښتنه دا ده چې دا غونډه یا لویه جرګه به د کوم قانون پر بنسټ جوړه شي؟

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړي نعمت الله کریاب دویچه ویله ته وویل: »لومړی خبره خو داده چې تر اوسه د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا د افغانستان د اساسي قانون د الغاء رسمي پرېکړه نه ده شوې چې وویل شي دغه لویه جرګه د کوم قانون پر اساس رامنځته کیږي«.

د ولسي جرګې له دغه پخواني غړي سره دا اندېښنه هم شته چې په اوسنیو شرایطو کې څومره شونې ده چې ګډونوال به له قیوداتو پرته خپل نظر څرګند کړي.

کریاب له ټولو اندېښنو سره سره هم د هېواد په کچه د سترو ملي مسلو له پاره د لویې جرګې د رابللو هرکلی کوي، خو ټینګار یې دا دی چې پریکړو او بحثونو ته یې باید درناوی وشي.

په پخواني جمهوري نظام کې د مشرانو جرګې غړي انجینر افضل احمدزي دویچه ویله ته وویل، د تاریخ په اوږدو کې ډېري دغه ډول راغوښل شوې جرګې اغېزمنې نه وې، ځکه د وخت واکمنانو یوازي پرې خپلو نظامونو ته مشروعیت ورکاوه: »دا چې اوس په اسلامي امارت کې تصمیم نېول شوی چې دوی لویه جرګه راغواړي یا په بله مانا د اهل و عقد شورا به راوبولي، ترڅو اسلامي امارت خپل موجوده نظام ته مشروعیت ورکړي، تر اوسه په دې ارتباط هرڅه مبهم دي«.

د افغانستان د پخواني اساسي قانون له مخې د پارلمان پر دواړو خونو سربیره د ولسوالۍ شورا ګانو غړي هم باید لویې جرګې ته راوبلل شي، خو د اوس له پاره دا ټول جوړښتونه ځنډېدلي دي.