1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو: د رسميت پېژندنې اصلي شرط د بشري حقونو رعايت دی

۱۴۰۰ مهر ۲۸, چهارشنبه

روسيې په افغانستان کې پر واکمنو طالبانو د بشري حقونو د درناوي او رعايت غږ کړی دی. د يوه خبر له مخې طالبان د دغه شرط پوره کولو ته چمتو دي.

https://p.dw.com/p/41vCK
Belgien Brüssel | Samir Kabulow
انځور: Virginia Mayo/AP/picture alliance

د کريملين له خوا د افغانستان د چارو استازي، ضمير کابلوف د چهارشنبې په ورځ د مسکو له خوا د افغانستان د وضعيت په اړه په رابلل شوي نړيوال کنفرانس کې ويلي چې طالبان يوازې په رسميت د پېژندل کېدلو چانس لري چې «په دې پيل وکړي چې د نړيوالې ټولنې له لوري د بشري حقونو په هکله توقعات پوره کړي.»

طالبانو د هغه په خبره هڅه کړې چې «د حکومتولۍ او بشري حقونو پر ښه کېدو کار وکړي.»

د طالبانو پلاوي په دې ترڅ کې له څه ويلو ډډه کړې ده. په مسکو کې د کنفرانس له پاره بلنه روسيې د طالبانو د استازو تر څنګ د بېلابېلو هېوادونو ديپلوماتانو ته ورکړې ده چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه چين، پاکستان او ايران پکې د نورو تر څنګ شامل دي.

Russland Moskau Taliban Moscow Format Treffen
د طالبانو پلاوی د مسکو په نننۍ غونډه کېانځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

د روسیې د بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف، په دغه غونډه کې د طالبانو هغه هڅې يادې کړې څو په افغانستان کې «سياسي پوځي وضعيت ته ثبات وبخښي.» خو نوموړي هغه «واقعي خطر» ته هم اشاره وکړه چې «تروريستي فعاليتونه او د نشه يي موادو تجارت ښايي ګاونډيو هېوادونو ته وغځول شي.»

اسلامپاله طالبان په افغانستان کې د اګست په نيمايي کې واکمنۍ ته د رسېدو راهيسې غواړي چې حکومت يې په نړيواله کچه ومنل او د افغانستان له کړېدلي ولس سره بشري مرستې وشي. د امريکا متحده آيالاتو د مسکو په کنفرانس کې ګډون په ناڅاپي ډول رد کړی وو.