1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

شولڅ: پوتين ما او یا آلمان ته ګواښ نه دی کړی

۱۴۰۱ بهمن ۱۶, یکشنبه

د آلمان صدراعظم وايي چې د روسېې ولسمشر په خپله ټيلفوني اړيکه کې «ما یا آلمان ته کوم ګواښ نه دی کړی.» هاخوا د اسرائيل پخواني صدراعظم ويلي دي چې پوتين ورته قول ورکړی وو چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي نه وژني.

https://p.dw.com/p/4N7Xl
Kombobild Putin und Scholz
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ (ښي لور) او د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتینانځور: Andrei Gorshkov/Odd Andersen/AP/AFP/dpa/picture alliance

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د پوتين په هکله دغه خبره له آلمانۍ ورځپاڼۍ، بیلد ام زونټاک، سره په یوه مرکه کې کړې ده.

روانه اوونۍ د بریتانيا پخواني صدراعظم بوریس جانسون د بي بي سي په یو مستند کې وويل چې شولڅ د روسېې د رهبر له خوا پر یو توغندي چې «یوازې یوه دقیقه وخت به ونیسي» ګواښل شوی وو. کریملین ویلي جانسون دروغ وايي.

د آلمان صدراعظم وويل چې پوتین سره ېې په ټيلفوني خبرو کې روښانه کړه چې دوی په اوکراین کې د جګړې په هکله ډېرې متفاوتې نظرېې لري، هغه جګړه چې روسیه ورته «ځانګړی پوځي عملیات» وايي.

آیا المان په اوکراين کې د جګړې په یوه «اړخ» بدلیږي؟

 شولڅ وويل: «ما پوتين ته دا بيخي واضح کړه چې د جګړې مسئولیت یوازې د روسېې دی.» شولڅ زیاته کړه: «روسېې په واقعیت کې له دلیل پرته پر خپل ګاونډي يرغل وکړ تر څو ېې ټول اوکراین یا د دغه هیواد ځېنې برخې په خپل کنټرول کې راوستلي وي.»

شولڅ وويل آلمان په دې نظر دی چې د روسېې اقدامات د اروپا د سولې چارچوب زیانمنوي، ځکه خو ېې اوکراین ته مالي، بشري او پوځي مرستې برابرې کړي دي.

هغه زیاته کړه چې په دې هکله د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره یو تړون موجود دی چې د لويديځ له خوا مرسته شوې وسلې باید یوازې په اوکرایني قلمرو کې وکارول شي نه د روسېې: «موږ په دې هکله اتفاقِ نظر لرو.»

شولڅ: پوتین پر اوکراین باندي حمله «غلطه» محاسبه کړې وه

پوتين بیا په اوکراین کې خپل پوځي ماموریت د خپل دغه ګاونډي هیواد «خلع سلاح» کول او د غربي یرغل پر وړاندې له روسېې څخه دفاع بولي. خو اوکراین او غربي متحدين ېې دا یو غیرقانوني جنګ بولي چې روسيه غواړي دې سره خپلې خاورې ته پراختیا ورکړي.

شولڅ پوتين له اوکراینه د خپلو ځواکونو د ایستلو په ګډون ديپلوماتيکې حل لارې ته رابللی

ها خوا د اسرائيل پخواني صدراعظم، نفتالي بینت، ويلي دي چې هغه د روسېې له ولسمشر، ولاديمير پوتین، څخه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د نه وژلو قول اخیستی وو. بینت د محدودو غربي رهبرانو څخه یو وو چې د کیف او مسکو تر منځ یو منځګړی وګرځيد. هغه د جګړې په جریان کې تېر مارچ مسکو ته په خپل یو چټک سفر کې د روسېې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره وکتل.

Russland Ministerpräsident Naftali Bennett und Wladimir Putin
د اسرائيل پخواني صدراعظم، نفتالي بینت (کيڼ لور) د ۲۰۲۲م کال په اوکتوبر کې په سوچي کې د روسېې له ولسمشر ولادیمير پوتین سرهانځور: Sputnik/Evgeny Biyatov/Kremlin/REUTERS

اسرائيل ښايي د اوکراين د کړکېچ منځګړتوب وکړي

بینت وويل چې له پوتين سره ېې په پنځه ساعته مرکه کې د ګڼو نورو موضوعاتو تر څنګ له هغه څخه دا پوښتنه هم وکړه چې آيا هغه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي د وژنې اراده لري. بينت په دې پوتین سره د کړو خبرو نکل داسې کوي: «ما پوښتنه وکړه، چې دا څه حال دی؟ آیا ته پلان لرې چې زيلنسکي ووژنې؟ هغه راته وويل چې زه به زيلنسکي ونه وژنم. ما هغه ته یو ځل بیا وويل چې زه باید پوه شم. ماته قول راکړه چې ته به زيلنسکي نه وژنې. هغه راته وويل چې زه نه غواړم چې زیلنسکي ووژنم.»

د اسرائيل پخواني صدراعظم زیاته کړه چې تر هغه وروسته ېې زيلنسکي ته ټيلفون وکړ او هغه ېې د پوتين له ژمنې واقف کړ. د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، بينت په دغه ټيلفوني اړيکه کې زيلنسکي ته وويل: «غوږ ونیسه، زه له یوې غونډې څخه راغلم. هغه نه غواړي تا ووژني. هغه [زیلنسکي] راڅخه پوښتنه وکړه، آیا ته ډاډه ېې؟ ما ورته وويل، سله په سله. هغه به تا ونه وژني.»

اسرائیل: نیتانیاهو پارلماني انتخابات په ښکاره ډول گټلي

بينت وايي چې پوتين ورته د منځګړيتوب په جریان کې د خپلې د اوکراین د خلع سلاح کولو له ژمنې تېر شو او زيلنسکي بیا ناټو سره د نه يوځای کېدو ژمنه وکړه.

نفتالي بنت په پراخه کچه یو نه پېژندل شوی رهبر وو چې د اوکراین جنګ په جریان کې د څه باندې شپږو میاشتو له پاره ېې د اسرائيل صدراعظمي وکړه. بینت وروسته له هغې چې اسرائیل ته ېې د روسېې او اوکراین ترمنځ د یو منځګړي موقف ورکړ په غیرمنتظره توګه ېې ځان په نړیواله سیاست کې داخل کړ.

خو د هغه د واکمنۍ دوره لنډه وه او تمه هم نه کېده چې د روسېې او اوکراین تر منځ د سولې هڅې ېې نتیجه ورکړي. د بینت واکمني په تېر اوړي کې پاې ته ورسېده او د اوسني صدراعظم، بنیامن نتنیاهو حکومت هغه لنډمهاله سیاسي تبعید ته ولیږه. بينت اوس له سیاسته لرې شوی او یو شخصي تبع دی.

د اوکراين پر موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل