1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

شولڅ: پوتین پر اوکراین باندي حمله «غلطه» محاسبه کړې وه

۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ د اروپايي ټولني تر سرمشریزي دمخه پر اوکراین باندي د روسیې د تهاجمي حملې په مقابل کي د اروپا عکس العمل مثبت ارزیابي کړ.

https://p.dw.com/p/4KuKk
Deutschland, Berlin | Regierungserklärung von Olaf Scholz im Bundestag
انځور: Michele Tantussi/REUTERS

هغه نن د جرمني په پارلمان کي د اروپا اتحادیې د دایریدونکي سرمشریزي په باب د یوې حکومتي اعلامیې پر وخت وویل چي د روسیې جمهوررئیس، ولاد یمیر پوتین پراوکراین باندي حمله اساساً «غلطه» محاسبه کړې وه او د اروپا اوغربیانو اتحاد یې جدي نه و ګڼلی.

شولڅ وویل چي پوتین و نه سوای کولای د ګازو په بندولو سره هم د اروپا ثبات ته ضرر ورسوي. او د « پوتین هیڅ یو پلان هم نه دی عملي سوی». هغه همدارنګه د اوکراین سخت مالي ملاتړ او ورته د وسلو لیږلو ته اشاره وکړه.